په ایران کي د مخالفي ډلي مشران “میر حسین موسوي خامنه”، “مهدی کروبی” او ددوی مېرمني د خپلو کورونو څخه د فوځي لښکرو لخوا نیول سوي او کوم بل ځای ته بېول سوي دي .
د مهدي کروبي زوی وايي چي د پلار په نیولو خبر دئ، خو نه پوهیږي چي هغه اوس چیري دئ .
د مخالفي ډلي مشر موسوي پوري اړوند یوه ویبپاڼه لیکي چي د مخالفي ډلي مشران په تهران کي د حشمتیه نومي زندان کي دي .
خو د فارس خبري آژانس بیا د یوه حکومتي چارواکي په حواله خبر خپورکړئ دئ، چي نوموړي مشران نه دي نیول سوي .
نوموړی حکومتي چارواکی زیاتوي چي ذکر سوي مشران اوس مهال په کور کي دي بلکي حکومت یوازي د نورو سره ددغه مشرانو پر اړیکو بندیز لګولئ دئ .
د یادوني وړ ده، چي د یاد سوي حکومتي چارواکي د غوښتني سره سم ددې چارواکي نوم نه دئ خپور سوئ .