کور / تازه خبرونه / عراق : برتانوی امنیت ساتونکی په ابدي بند محکوم سو

عراق : برتانوی امنیت ساتونکی په ابدي بند محکوم سو

د عراق په پلازمېنه بغداد کي یو برتانوی امنیت ساتونکی په ابدي بند محکوم سو.

ویل کیږي، چي نوموړي په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي پر خپلو دوو همکارانو ډزي کړي او وژلي یې دي . په ابدي بند محکوم سوي تن په داسي حال کي پر همکارانو ډزي کړي، چي د دریو واړو ترمنځ د شرابو څښلو څخه وروسته شخړه رامنځته سوې وه .

د برتانوي امنیت ساتونکي وکیل د اعلان سوي سزا په اړه خوښ ښکاري، ځکه چي دده په وینا په عراق کي کېدائ سي د یوې داسي غیر قانوني کړني په نتیجه کي څوک په اعدام محکوم سي .