کور / سياسي / دپوځي اډو په اړه اندېښنې

دپوځي اډو په اړه اندېښنې

 دپوځي اډو په هکله په وروستيو څو ورځوکي ډېري ليکني سوي دي، چي په هغو کي يو شمېر دنظر اختلافونه او دنظر مشترکات هم سته او يو دمشترکاتو نه ئې دادی، چي ټول په دې موافق دي، چي افغانستان ته خپله دغه اډې کوم زيان نه لري، بلکي يوازي چم ګاونډيان دهغو سره مخالف دي او ددوی په تعبير دغه مخالفت ( نه اډې ) افغانستان ته زيان رسولای سي . خو ددغو اډو په اړوند يو شمېر اندېښنې هم ښودل سوي دي، چي زه غواړم هغو ته په لنډ ډول کتنه وکړم .
له هر څه نه لومړی زما له نظره پوځي اډوته د دايمي کلمې استعمالول سم نه دی . په سياست کي دملي ګټو نه پرته هيڅ شی دايمي نه دی . نو ښه به داوي چي داوږد مهاله ( سټراټېژيکو ) همکاريو تړون او دهغو په چوکاټ کي داوږد مهاله پوځي اډو اصطلاح ګاني وکاروؤ .
 زه ددغه نظر يا په اصطلاح پرنسيب سره موافق نه يم، چي که موږ ديوه زبرځواک سره د سټراټيژيکو همکاريو تړون لاسليک کوؤ او پر بنسټ ئې په افغانستان کي پوځي اډې جوړېږي، نو د نورو زبرځواکونو او يا له هغو سره،چي په راتلونکي کي به رامينځ ته کېږي، هم هرومرو دغه ډول تړونو ولرو او پر بنسټ ئې دهغه هيواد پوځي اډې په افغانستان کي جوړي کړو . تر اوسه هيڅ چادانه دي ويلي، چي دا د امريکا حق او يا ئې مکلفيت دي، چي په افغانستان کي پوځي اډې جوړي کړي . او نه هم بل زبرځواک يا زبرځواکونه ددې حق او يا مکلفيت لري، چي په افغانستان کي دي پوځي اډې جوړي کړي، بلکي دا د دوؤ هيوادونو تر مېنځ په متقابلو اړيکو پوري اړه لری، چي دچا سره غواړي اوږدمهالي سټراټېژيکي ملګرتيا ولري او يا هم دچا پوځي اډو ته په خپله خاوره کي ځای ورکړي . منظور دادی، چي داد زبرځواکۍ امتياز او يا حق نه دی، چي له مخي ئې هغه کولای سي په هر ځای او هر هيواد کي چي زړه ئې وغواړي، پوځي اډې جوړي کړي، بلکي هر هيواد دخپلو ملي ګټو پر بنسټ دبل هيواد او يا هيوادونو سره داړيکو او يا پوځي اډو دجوړولو په اړوند پرېکړه کوي .
 له بده مرغه ټولو هغو کسانو، چي په افغانستان کي ئې دپوځي اډو دجوړولو سره مخالفت ښودلی، ډېر ټينګار پر دې کړی دی، چي دا اډې به دچم ګاونډيانو او يا دسيمي دزورورو هيوادونو منفي غبرګون او آن قهر راوپاروي، چي په پايله کي به ئې موږ ته ډېر زيانونه راورسوي . خو اوس پوښتنه داده، کله چي دا اډې په افغانستان کي نسته او پخوا هم نه وې، نو آيا چم ګاونډيو او دسيمي زور واکو هيوادونوزموږ په کورنيو چارو کي لاسوهني نه وې کړي او موږ ته ئې زيانونه نه وه رسولي ؟ زه نه غواړم په دغه لنډه ليکنه کي تاريخي پېښي په تفصيل بيان کړم، خو دومره لنډه يادونه کوم، چي ايران دميرويس نيکه له وخته بيا تر اوسه يو ګړی هم دافغانستان په خلاف دورانونکو کارونو نه لاس نه دی اخستی، کله ئې دبريتانيااو کله ئې دتزاري روسيې سره زموږ دهيوادپه خلاف سازشونه کول او آن زموږ دهيواد دخاوري يوه لويه برخه ئې هم ددغو دسيسو په پايله کي زموږ نه بېله کړېده او زموږ دنوري خاوري دلاندي کولو فکرونه ئې لا اوس هم دسر نه ندي ايستلي، چي آن په داوروستيو کي په انټرنټ پاڼو کي ئې ډېر شواهد خپاره سوي دي ( زما منظور دهرات په ولايت کي دايران شوم پلانونه دي ) .
دغه راز پاکستان هم دخپل جعلي پيدايښت نه تر نن ورځي دهيڅ ډول لاسوهنو او لمسونو نه ډډه نه ده کړې، چي ښه بېلګه ئې دمرحوم محمد ظاهرشاه او شهيد محمد داود خان په واکمنۍ کي درباني، مسعود، حکمتيار او نورو افراطي ډلو ټريننګ، تجهيزاو لمسول وه . هغه وخت خو نه پوځي اډې وې او نه هم کمونستي رژيم .
دغه راز تزاري روسيې، شوروي اتحاداو ننۍ روسيې هم دافغانستان په وړاندي دهيڅ ډول وراونونکو کارونو نه صرفه نه ده کړې . هرکله چي افغانستان هڅه کړېده دپرمختللو لوېديځو هيوادونو سره اړيکي ښې او نژدې کړي، نو روسانو دبېلابېلو لارو نه دهغو په وړاندي خنډونه جوړ کړي دي . زه باوري يم چي افغان روڼ آندي په دې هلکه بشپړ مالومات لري، ځکه نو دوخت دضياع دمخنيوي په خاطر دهغو دجزئياتونه ډډه کوم . هغه وخت خو په افغانستان کي بهرنۍ پوځي اډې نه وې، خو روسانو دمداخلو نه لاس نه اخست . بالاخره په ۱۹۷۹ ز کال ئې پر افغانستان پوځي يرغل وکړ . که چېري هغه وخت افغانستان دامريکا دمتحدو ايالتونو سره دسټراټېژيکوهمکاريو تړون لرلای او په افغانستان کي دهغه هيواد پوځي اډو شتون لرلای، آيا روسانو به پر افغانستان پوځي يرغل کړی وای ؟ هيڅکله نه . نو که دغو اډو هغه وخت شتون لرلای، افغانستان به هيڅکله هم دتېردېرش کلن ناورين سره نه وای مخامخ سوی .
اصلاً دغليمو ګاونډيانو لاسوهنو موږ دې ته اړ کړي يو، چي موږ په خپل هيواد کي دامريکا دمتحدو ايالتونو پوځي اډو جوړولو ته زړه ښه کړو . يعني دازموږ انتخاب نه بلکي زموږ مجبوريت دی . 
دبله پلوه په ۱۳۰ هيوادونو کي دامريکا نژدې ۸۰۰ او آن دځينو په ګمان ۱۰۰۰ پوځي اډې شتون لري، آيا دغو اډو دکوربه هيواد خپلواکۍ اويا دهغه ګاونډيانو ته کوم خطر متوجې کړی دی او يا ئې هغوی ته کومي ستونزي راولاړي کړي دي ؟ تراوسه په دې اړوند هيڅ راپور نه دی خپور سوی، نو په افغانستان کي بيا پوځي اډې ولي ايران، پاکستان، روسيې او يا کوم بل هيواد ته زيان ورسوي ؟ داپه داسي حال کي ده، چي همدا اوس هم دايران، روسيې او نورو هيوادونو په ګاونډيتوب کي دامريکا پوځي اډې شتون لري، خو دهغوی نه دوی ته کوم زيان نه دی رسېدلی، اما په افغانستان کي بيا پوځي اډې ددوی لپاره  خطر را مېنځ ته کوي او آن دوی زموږ په وړاندي په قهر کوي . هغه څوک چي ددغو پوځي اډو دجوړېدو سره مخالفت کوي آيا ددې تضمين ورکولای سي، چي دغه غليم ګاونډيان به دافغانستان په وړاندي ورانونکي اعمال نه تر سره کوي ؟ که داسي تضمين څوک نسي ورکولای، نو موږ خو بايد تېرو تجربو ته په کتو سره دخپل هيواد دثبات او پرمختګ لپاره يو څه وکړو . ځيني کسان داسي ګڼي، چي امريکا دي زموږ امنيتي ځواکونه ښه غښتلي را جوړ کړي، اقتصادي او علمي تخنيکي مرستي دي هم راسره وکړي، دګاونډيانو نه مو دي هم وژغوري او نړی وال ملاتړ دي هم رانه وکړي، خو موږ به په مقابل کي هيڅ هم نه ورسره کوؤ . خو دغه خبره ماته هيڅ منطقي نه ښکاري، چي ديو زبر ځواک نه دومره ډېر څه وغوښتل سي او په مقابل کي دي داسي څه هم نه کوي، چي نه يوازي زيان نه ورته رسوي، بلکي ګټه هم ترې اخستلای سي .
خبره اصلاً ددغو پوځي اډونه دوی ته دخطر نه ده، بلکي خبره دافغانستان او امريکادمتحدوايالتونو تر مېنځ دسټراټېژيکي ملګرتيا دتړون په اړوند ده . دغه غليم هيوادونه په دې ښه پوهېږي، چي دافغانستان او دامريکا دمتحدو ايالتو سټراټېژيکه ملګرتيا به په افغانستان کي ثبات او ټيکاو راولي، په هيواد کي به پر ډموکراسی ولاړه مدني ټولنه جوړه سي، آزاد بازار، دافغانستان تر مځکي لاندي طبعي زېرمو، دافغانانو طبعي استعداد او زيرکتيا او دافغانستان جيوسټراټيژيک موقعيت ته په کتو سره به افغانستان په نسبتاً لنډوخت کي دپرمختګ لوړيو پوړيو ته ورسېږي . په دې صورت کي به نو دوی دابد لپاره په افغانستان کي دلاس وهلودامکاناتو نه بې برخي سي . که افغانستان غښتلی اقتصاد، لوړه پوهه او قوي نظام لرلای، نو بيا ايران، روسيې، پاکستان او نورو غليمو هيوادونو په تېرو دېرشو کلنو کي ددې امکانات چېري موندلای سوای، چي په خلاص لاس دافغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه وکړي او افغانان يو دبل په وړاندي په بېلابېلو نومونو سره وجنګوی .
غليمو هيوادونو په تېره روسيې او ايران دتېري ديرش کلني غميزي نه مخکي هم په افغانستان کي په خلاص لاس مداخلې کولې . ددغو لاسوهنو نه بېلابېلو څېړنکو پرده پورته کړېده،چي په دغه  ليکنه کي ئې ګنجايش نه ليدل کېږي، خو ديوې کيسې په يادونه اکتفا کوم .
 زما يوه دوست راته کيسه کول، چي دمرحوم محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کي درحمن بابا په ليسه کي متعلم وم او د رخصتی او يا بل دفراغت په وخت کي به دخپلو ملګرو سره دتفريح لپاره په کوټه سنګي کي يو سماوار ته تللو . ددغه سماوار خاوند، چي زموږ يو هزاره ورور و، زموږ په خاطربه ئې، چي زياتره پښتانه وه، دخان قره باغي او نورو پښتنو سندرغاړو سندري راته اورولې .
خو دڅه وخت په تېرېدو سره، کله چي سماوار ته ورغلو، نو دسماوار خاوندهغه پخوانۍ دپښتنو سندغاړو سندرې په ټيپ کي نه ږغولې . کله چي مو هيله ترې وکړه، چي موږ ته پښتو سندري کښېږده، نو ده راته وويل، چي زه نوري پښتو سندري تاسو ته نه اوروم . نوموږ ورته وويل، چي داخو ستا په زيان ده، ځکه موږ به بل سماوارته ولاړ سو او ستا سماوار به نه چلېږي . نو هغه په ځواب کي راته وويل چي زه ئې باک نه لرم . کله مو چي علت وپوښتی نو هغه راته کيسه وکړه، چي پرون دايران سفير ( کېدای سي کوم بل دسفارت کارکونکۍ به وه  ) ما ته راغلی او راته ئې وويل، چي ته خو هزاره ئې نو په سماوار کي دي پښتو سندري ولي ږغوې؟ نو ما په ځواب کي ورته وويل، چي زما سماوارته ډېر پښتانه راځي نو په همدي خاطر پښتو سندري په ټيپ کي ږغوم . هغه بياپه ځواب کي راته وويل، چي دپښتو سندرو په خاطر څومره عايد چي ته لرې، نو زه دهغه پنځه ځله زياتي نغدي پيسې درکوم، نور نو ته پښتو سندري مه ږغوه .
دا په لنډه کي دبېلګي په توګه يوه کيسه ده، دې ته ورته او ددې نه هم د بد ترو لمسونو او لاسوهنو شمېر له شماره وتلی دی . دغه ډول کارونه هم روسيې، هم ايران او هم پاکستان کړي دي او اوس ئې هم کوي . دا هغه وخت دی چي پښتو ژبه په بشپړ ډول دشاهي درباراو رسمياتو نه شړل سوې وه، خو ايرانيان په دې هم قانع نه وه او غوښتل ئې دکابل دکوڅو او آن دکورونو نه هم پښتو ژبه وباسي . دهمدې پاليسی له مخي احمدشاه مسعود، رباني او دايران نورو تالي څټوهيله لرله، داسي وخت راسي، چي د چا دروازه وټکوې او څوک درته ونسي ويلای  ( څوک ېې؟ ) . خو زموږ واکمنان په دې خوښ وه چي موږ بې پرې ( بې طرفه ) يو .
زه اصلاً ددې خبري سره هيڅ توافق نه لرم او زما له نظره دا سمه نه ده، چي بې طرفي يو سټراټېژيک هدف دی . دتعريف له مخي بې طرفي اصلاً هدف نه دی، څه پاته چي بيا سټراټېژيک هدف وي . بې طرفي اصلاً هدف ته درسېدو وسيله ده او هدف دهيواد اقتصادي، ټولنيزه، علمي پرمختيااو دمدني ټولني رامېنځ ته کول دي، تر څو زموږ خلګ په خپل هيواد کي ا رام او هوسا ژوند ولري . خو بې طرفي ياطرف نيول دغو هدفونو ته  درسېدو لپاره يوه وسيله ده .
زه ددې خبری سره هم هيڅ موافق نه يم، چي ګواکي په بې طرفی کي به موږ ددواړو خواوؤ نه استفاده وکړو . دا زبرځواک هيوادونه خو دومره احمق نه دي او موږ لاهم دومره هوښيار نه يو، چي ددواړو خواوؤ نه دي استفاده وکړای سو . هغه څوک چي فکر کوي، چي ددواړو خواوؤ او يا ډېرو خواوؤ نه استفاده کوي، هغه ديوې خوا نه هم استفاده نسي کولای او په پايله کي ئې هر وخت زموږ غوندي دبهرني تېري او نورو مصيبتونو په وخت کي يوازي پاته کېږي او داسي ملګری نه لري، چي ملاتړ او دفاع ئې وکړی . په ننۍ نړی کي ان زبرځواک هيوادونه هم دنورو هيوادونو ملاتړ او مرستي ته اړتيا لري . که پاکستان دامريکا دمتحدو ايالتونو سره ملګرتيا نه لرلای، نو شوروي اتحاد به په افغانستان کي نه وای تم سوی، بلکي په تودو اوبو کي به ئې سرتېرو خپلي موزې مينځلي وای . که چېري شهيد داود خان ته دسفربری پر وخت دامريکا ګوت څنډنه نه وای، نو پر پاکستان دافغانستان يرغل حتمی وه . پاکستان هغه وخت دومره ځواکمن هيواد هم نه وه . دا ټولي هغي بېلګي دي، چي په دغسي جيو سټراټيژيک موقعيت کي پروت کمزوری هيواددزبر ځواک ملاتړ او ملګرتيا نه پرته نسي کولای په يوازي سر دځان نه دفاع وکړی .
ـ ځيني کسان پر دې خبره ډېر ټينګار کوي، چي امريکا افغانستان ته دافغانانو دګټو په خاطر نه ده راغلې، بلکي خپل سټراټېژيک اهداف لري او غواړي دغه اهدافو ته دپوځي اډو دجوړولو له لاري ورسېږي . تقريباً ټول دغه اهداف په منځنۍ اسيا کی دانرژی دمنابعو زېرمي ښيي . که چېري دا خبره سمه هم وي، نو آيا دا زموږ دنده، چي دې هدف ته درسېدو په وړاندي موږ دامريکا خنډ سو؟ په دې کار کي به زموږ ګته څه وي ؟  برعکس که په افغانستان کي دامريکا پوځي اډې وي او امريکا دې هدف ته ورسېږي، دهغه ګټه به موږ ته هم ورسېږي .
دبله پلوه غواړم يادونه وکړم، چي تر اوسه دهيڅ يوه امريکايي رسمي مقام او دناټو دکوم لوړپړي چارواکي نه مي ندي اورېدلي،
چي ويلي ئې وي، چي موږ افغانستان ته يوازي دافغانستان دخلګوسره دمرستي لپاره راغلي يو . نه هم کوم افغان داخبره کړې ده، چي بهرني ځواکونه افغانستان ته يوازي دافغانستان سره دمرستي لپاره راغلي دي .
زه په دې باور يم، چي هيڅکله هيڅ هيواد بل هيواد ته يوازي دهغه هيواد دخلګو سره دمرستي او خواخوږی په خاطر نه ورځي او نه هم دپرديو دګټو لپاره خپل خلګ وژنی او په مليارډونو ډالره لګوي . موږ هم بايد دغه ډول غير عملي توقع دچانه ونه لرو.
زما په آند تر ټولو ښه خبره داده، چي يو دبل په اهدافو پوه سو او دمتقابلو ګټواو همکاريو پر بنسټ يو دبل ګټي خوندي  وساتو، خو په دې شرط چي دنورو ګټي زموږ ملي ګټو ته زيان ونه رسوي ، دهيوادونو تر مېنځ دمتقابلو ګټو او اړيکو بنسټ هم همدا وي . 
  کله چي زموږ چم ګاونډيان ( ايران او پاکستان ) دهمدې امريکا سره دسنټو او سياټو په پوځي تړونونو کي شامل وه، آيا هغوی زموږ نه په دې هکله پوښتنه وکړه او يا په هغه وخت کی دافغانستان حکومت ددې کار سره مخالفت وکړ؟ طبعاً چي نه . داځکه چي هر هيواد حق لري، چي دهر چا سره غواړي په پوځي تړونونو کي شامل سي او يا کوم بل هيواد ته په خپله خاوره کي پوځي اډې ورکړي . نه ګاونډيان پر هغه داعتراض کولو حق لري او نه هم بل زبرځواک ددې حق لري، چي ووايي پلاني زبرځواک ته دي په خپله خاوره کي پوځی اډې ورکړې، نو ماته ئې هم راکړې .
له کوم وخت نه چي دامريکا دمتحدو ايالتونو سره دافغانستان دسټراټېژيکو همکاريو تړون دلاسليک کولو او په افغانستان کي دامريکا دپوځی اډو دجوړولو خبري راپورته سوي دي، په افغانستان کي ناامنيو هم په بېساري ډول زور اخستی دی . زموږ غليم ګاونډيان غواړي زموږ خلګ وډاروي، چي که په افغانستان کي دامريکا پوځی اډې جوړېږي، نو ددې کار سره به په افغانستان کي امنيت هم ګډوډ کېږي . دوی غواړي په دې ډول ديوه پلوه دافغانستان خلګ دې ته وهڅوي، چي دنوموړوپوځي اډو دجوړولو په وړاندي مخالفت او اعتراضونه وکړي او په دې ډول دامريکا سره زموږ دسټراټيژيکو همکاريو مخه پخپله دافغانانو په واسطه ونيسي . له بله پلوه دافغانستان پر حکومت فشار راوړي، چي دپوځي اډو دجوړولو سره مخالفت وکړي . خو زما له نظره دغه ناامني او فشارونه تر ډېره وخته دوام نسي کولای . د وروستيو تروريستي پېښو له امله دطالبانو په وړاندي دخلګو کرکه او نفرت ډېر زيات سوی دی او دغه نفرت دوی له ولسي ملاتړ نه بې برخي کوي او په پايله کي ئې دا ددوی په ګټه نه بلکي په زيان ئې تمامېږي .
اوس پوښتنه داده، چي تر کله به موږ دغليم ګاونډيانو دګواښونو له امله له خپلو ګټو تېرېږو ؟ يعني موږ به خپل تصميمونه دخپلو ملي ګټو په نظر کي نيولو سره نه نيسو، بلکي دې ته به ګورو چي زموږ غليم ګاونډيان هغه مني او که نه ؟
ټول هغه کسان چي په افغانستان کي دپوځي اډو دجوړولو سره مخالفت لري، دامني چي زموږ غليم ګاونډيان موږ ته ښه نيت نه لري او زموږ دبربادی او تجزيې په فکر کي دي . دا چم ګاونډيان دغه مخالفت ددې خاطره نه کوي، چي زموږ ښېګڼه غواړي، بلکي داکار ددې خاطره کوي، چي موږ دتل لپاره کمزوري او ددوی تر لاس لاندي واوسو . دوی وېره لري، چي دامريکا دمتحدو ايالتونو سره دسټراټېژيکو همکاريو تړون به افغانستان ته ټيکاو، اقتصادي او علمي-تخنيکي وده راولي . په دې صورت کي نو بيا افغانان دابد لپاره ددوی له واک او اغېز نه وزي . ځکه نو دوی په وارخطايي او سراسيمه ګي سره خپل مزدوران دې ته هڅوي چي ترهګريزو اعمالو ته زور ورکړي او دناامنيو کچه تر بل هر وخت نه لوړه کړي .
ځيني کسان دامريکا دمتحدو ايالتونو او ناټو دځواکونو او په افغانستان کي دامريکادپوځي اډو دجوړولو په عوض کي وړانديز کوي، چي دملګرو ملتونو ترمشری لاندي دي نړيوال ځواکونه افغانستان ته راولېږل سي، تر څو دامنيت په تامين کي  مرسته وکړي . خو نوربيا وايي، چي داسلامي هيوادونو ځواکونه دي افغانستان ته دسولي دټينګښت په موخه ولېږل سي . زما له نظره دا دواړه وړانديزونه سم نه دي په دې خاطر چي :
دځينو محاسبو له مخي په افغانستان کي دهر سرتېري کلنی لګښت يو مليون ډالره دی . نو که افغانستان ته دملګرو ملتونو او يا اسلامي هيوادونو سل زره يا پنځوس زره او يا آن دېرش زره سرتېري  رالېږل کېږي، نو ددوی لګښت به څوک ورکوي . تر کومه ځايه چي زه خبر يم ملګري ملتونه ددغه کار لپاره بودجه نه لري او اسلامي هيوادونه هم تياری نه دی ښودلی چي دغه لګښتونه ورکړي،نو دا پيسې به له کومه کېږي ؟ ځيني کسان بيا داسي حيرانونکی وړانديز کوي، چي داپيسې دي امريکا ورکړي، ځکه چي اوس ئې هم ورکوي . زه نه پوهېږم هغه خلګ چي داوړانديز کوي څومره ئې په منطق باور لري، خو زما له نظره دا خبره هيڅ عملي جنبه نسي لرلای او يوازی خوب ته ورته کار دی .
دبله پلوه دا چا ته مالومه ده، چي دافغانستان دحکومت وسله وال مخالفين به دملګرو ملتونو دسرتېرو په راتلوسره دجګړې نه لاس واخلي . هغوی ته خو هر بهرنۍ کافر دی او مرګ ئې روا دی . آيا دملګرو ملتونو ځواکونه به دې جګړې ته ځان ټينګ کړای سي . ځکه ملګري ملتونه خو هر کله يوازي سوله ساتي ځواکونه لېږی او هغوی هيڅکله ځانونه په جګړه کي نه ښکېلوي او يوازي غواړي په بوفر زون کي واوسي . خو په افغانستان کي جګړه روانه ده .
دسټراټېژيکو همکاريودتړون په لاسليک کېدو سره به له يوه پلوه دافغانستان او دامريکا دمتحدو ايالتونو تر مېنځ اړيکي په دقيق ډول تسجيل سي، چي دهغې له مخي به ددواړو خواوؤ حقوق، صلاحيتونه او مکلفيتونه ټاکل سوي وي . دلته ديوې بلي خبري يادول هم اړين ګڼم او هغه دا چي له کومه وخت نه چي دافغانستان او امريکاتر مېنځ دسټراټېژيکو همکاريو تړون لاسليک کېږي او دهغه په چوکاټ کي په افغانستان کي دامريکا پوځي اډې جوړېږي، امريکائې پوځيان نور په پوځي عملياتو او دکورونو په تلاښي کولو کي برخه نه اخلي او دابه يوازي دافغانستان دحکومت حق او صلاحيت وي، چي داړتيا په وخت کي دغه ډول عمليات او يا دکورونو تلاښي دافغاني دودونو په نظر کي نيولو سره تر سره کړي .
دسټراټېژيکوهمکاريو دتړون له مخي به دامريکامتحد ايالتونه ژمن کېږي، چي دبهرني تېري په صورت کي دافغانستان دملي واکمنۍ او دمځکنۍ بشپړتيا نه ملاتړ وکړي . دابه زموږ چم ګاونډيان او دسيمي سراښ هيوادونه په افغانستان کي دلاسوهنو او تېري نه راوګرځوي، چي دا دافغانستان دسياسي-پوځي ټيکاو او ودي لپاره ډېر ښه ګرنټي ګرځېدلای سي .          ځيني کسان داخبره هم کوي، چي په دې هکله پرېکړه دافغانستان دخلګو حق او صلاحيت دی، چي هيڅ څوک په دې خبره کي مخالفت نه لري . خوخبره داده، چي دوی په دې هکله پرېکړه دملي شورا ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) او لويي جرګې صلاحيت نه بولي .
په دې اړوند بايد يادونه وکړم، چي په نړی کي ددغه ډول تړونونو د تائيد يا رد په هکله دتصميم نيولو بېلابېل ميکانيزمونه موجود دي، خو تر ټولو مروج ئې دادي، چي داړوند هيواد دپارلمان لخوا ددغه ډول تړون تر تائيد وروسته تصويب سوی ګڼل کېږي . يعني دولس په استازيتوب دوکيلانو لخوا ئې په هکله پرېکړه کېږي . که چېري په افغانستان کي پر ملي شورا سربېره لويه جرګه هم راغوښتل کېږي او په دې هکله پرېکړه کېږي، نوداخو بيا دخلګو استازيتوب لا نور هم غښتلی او مشروعيت او حقوقي اړخ ئې نور هم پياوړی کېږي . خو ځيني کسان بيا ملي شورا او دغه لويه جرګه نه مني او هغه دافغانستان دخلګو استازي نه بولي  .
دلته خبره په ټوليز ډول دنظام مطرح کېږي . که چېري څوک په افغانستان کي اوسنی نظام او اساسي قانون ئې مني، نو ددغه نظام په اساسي قانون کي خو دتړونو دتائيد يا رد لپاره دغه ډول ميکانيزمونونه په نظر کي نيول سوي دي . که چېري څوک دافغانستان اساسي قانون او نظام نه مني نو په دې صورت کي بايد دسټراټېژيکو همکاريو پر تړون او دهغه په چوکاټ کي دپوځي اډو دجوړولو په هکله نه، بلکي په ټوليز ډول پر نظام بحث وسي، چي هغه بېخي بېله موضوع ده . خو که چېری څوک نظام او اساسي قانون ئې مني، بيانو په هغه صورت کي بايددهر ډول تړون دتائيد يا رد لپاره موجود ميکانيزم هم ومني او يا کېدای سي په راتلونکي کي دهغه دبشپړولولپاره وړانديزونه او هلي ځلي وکړي .
ځيني کسان بيا داسي انګېري چي دپوځي اډو دجوړولو مسئله دافغانانو تر مېنځ ناندريو ته لمن وهی او طالبان به دافغانستان له دولت سره هر ډول خبري اتری ودروي .
تر هر څه لومړی بايدووايم چي دايوازنۍ موضوع نه ده، چي دافغاني روڼ آندو تر مېنځ ئې په هکله دنظر اختلاف موجود دی، بلکي اصلاً ډېري لږ موضوع ګاني سته ( آن هيڅ نسته )، چي دهغو په هکله دي دافغاني روڼ آندو ( په تېره د هغو چي دافغانستان نه بهر په لوېديځو هيوادونو کي ژوند کوي ) تر مېنځ دنظر يو والی شتون ولري . ځکه نو دا دنظر اختلاف هم دومره ډېره داندېښني وړ نه دی او په اوسني حالت کي يو نورمال کار دی . د طالبانو سره دخبرو اترو په هکله بايد ووايم، چي کله چي ددغو اډو دجوړېدو وخت راځي نو تر هغه وخته به دافغانستان دامنيتي چارو بشپړ واک افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل سوی وي . يعني ددغو اډو د جوړېدلو مسئله اصلاً د۲۰۱۴ کال نه وروسته په نظر کي ده نه دهغه نه مخکي . يعني په هغه وخت کي به امنيتي ستونزي په بشپړ ډول حل سوي وي، ځکه نو دطالبانو دتورخوړلو مسئله نسي مطرح کېدای . له کوم وخت نه چي دغه پوځي اډې جوړېږي، له همهغه وخت نه به امريکايي ځواکونه په افغانستان کي په هيڅ ډول پوځي عملياتو کي ګډون نه کوي . د امنيتي چارو سمبالول به په بشپړه توګه دافغانستان دامنيتي ارګانونو پر غاړه وي . ځکه نو هيڅ څوک په دې اُميد نه دی، چي امريکايي پوځي اډې به دطالبانو په ماتولو کي مرسته وکړي . خو دغه اډې په افغانستان کي د سياسي – پوځي ( امنيتي ) ټيکاو په راوستلو او ساتلو کي ډېر ستر اغېز لرلای سي . ځکه چي ددغو اډو په شتون کي به هيڅ يو افغان او يا هم بهرنی ځواک دافغانستان دڅپڅپاندی او بې ثباته کولو لپاره زړه ښه نه کړي .
موږ بايد ددغه حالت نه ووزو، چي هر ګاونډۍ او دسيمي زور واک مو په کورنيو چارو کي لاسوهني او ورانۍ وکړي . موږ يوازي په ګيلو ماڼو او شکايتونو نسوکولای ددغو تېريو مخه ونيسو . موږ يوازي هغه وخت کولای سو ددغو تېريو مخه ونيسو، چي په اقتصادي، علمي ـ تنخنيکي او پوځي ـ امنيتي لحاظ پر خپلو پښو ودرېږو . موږ دغه هدف ته ديوه بهرني زبرځواک دمرستي او ملګرتيا پرته نسو رسېدلای . زموږ لپاره داسي يوزبرځواک، چي د جغرافيائي لحاظه زموږ نه دېر ليري وي، ډېر ايډيال وريانټ دی .
نبايد افغانان په دې وډارول سي، چي دامريکا امپراطوري سقوط کوي، ځکه نو اړينه ده چي همدا اوس مخ ترې نه واړول سي. امريکا يوه آزاده ټولنه ده او هلته هر څوک دنظر دڅرګندولو حق لري . په دغه ډول آزادو ټولنو کي داکسټريم ( افراطي ) نظرياتو څرګندول هم آزاد دي، آن که هغه دکوم پروفيسور لخوا هم وي . موږ او تاسو ټوله په لوېديځو هيوادونو کي ددغه ډول نظرياتو دڅرګندوني شاهد يو. خو دهغو نه دداسي يو انکار نه منونکي سند په توګه استفاده کول سم نه دي، چي امريکا هرو مرو تر ۲۰۲۵ کاله پوري سقوط کوي او نه هم دا په امريکا کي مطلق منل سوی نظر دی . که احياناً همداسي هم وي، نو موږ خو تر هغه وخته کولای سو دعلم دنعمت نه په ګټه اخستنه سره پر خپلو پښو ودرېږو .  زموږ لويه ستونزه خو همدا اوس  څلور ـ پنځه کاله ده . زه باوري يم چي راتلونکي ۱۰ ـ ۲۰ کاله موږ ددغي ستونزي نه وزو او دګاونډيانو دشر اوشرارت مخه به خپله هم و نيولای سو .
دغه اندېښنې، چي ټوپکماران به نور هم چاغ سي او ولايتونه به فدراليزم ته وهڅول سي،قومي توپيرونو ته به لمن ووهل سي او داسي نوري اندېښنې، ځکه زما له نظره جدي نه دي، چي دغه پوځي اډې اصلاً دافغانستان په کورنيو چارو کي هيڅ اغېز نسي ښندلای او دهغه تړون له مخي چي په دې هکله به لاسليک کېږي، دغو او دغو ته ورته نورو اندېښنو ته بشپړځواب ويل سوی وي او ددغه ډول کارونو دمخنيوي په موخه به اړين ضمانتونه تر لاسه سوي وي . زما ددغي ادعا ثبوت په نورو هيوادونو کي دامريکا دپوځي اډو شتون دی، چي هلته ئې هيڅ دغه ډول ستونزي نه دي را مېنځ ته کړي . 
دا چي ګاونډي هيوادونه به لاسوهنو ته زور ورکړي، ټروريزم ته لمن ووهي، دسيمي زور ورځواکونه لکه روسيه او چين به ناراضه سي او دخپلو افغاني خواخوږيو له لاري به لمسوني پيل کړي، هم دومره زيات داندېښنې وړ نه ښکاري . ځکه چي هغوی له يوه پلوه دومره لوی نه دي، چي ودي کړای سي موږ ته جدي خطر را مېنځه ته کړي او له بلي خوابه موږ دبحرانونو دحل او خطرونو دله مېنځه وړلو لاري چاري په ښه ډول زده کړو. خو دجدي خطرد راپېښېدو په صورت کي همدا پوځي اډې زموږ دهيواد دامنيت، ثبات او ځمکنۍ دبشپړتيا تظمينونکي دي او دغه تضمين به په تړون کي يو داساسي ټکو نه وي .
زما له نظره دامريکا دمتحدو ايالتونو سره دافغانستان د سټراټېژيکي ملګرتيا په اړوند دتړون لاسليک کول او پر بنسټ ئې په افغانستان کي دپوځي اډو جوړېدل نه يوازي دافغانستان خپلواکۍ ته زيان نه رسوي، بلکي دافغانستان خپلواکي، دمځکي بشپړتيا، داقتصادي او علمي ـ تخنيکي ودي او پرمخ تللي افغانستان دجوړېدو لپاره يو تضمين هم دی .
دسمسور او غښتلي افغانستان په هيله
پای