کور / تازه خبرونه / هلمند: درې ځانمرګي ونيول سول، پي، آر، ټي خوشي کړل

هلمند: درې ځانمرګي ونيول سول، پي، آر، ټي خوشي کړل

د هلمند ولايتي چارواکي وايي په دغه ښار کي يې درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي له وسلو، صدريو او زغرو سره يوځاى نيولي دي، چي په هلمند ولايت کي يې د ځانونو د چاودني هوډ درلودئ.
چارواکي وايي دغه نيول سوي کسان يې وروسته له هغه خوشي کړل، چي په هلمند کي مېشتو برتانويانو يې د خوشي کېدو غوښتنه ځني وکړه.
د هلمند امنيه قومندان عبدالحکيم انګار آزادۍ راډيو ته وويل چي د ولايتي بيا رغوني ټيم يا پي، آر، ټي ځني وغوښتل چي دغه کسان خوشي کړي او ويې ويل چي نيول سوي کسان د دوى خپل نفر ول او په ښار کي يې تمرين کاوه.