افغانستان دخپل حساس ستراتيژيک موقعت په درلودلوسره تل دنړيوالواوګاونډيوهېوادونوترنظرلاندې وو .ګاونډيانودخپلوموخودترلاسه کولولپاره تل هڅه کړې چې دلته دپښوځاي ومومي اوپه يوډول خپل حضورثابت کړي .
کله چې انګرېزانوپه هندکې پښې ټينګې کړې نودوهم هدف يې افغانستاوټاکه اوپه بېلابېلوپلمويې په دې هېوادکې لاس وهنې پيل کړې ،چې پايله يې په افغانستان دوه ځله بريدونه وو. له انګرېزانوورسته روس دهندګرموابوته درسېدولپاره له افغانستان تېرېدل غوښتل ……
خوکه دافغانستان تاريخ په ځيروکتل شي ،داسې کوم ټکى به پکې ونه مومو؛چې افغانانودې چېرې دچاحکم ته سرخم کړي وي .دوي دخپل اصيل خوي اوطبعت له مخې آزادخپلواک اوسرشاره انسانان پيداشوي .نه په چاتېرى خوندورکوي اونه هم دچاتېرى منلي شي .دوي دخپل دې خوي له مخې له بده مرغه ډېرځله دنوردکرغېړنوهيلوښکارشوي ،دخپل صداقت له مخې دنورولپا ره قربان شوي اوخپله نيکي ورته اورګرځېدلى . که څه هم ګاونډيانوپه سخته کې زموږ لاسنيوي کړي زموږپه کورچې اوربل وودي ته مولاس ورغزولى، خوهغه دچاخبره (پېشودخداي لپاره موږک نه نيسي ) هغوي زموږلاسنيوي کړي، موږته يې پياکړې، خوداهم له چاپټه نده چې دوي زموږپه تنګ لاسۍ کې بياهم خپلې موخې کتلې خو ددوي دماڼيوپه ځلاکې زموږ دخوارواوزيارکښوهېوادوالودخولوڅرک له ورايه ښکاري .
دپاکستان ددوه مخې سياست له هېچاهم پټ نه دي هغوي دتاريخ په ا وږدوکې افغانستان ته ديوه ګاونډي په سترګه نه بلکى ديوه دوښمن هېوادپه سترګه کتلي اوتل يې په دې هېوادکې اورته لمن وهلې .خودايران په وړاندې چې زموږيوبل ګاونډى ياديږي اوزموږځېنى کلتوري رېښې هم ورسره تړلې تردې دمه هغومره منفي نظرشتون نه درلود.دليل يې هم کېداي شي داووچې ايران په خپله خاوره، کې ګڼوافغانوته داوسېدواوکاراجازه ورکړې وه .اوظاهرًا يې دافغانستان له مسايلوسره هغومره علاقه نه ښوده .دطالبانودواکمى په ورستيوکې دايراني دېپلوماتانو؟؟ دوژلوورسته دافغانستان اوايران اړيکې ،ترينګلې شوې آن تردې چې دواړوهېوادونوخپل سرتېري خپلوپولوته راټول کړل اودځېنووړنښتوخبرهم ورکړل شو. البته دطالبانودواکمنۍ په مهال دايراني چارواکوله شمالي ټلوالې سره مرستې ،اړيکې اوخواخوږۍ دچانه پټې نه دي .افغانستان ته دامريکاله راتګ سره سم ايران په سيمه کې دخپلوګټو د خوندي کولوپه لټه کې شواوافغانستان ته يې خپله پاملرنه راواړوله .هغوته نونوردامهمه نه وه چې افغانستان يې يومسلمان ګاونډى دى اوله دې هېوادسره ګډې رېښې لري .ايراني چارواکوپه ډېره بې شرمۍ په افغانستان کې، دسني اوشعيه ،پښتون ،تاجک اوهزاره په نامه دخلکوپه پارولواولمسولوپيل وکړاوپه دې هېوادکې يې دبې اتفاقۍ اورته پوکى واهه .ايران چې له يوې خواپه سيمه کې دامريکاشتون دځان لپاره خطرباله له بل لوري يې دانشومنلاي چې افغانستان غوندې يوهېواددې ددوې له احتياجه خلاص شي اوپه خپلوپښودې ودريږي .هغوي دفرهنګي مرستوپه پلمه خپل په زرګونوټوکه هغه کتابونه چې اسلامى مسايل يې پکې په خپله ګټه تفسيرکړې اوداډول په سلګونودفارسي ژبې اصتلاحات چې په دې په افغانستان کې دشخړوسبب شول دې هېوادته راوړل، آن تردې چې په خلکويې وړياووېشل .دکرزي رياست هم هغومره ځواکمن نه ووچې ددې ډول لاسوهنومخه يې نيولې واي ځکه ايران خپل څارګر،آن ترارګه رسولي وواوددې سوال نه پيداکېد ه چې څوک يې دې مخه ونيسې ځکه خپله ولسمشرته هم نغدې پيسې په ځانګړوبيکونواوډاليوکې راتلې .
ايرانې څارګرهېڅکله هم آرام نه کناستل په دې هېوادکې يې دهربدلون اوانکشاف په باب پوره ځان خبراوه د پارلماني ټاکنوپه بهيرکې له ايرانه دځېنوکاندېدانولپاره ځانګړې ډالۍ راتلې اوپوسترونه يې په خورالوړکيفيت ورته چاپول اودافغانستاپه ترټولولوکسوهټولونوکې يې دسخاوت ډوډۍ ويشل کېدې .ټاکنې دنړيوالولپاره په زړه پورې لوبه وه ځېنوزورواکوخوآن په خپلوکورونوکې انتخاباتي مرکزونه پرانستل اوخلکوته يې درايې په بدل کې دپيسوورکولوژمنې ورکړې دټاکنوپايلې بيادبهرنيانودخوښې لپاره په مياشتووځنډېدې ،تردې چې معنوي دخپلې ډلې له برياډاډه شوپايلې يې اعلان کړې ، خوکله چې دپارلمان دافتاح غونډه وځنډېده دې کارايراني چارواکوته چندان خوندورنکړپه ډېرساده ډول يې افغانستان ته دتېلوراوړونکي لارۍ ودرولې ، ظاهرًيې دليل داووچې ګوندې دالارۍ دامريکايې فوځ اکمالات کوي ،په دې کارسره يې دافغان خواراولس په ټپونوبيامالګه ودړوله اودسياستوالودلوبوپورعاموخلکوپرې کاوه . افغانانودايران ددې کړنې په وړاندې غبرګونونه وښودل اودهېوادپه بېلابېلوسيموکې يې لايونون و شول ، تردې چې افغان حکومت خپل استازى جنرافهيم دخبرولپاره ايران ته ورواستاوه فهيم بېرته په ډيره خوښۍ افغانستان ته راستون شواودستونزې دحل زيرى يې ورکړې خوڅوساعته به دهغه له راتګه نه وتېرشوي چې ايران خپل پخوانې ديځ بياڅرګندکړ او ددې پرځاي چې دافغان عام ولس غږواوري په ايران کې يې دکارګروافغانانوپه ځورولولاس پورې کړ. له بل لوري افغان واکمن داهرڅه په سړه سينه کتل اوپرته لدې چې په وړاندې يې کودېپلوماتيک غبرګون وښايې دايران په دې جرم يې پرده اچوله اودخپلې دوستى ژمنه يې تازه کوله .دابه نو څه ډول دوستي وي چې ايراني چارواکې دې له کابله نړيوالوته ته ګواښونونه کوي اوافغانانوته دې سپارښتنې کوي چې څه بايد وکړې اوڅه بايدونه کړې ،دابه دکومې دېپلوماسۍ له مخې وي چې ايران دې په زرګونوافغانانودوژنې حکم کوي اوافغان حکومت ددخپل تبع دپوښتنې حق هم نلري ؟
زه نه غواړم دهېوادونوپه سياست خبرې وکړم خولږترلږه ديوه افغان په حيث دانشم منلاي چې دافغانستان په برخليک دې لوبې وشي او ايراني فوليس دې دافغان مزدورپه وژلودمصرف شوې مرمۍ پيسې دهغه له وروره واخلي .ايران که نن ځان په نړۍ کې داسلام علمبرداربولي اوهغه دچاخبره دامريکاسره ډغرې وهې دايې ولې هېرکړې چې په اسلام کې ديوه غريب بې ګناه کارګردوژلوګناه څه ده ؟
ايران داولې هېرکړي چې دبې ګناه انسانانوله لاشونوسره لوبې کول اودحيواناتوپه څېردهغوي کشول په اسلام کې نشته !! هغوي دکوم اسلام اومنطق له مخې کارګرافغانان وژني، دوژنې له صحنويې فلم اخلي اوبيايې رسنيوته ورکوي.؟
ايران داولې هېرکړي چې دافغان اولس له احساساتوسره لوبې کول داورسره لوبې دي .ايران دشهاب الدين غوري کارنامې ولې هېرې کړې ؟ ايران دميرويس خان کارنامې ولې له ياده ايستلې دې ؟ ايران داولې هېرکړې چې ددې ملت پولادې عزم بياغرونه هم ماتولاي نشي !!؟