کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / محقق له واقعیتونو تښتي

محقق له واقعیتونو تښتي

محقق له واقعیتونو تښتی :


هر افغان ته دا معلومه ده چی له تــــیریو ۳ لسیزو افغانان په اور کی کبا بیږی او کله په یوه پلمه او کله بیا په بله بها نه په شــــــها دت رسیږی . که څه هم ددغـو ناخوالو زیا ته پـړه په بهرنیانو اچو ل کیږی ولی دا یو حقیقت دی چی ددی ټو لو ناخوالو او بدبخـــــــــــتیو اصلی مجرمین یو شمیر په نامه افغانان دی.
که چـــــــیرته د جهـــا د او مقا ومت دور ته وګورو همدغه فرصت طـــلبه په نامه افغانان د رهبرانو په څــیرو کی ددی مظـــلوم ملت په وینو تا جران شول او د مظلومو پا کو شهـیدانو وینی یی د اروپآ و امریکا په بازارونو کی خرڅی کړی او بنګلی یی پری جوړی کړی . د کونډو رونډو ، یتیمانو او بیوزلو په حقه حقوقو یی سترګی پټـی کړی او د ابد الا بد لپاره یی ځا نونه ماړه او خیټی ډګی شوی. د کا بل مظـــلوم ښاریان یی شهیدان کړی او د خپلو پلیتو اهدافو لپاره یی څه د پا سه ۶۰ زره کا بلیان په شها دت ورسول . همدغو د پردیو اجــیران د مذهب ، ژبی ا و سیمی په نا مه د مظلومو ښارانو په سرونو میخونه ټک وهل او په مړو یو یی نڅا وی کولی .
ددغو مجرمینو په ډله که د هزاره ګانو بدنامو څـیرو لکه ، مزاری – کریم خلیلی – محقق د جنا یت ، وحشت او ببریت لوړو مقا مو نو ته ورســـیدل او د افـــغانانو په وینو یی خـــــپلی سترګی سری کړی . ولی بدبخــتانه چی نن د یموکرایسی په نامه او د ملی روغی جوړی په نا کاره هدف همدغه د مجرمــــینو ډله د حا مد کرزی د حکوت په شا وخوا را ټول شوی او اوس هم د افغانستا ن په راتلونکی حا کما ن دی.
تیره اونی کله چی د هلمند له ولایت څــخه هــغی اغلی وکیلی د پا رلما ن په ما ڼـــــــی کی چی غوښتل یی حــقا یق بربــنډ کړی او د جنا یتــکارانو څــــیری خلکوته یوځل بیا و ښیی نو همدغو جنا یتکارانو په سر کی محقق او د هغه ډله ټپله را پا څیده او احتجا ج یی وکړ.
نو اوس زه یوه پوښتنه لرم : ایا ولی محــقق له حقا یقو سترګی پتوی ؟ ولی محقق او د هغه جنا یت کاره ډله د هاګ محکمی ته نه معرفی کیږی؟ ولی محـقق په سرو سترګــــــو ژوندی ګر ځی ؟ ولی محقق د هغه واقعیتو نو نه سترګی پټوی چی ټوله نړی یی پر واقعـیت ګواهی ورکوی ؟ ولی دغه جنا یتکاران – ټوپکسا لاران – مجرمین او د افـــــغان او افغانســـــــتان دښمنانو ته دامــوقع ورکول کـــــیږی چی په حکومــــتی لوړو څوکــــیو ولکه ټینګه کړی ؟ ولی د افغانستان مظلوم او با شها مته ملت د دغو بدمعا شا نو – لوټـــمارانو – غــــولو او په جنګی جنا یت تورنو خلکو په وړاندی پا څون نه کوی؟؟
ای د افغانستا ن مظلوم ملت : را پا څـــی دغه جنا یتـــــــــکارانو ته یو ځل بیا تاریخی درس ورکړی او مه پریږدی چی دغه وحشیا ن زمونږ په راتلونکی فیصله وکړی . مونږ هیـڅکله هم ملی تفا هم د جنا یتکارانو په شمول نه غواړو. ټول ملتونه په افغانستان کی مساوی حقوق لری او مـــونږ محتر م حا مد کرزی ته دغه پیـــغام لروی چی هیڅـــکله ســوله د مجرمینو او جنا یتکارانو په کډون مینځته نشی راتللی . ټول مجرمین د ملل متحد د جنګی جنا یتــــونو محکمی ته ورمعرفی کړه چی ته او ټول د افغانستا ن مظلوم ملت ددوی له شره خــلاص او وا قعی سوله او عدالت حا کم شی . وسلام