د ټکنالوژی پر ډګر تازه خپاره سوي راپورونه لیکي چي امریکايي څېړونکو د کمپیوټر یو عصري ماډل جوړ کړئ دئ، چي یو ملي متر مکعب غټوالی لري .
ذکر سوئ کمپیوټر د تراوسه استعمالېدونکو کمپيوټرونو په څېر د سیسټم ټوله مهمي برخي لري، دبېلګي په توګه د موادو ثبت کول، لېږل او راغونډ کول .
دا یو حقیقت دئ، چي تر اوسه پوري د ذکر سوي کمپیوټر په څېر کوم بل یو جوړ سوئ نه و .
څېړونکي د عصري وړوکي کمپیوټر په اړه وايي : “زموږ د هلو ځلو نتیجه بېشکه بې سارې او بې جوړې ده . بل دا چي دغه اله یوه ډېره سپمونکې اله ده او ډېر مصرف نه لري .”
ذکر سوئ کمپيوټر به د ګوتو په شمېر کلونو څخه وروسته بازار ته راووزي . څېړونکي په دې عقیده دي، چي هغه مهال به ددې کمپیوټر څخه د استفادې زیاتي نوري لاري هم کشف سوي وي . نوموړي زیاتوي چي د کمپیوټر د وړوکوالي له امله ددې امکان سته چي په یوه ځل تر زرګونو زیات تولید کړي .
همداډول د نورو تخنیکي راپورونو له مخي به ددې کمپیوټر له برکته د انسان بدن او د ورځني ژوند شاوخوا په ډېــــــــــــــر عصري ډول سره تر څارني لاندي وي او تعجبه تغیرات به رامنځته سي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه