د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې په كال 2010 كې د ملكي افغانانو د وژنو سلواله د تېر كال په پرتله اوچته شوى او داسې اټكلونه كېدل چې 2011 به لا ډېر خونړى وي. په افغانستان كې ميشت بهرني پوځيان، د افغانستان د دولت وسله وال ځواكونه، د دولت وسله وال مخالفين (حزب اسلامي، طالبان، د حقاني ډله، بهرني جنګيالي او القاعده)، پخواني جنګي قوماندانان، غيرمسووله وسله والې ډلې، ځانګړى اشخاص او اربكي (دولتي مليشه) د افغانستان د ملكي خلكو (سپين ږيري او ځوانان نارينه او ښځې او ماشومان) په وژنه كې لاس لري.
په افغانستان كې ميشت بهرني پوځونه (امريكا، ناتو او ايساف) د دې هېواد د خلكو له تاريخ، ديني عقايدو او منلو دودونو څخه بي خبره دي. دوى نه پوهيږي چې له افغانانو سره بايد څنګه چلند وشي؟ افغانان په څه خپه كېږي او په څه خوشاله كېږي؟ له همدې امله ده چې امريكايان د شپى له خوا د خلكو په كورونو او جوماتونو چاپى اچوي، لومړى خلك وژني او بيا ګرم او ناګرم لټوي. هر افغان له لنګۍ سره ورته طالب ښكاري، هر جومات او مدرسه ورته د ترهګرو د روزنى مركزونه ښكاري، هر ږيرور ورته دښمن دى، لنډه دا چې د دې وطن هر كاڼي او بوټي ته د مخالف په سترګه ګوري او ډزى ورته روا ښكاري.
د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د سرتېرو روزنه ډېره لنډه ده. اورېدل كېږي چې د سرتېرو د روزلو موده 6 – 8 اونۍ دي! پخوا به د دې وطن هر سرتېرى دوه كاله يا څلورويشت مياشتې يا 168 اونۍ په پوځي باركونه كې تېرول او ډېرو هېوادپاله، منظمو، منضبطو او تعليم يافته افسرانو به زده كړه وركوله. په 6 – 8 اوونۍ كې يوه سرتيرې ته د يوه امريكايي، استراليايى يا هالندي روزنكى له خوا د (سلام كئ)، (كيڼ ګرځ)، (سلاح اوږه) او د (اور) غوندې بولندې (قومانده) ښودل كېدل شي؛ خو دا لنډه موده د دې له پاره چې د يوه ځوان سرتيري ذهن او ماغزه تسخير كړي، هغه په حب الوطن وپوهوي، د انسانى كرامت په ساتنه او په افغاني ټولنه كې يې د دودونو او درناويو په مراعات پوه كړى، د قانون مانا ور زده كړى او دا په ومنئ چې دى خپله قانون ومني او په نورو باندې هم قانون تطبيق كړي او بشري حقونه په پام كې وساتي، كفايت نه كوي او دا سرتيرى په هيڅ صورت خپل ټول ديني، انساني، ملي او وظيفوي مسووليتونه نه شي درك كولاى.
په مخالفه خوا كې حزب اسلامي، د حقاني ډله او طالبان له ډېره پخوا څخه داسې روزل شوي چې عقيده لري چې جهاد تر قيامته روان دى او دا جهاد به د ټول امت اسلامي او ټولې اسلامي نړۍ په استازيتوب، دلته په افغانستان كې روان وي او دا به يوازې د تورې او ټوپك په زور په مخ ځي. په داسې يوه پرېكړه كې به هرومرو زموږ د هغه ګاونډيانو ګټه نغښتى وي چې له پېړيو – پيړيو راهيسي زموږ سره تاريخى ستونزى لري او غواړي چې د مغروره او په خپلواكى مينو افغانانو څخه كساتونه واخلي او په افغانستان كې د خپلو دولتي او غير دولتي ګوډاګيانو له لارې، روان حالت جارى وساتي، په افغانستان كې د يوه ملي مركزى مقتدر حاكميت د جوړيدو مخه ونيسي، په افغانستان كې جګړه روانه وساتي، افغانستان وران كړي، افغانان ووژني او له داسې ستونزو سره يې لاس او ګريوان وساتي چې دا وطن په لنډه موده كې په خپلو پښو د ودريدو وس ونه مومي او د ګاونډيانو او د هغو لاسپوڅو او ګوډاګيو د تاخت او تاز مركز وي.
په افغانستان كې د دولت، امريكا، ناتو او ايساف په ضد جنګېدونكى بهرني ځوانان او د القاعده تنظيم خپلې – خپلې سترى اجنداوې لري. القاعده په ټوله نړۍ كې د امريكا او دهغه هېواد په ګټو پسى رااخستى او غواړي چې امريكا او لويديځه نړۍ د پخوانى شوروي اتحاد په سرنوشت اخته كړي، بله خوا په افغانستان كې بهرني جنګيالي (عرب، پاكستانى، چچن، قزاق، ازبك، تاجك او نور) هر څوك خپلى اجنداوي لري. دوى غواړي چې د نړۍ په دې برخه كې يو پوخ سنګر ولري او بيا له دې لارې خپلو هېوادونو ته لار ومومي او په تاجكستان، ازبكستان، چچنيا او نورو هېوادونو كې د خپلو دولتونو پر ضد وجنګيږي.
په دې مينځ كې داسې بى مغزه انسانان هم پيدا شوي چې د يو څو پيسو له پاره خپله مور نه پېژني، خپل هېواد نه پيژني، د خپل پلار هديري ته لاړى غورځوي، خپله كرونده سيځى او د خپل اولاد په سباني ژوند اور بلوي.
اوس چې د اضدادو دې جمعى ته وګورو او د افغانستان د جګړې ډگر ته ځير شو؛ نو وبه وينو چې په لسګونو زره طالبان، حزب اسلامي، القاعده، ځانمرګې بريد كوونكي، كورني او سيمه ايز ترهګر، د افغانستان وسله وال ځواكونه، د امريكا او شپږڅلويښتو ناتو او غير ناتو هېوادونو پوځونه دلته په اخ او ډب، وژنو، ورانولو او سيځلو لګيا دي چې ډېر زيان يې د افغانستان ملكي خلكو ته رسي.
په تېره يوه مياشت كې په افغانستان كې داسې پېښې وشوې چې هر افغان د دې ناورين تل او پراخوالى ته متوجه كولاى شي. د طالبانو په بريدونو كې په كابل، خوست، كندهار، جلال اباد او كندز كې ډېرې افغاني ميندې بورى شوې او دا دي امريكايانو بيا په كنړ كې تندر نازل كړى او څلور شپيته كنړي سپين ږيري، ښځې او ماشومان يې په ډله ايزه توګه وژلي دي!
اوس كه د افغانستان دولت ويده دى او ډېر چارواكي په خپلو تنظيمى، سمتى، مذهبي او قومي ګټو بوخت ښكاري او د جيبونو د ډكولو تلوسه يې هېڅ سړيږى نه، د افغانستان د خلكو او په تېره بيا د ژمنو ټولنيزو فعالينو دنده ده چې د غفلت له درانده خوبه ويښ شي، ځانونه دې خداى (ج) او خلكو ته مسوول وبولي، د تاريخ له قضاوته دې وويريږي او د هېواد د ژغورنې له پاره دې اوچت ګامونه واخلي. كه داسې و نه شي په هېواد كې همدا بيسارى مرګ ژوبله به همداسې روانه وي او تاريخ به هغه خلك و نه بښي چې ستونزې ويني؛ خو خوځېږي نه!!