د خپرو سوو خبرونو له مخي په لیبیا کي په زرګونو بهرني کارکوونکي بند پاته دي .
نوموړي کارکوونکي هغه مهال د یوازيتوب سره مخ سول، کله چي په لیبیا کي ددولت پر ضد لاریونونه پېل سول او په نتیجه کي یې ګډوډي رامنځته سوه .
راپورونه زیاتوي چي شاوخوا ۴۰ تنو هغه مهال خپل ژوند دلاسه ورکړ، کله چي پر یوه فابریکه حمله وسوه .
ترکي او چینايي کارکوونکي هلي ځلي کوي، ترڅو د اوبو د لاري تر خپله کوره ځان ورسوي، خو د خرابي هوا له کبله زیاتي کښتیاني ځنډېدلي دي، چي له امله یې کارکوونکي بیا ستونزمن سوي دي .
باید یاده سي، چي د لیبیا څخه هغي کښتی حرکت کړئ، په کومه کي چي شاوخوا سل امریکايان موجود وه . همدارنګه نور افریقايي کارکوونکي د مځکي د لاري کوښښ کوي، چي تر خپله ځایه ځان ورسوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه