کور / تازه خبرونه / چين ځیني غیر قانوني کړني د اعدام کولو د سزا څخه بیلي کړې

چين ځیني غیر قانوني کړني د اعدام کولو د سزا څخه بیلي کړې

تازه راپورونه لیکي چي چين د ۱۳ تعارضونه یا غیر قانوني کړنو په نتیجه کي د اعدام کېدو پر سزا بندیز ولګوئ .

په راتلونکي کي به د چين په هیواد کي دوکه بازان او د سرو – سپین زرو غله د غلا کولو څخه وروسته د اعدام کېدو د سزا سره مخ نه سي . همداډول عموما غلا او د مالیې نه تحویلول هم د اعدام کېدو د لیست څخه لیري سول .

د یادوني وړ ده، چي چين د اعدام کېدو پر سزا سل په سله بندیز نه دئ لګولئ، بلکي فقط یو څو کړني یې ددې لیست څخه لیري کړي دي .
د چین په قانون کي ذکر سوئ بدلون په رسمي ډول د روان کال د مۍ د لومړی نېټې څخه پیل کیږي . د یادوني وړ ده چي چي ددې قانون له مخي باید د یو شمېر غیر قانوني کړنو په نتیجه کي تر ۷۵ کالو زیات عمر لرونکي د اعدام کېدو څخه ونه ژغورل سي .

همداراز باید یاده سي، چي د ۱۹۷۹ زېږدیز کال راهیسي دا لومړنی ځل دئ، چي یو اسیايي هیواد پخپل قانون کي د ځینو کړنو په نتیجه کي د اعدام کېدو پر سزا بندیز لګوي .