د طالبآنو رژيم د راپرځيد او بيا د موقتې دورې له رامنځته کيدو وروسته تر دې دمه د افغانستان لومړۍ درجه سترو ولايتونو لکه مرکز کابل ، کندهار ، ننګرهار ، هرات او مزارشريف ولايتونو ته په هره برخه کې پوره او د پام وړ پاملرنه شوې؛ په دې ولايتونو کې د مرکز په شمول ګڼو ولسواليو کې د ښوونځيو ، روغتونونو په جوړولو او نور د اړتيا وړ برخو کې پوره پاملرنه شوې او لا هم نورې هڅې ورته روانې دي.
خو له بده مرغه، چې د غزني په لرغوني ولايت کې، چې چارواکي ورته د يوه شا ته پاتې ولايت په سترګه ګوري نه يوازې دا چې په کومه برخه کې يې کار نه دى ورته کړى د ښوونځيو نشتوالى يې يوه له لويو ستونزو څخه ده؛ د غزني د پوهنې د اوسني نوي رييس د معلوماتو له مخې دا مهال د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې ٩٤ ښوونځي ، چې ٢٠ يې يوازې ليسې دي په فعال ډول د زده کوونکو پر مخ خلاص دي، خو د غزني په پښتون ميشتو ولسواليو کې که له يوې خوا د امنيت نه شتون په دې برخه کې ستره ننګونه بلل کيږي، له بلې خوا د غزني ولايت د بې غوره او ويده چارواکو په نه پاملرنې سربيره مرکزي حکومت په تيره د پوهنې ويده او بې غوره وزير ښاغلى فاروق وردګ، چې په خبرو او ژمنو کې تر ولسمشر کرزي زيات مداري دى د غزني په پښتون ميشتو سيمو کې د پوهنې په برخه کې پوره بې غوره دى او د هيڅ کوم کار تمه نه ورنه کيږي.
دا مهال په غزني ښار کې يوازې يوه د پښتنو ليسه ده، چې په هغې کې هم زياته برخه کوچيان په زده کړو بوخت دي. نور يوازې په کلاى جوز او پښتون آباد کې دوه منځني ښوونځي د پښتنو لپاره جوړ شوي دي، چې له بده مرغه د غزني د پوهنې رييس د پوره پوره بې غوره له برکته د پښتون آباد لومړنى ښونځى دا مهال ودانۍ هم نه لري او په ړنګ کرايي کور کې زده کوونکي درسونه وايي.
له بلې خوا د غزني په مقر ، ګيلان، ناوې ، آوبند، اندړ، زنه خان، قرباغ ، ګيرو او ګڼو نورو پښتون ميشتو ولسواليو کې د نا امنيو له کبله يوازې د ګوتو په شمار ښونځي دا مهال خلاص دي، خو نورو ټول تړلي ، يا د حيوان صفته دښمن د اور او بمونو ښکار شوي او يا هم دا چې د غزني مرکزي چارواکو د بې غوره له برکته دغه ښونځي نه ښونکي لري ، نه کتابونه او نه هم نور د اړتيا وړ څيزونه ؛ او له دې ټولو سره سره کله چې د غزني د پوهنې رييس د رسنيو مرکو ته کښيني، نو بې له ځنډه په ډير غرور سره وايي : (( انشا الله ، چې په غزني کې د پوهنې په برخه کې زموږ پروژې پلې کيږي او موږ به دې غزني په ولايت کې د بازسازۍ له ټيمونو سره هم په اړيکه شو تر څو ښونځي جوړ کړو)). خو له بده مرغه، چې له تيرو څو کلونو را پديخوا په غزني کې د پوهنې او نورو رياستونو دې ډول مفسدو چارواکو خلکو سره هر ډول ژمنې کړي او تر سره کړي يې نه دي او په دې لړ کې که کوم د ولس په درد پوه کس د کوم رياست په څوکۍ ګمارل شوى، نو له هغه سره بيا د رياست نورو مفسدو چارواکو، چې ددوى د فساد مخه يې نيولې وي مخالفت ښودلى او په ډول ډول دسيسو يې دغه رييس له دندې ګوښه کيدو ته اړ کړى دى، چې يوه بيلګه يې محمدګل کوچى هم يادولى شو. هغه مهال، چې محمدګل کوچى په غزني کې د غزني د پوهنې رييس و، نو زما تجارتي کارونه يوازې تر غزني محدود وو او د کوچي صاحب له کارونو خبريدم ، چې تر ډيره يې يې ددې ولايت په ګڼو ولسواليو کې ښوونځي جوړ او يا هم ورغول، خو وروسته، چې کله دده پر ځاى کومه څوک مقرره شوه، نو هغې يوازې خپله پاملرنه ، په جاغوريو ، مالستان ، اجرستان ، ناور او خواجه عمريو ولسواليو ته واړوله او په دې ولسواليو کې د محمدګل کوچي لخوا شويو کارونو ته يې دوام او پراختيا ورکړه او په دې لړ کې د پښتنو ولسوالۍ يو مخ له پامه وغورځول شوې.
په غزني ښار کې، چې د وکيل محمدګل کوچي کومه ليسه د ښاغلي کوچي په وخت کې پيل شوه تر څو کلونو پورې يې ودانۍ نه درلوده او په يوه زاړه کنډواله کور کې يې درس وايه، چې ددې ليسې د هغه وخت مفسد مدير په زده کوونکو باندې پراخه ډيکټاټوري چلوله او د همدې مدير د واکمنۍ پر مهال دده او د ليسې د يو شمير نورو استادانو لخوا په دې ليسې کې د درانه استاد محمد صديق پسرلي لوى کتابتون چور او تالا شو. ددې مدير د ديکتاتورې واکمنۍ څخه زما يوه ترخه خاطره داده، چې يوه ورځ مې له خپلو څو ملګرو سره دې ليسې ته سر ورښکاره کړو او د ليليې له کړيدلو سره مې وليدل هغوى ويل، چې مدير او نور استادان ورباندې ظلم او زياتى کوي او د مدير لخوا ورته ويل شوي دي، چې د ستړې مشې پر مهال دې د هغه لاسونه ښکل کړل شي!!! ددې زده کوونکو په خبرو مې هغه وخت بآور راغى، چې له موږ او د خپلو استادانو سره د ستړې مشې پر مهال هر يو د هر چا لاس ښکلاوه او په ملا کې به ورته ټيټ شول او ددوى په دې حالت مې سخت زړه وسوځيد. د پښتون لخوا د پښتون دا ډول تحقير او توهين مې اوس هم ډيرى وخت دردوي او د ټولو دې ډول زده کوونکو په حال مې سخت زړه وسوزي.
له نيکه مرغه له تيرو دوو يا دريو کلونو راهيسې د لټو او مفسدو چارواکو لخوا د وکيل محمد ګل کوچي ليسې ته د غزني ښار په نږدې لس کيلو مترۍ کې يوه ودانۍ جوړه شوه او ددې ليسې زده کوونکو يو څه د آرامۍ ساه واخيسته، چې دې ودانۍ ته د زده کوونکو په ورتګ سره مې زړه يو ځل بيا قرار و نه موند او له ناچارۍ ددې ليسې د زده کوونکو او ښوونکو ليدنې ته ورغلم. ليسې ته په ورتګ سره مې وليدل، چې د زده کوونکو په شمير کې ښورا زياتوالى راغلى او د غزني له ګڼو نا امنه ولسواليو څخه ګڼ شمير زده کوونکي دې ليسې ته راغلي دي. د ليسې نوي ټاکل شوي مدير څارنوال عبدالله ويديال سره مې د ليدنې پر مهال د زده کوونکو د ليسې د حال پوښتنه وکړه ، هغه راته وويل، چې د رياست لخوا دې ليسې ته د جذب کيدونکو او جذب شويو زده کوونکو شميره ٤٠٠ ده، خو ده له ناچارۍ او له دې امله، چې په ناامنه ولسواليو کې يا خو ښوونځي نشته او يا هم تړلي دي، نو ده ځکه له ټاکل شوې شميرې زيات کسان جذب کړي او ليليه يې هم ورکړې ده. ما چې د هغه ځوان احساس دا څپې وليدې، نو په سترګو کې مې له خوشحالۍ اوښکې راغلې او له ځانه سره مې وويل، چې ځه پښتانه په دې حال کې هم ستر واکمن بې له يوه دلسوزه نه دي پرايښې او داسې يو څوک لري، چې له غرق کيدو يې وژغوري.
له دې سره سره د غزني ښار د پښتنو په دې يوازينۍ ليسې کې نور څه هم تر سترګو کيدل؛ د جمعې په يوه ورځ مې دې ليسې ته سر ورښکاره کړ، چې ګورم يو ځوان، چې عينکې يې په سترګو کړې وې، د ليسې په يوه لويه خونه کې يې د ليسې هغه زده کوونکي، چې په ليليه کې اوسيدل راټول کړي وو او د کومې مشاعرې تابيا يې نيولې وه، تر دې چې زه هم په دې غونډه کې ور ګډ شوم او ګډون مې پکې وکړو، همدې ځوان به د سټيج پر سر، چې تر شا يې ليکل شوي وو(غزني ادبي بهير) لومړۍ يوه څلورريځه وويله او بيا بۀ يې يو زده کوونکى د سټيج سر ته ور وباله، چې د هغه پښتني احساس او له پښتنو سره د پراخې مينې ، دده له دې هلوځلو زه دومره اغيزمن شوم، چې د هغه د نوم پوښتنه مې هم و نه کړه، خو په دې خدمت او د هغه په بااحساسه خبرو ډير خوښ شوم.
که له دې ټولو راتير شو او خبره رالنډه کړو، نو په غزني کې تر دې دمه همدا څو محدودې هڅې د پښتنو لپاره شوي دي، چې هغه هم يا د زړه سوي له مخې شوي او يا هم د يو شمير بااحساسه ريښتينو چارواکو لخوا، خو له بده مرغه، چې دا مهال د غزني دولتي اداره په پراخ فساد کې ښکيله ده او پر ښوونځيو سربيره په هيڅ کومه برخه کې درديدلو پښتنو ته کار نه دى شوى او مرکزي مفسد دولت خو بيا يو آخره درجه ولايت بللى او خپل پام يې ورنه اړولى دى.