کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان كې پر انسان وژنه ژوره خواشيني پكار ده

په افغانستان كې پر انسان وژنه ژوره خواشيني پكار ده

په دې وروستيوكې دافغانستان په بيلابېلوولايتونوكې په لږ وخت كې څووژنده بريدونه رامينځته شول چې له امله يې ډېر هېوادوال ووژل او ټپيان شول.
دا بريدونه په كندهار، خوست، ننګرهار، كونړ، كندوز او ځينو نورو ولايتونو كې رامينځته شول، چې په لسګونه وګړي پكې ووژل شول. البته هغه بريدونه چې دوه درې تنه پكې وژل شوي يا ټپيان شوي هغه ډېر زيات ګڼل كيږي.
پر (۱۲ فرورۍ ۲۰۱۱)کندهاركې په امنيه قومندانۍ بريد وشو چې لسګونه ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
پر۱۸فرورۍ۲۰۱۱دافغانستان په سوېل ختيزولايت (خوست) کې د پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګى موټري بريدوشو چې لږ تر لږه د دوو پوليسو په ګډون يې يوولس تنه ووژل.
د خوست په بريد كې لږ تر لږه دېرش تنه نور ټپيان شول چې ټول ملكي وګړي ول. ددې پېښې مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى وو.
پر۱۹ فرورۍ۲۰۱۱ دختيز ولايت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پر يو خصوصي بانک په بريد کې ۴۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۷۰ تنه نور ټپيان شول، چې زياتره يې ملكي وګړي ول.
ددغه بريد پړه هم طالبانو په غاړه واخيسته او ويې ويل چې درې تنو يې دغه بريد ترسره كړى دى.
همدغسې پر(۱۷ فرورۍ ۲۰۱۱)دختيزولايت کونړپه غازي اباد ولسوالۍ کې دايتلافي ځواکونوپه څلور ورځنيو عملياتو كې شاوخوا ۶۰ تنه افغان ملكي وګړي ووژل شول، چې له امله يې افغان ولسمشر حامد كرزي او په افغانستان كې د امريكا د لوى قومندان جنرال پيټريوس ترمينځ لفظي شخړې هم رپوټ شويدي.
همدغسې دننګرهارله بريدڅخه يوه ورځ وروسته، پر۲۱فرورۍ ۲۰۱۱دافغانستان په شمال كې په کندوز ولايت کې هم وسله والوطالبانوپريوې حکومتي ودانۍ بريدوکړ چې دچارواکيو په وينا پكې ترشپېتو كسانو ووژل او ټپيان شول.
كارپوهان پر دې اندي دي، چې وسله والو كسانو په خپلو تكتيكونو كې بدلون راوستى او ښايي چې په هېواد كې نور هم داسې بريدونه رامينځته كړي.
همدغسې په هېوادكې امنيتي چارواكواونړيوالوځواكونو هم ويلي چې راتلونكى پسرلى به په افغانستان كې جګړه نوره هم زور واخلي.
په دې بريدونو كې د مرګ ژوبلې د زياتېدو له امله اندېښنې هم زياتې شوېدي.
دخوست ولايت والي عبدالجبار نعيمي په شويو بريدونوكې د مرګ ژوبلې پر كچه ژوره اندېښنه ښوولې او د داسې بريدونو د مخنيوي او د هېوادوالو د وژنې د درولو لپاره يې په هېواد كې د ملي ماتم غوښتنه كړې ده.
عبدالجبارنعيمي دخوست ولايت د بريدترڅنګ په ټول هېواد كې دغسې بريدونه په كلكه غندلي او ويلي يې دي چې له عادي سوداګروڅخه نيولې تر لوړپوړيو چارواكو پورې ټول بايد د ترهګرو دغه بريدونه په كلكه وغندي.
دخوست له ولايت څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې دغسې بريدونه((دهېوادزیات شمېرکورنۍ دويراوغم په ټغرکېنوي.زیات شمېراولادونه يتيمانوي اوميندې،پلرونه يې بې اولاده کوي.))
د خوست والي په هېواد كې داسې زړه بوږنونكو او له زیانه ډکو پېښو په اړه..په ټول هېواد کې د ملي ماتم غوښتنه كړې او ويلي يې دي چې ((پر دې ورځ ټولې ملکي او نظامي ادارې ،ملي شورا، رسنۍ ، مدني ټولنې، شوراګانې ، دیني عالمان او نور قشرونه بايدبې تفاوته پاتې نه شي، د خپلو بې ګناه هېوادوالو په وړاندې پورتني ناوړه بریدونه په کلکه وغندي او د بېلابېلو لارو هڅه وشي، چې ولس په خپل مينځ کې لا ټینګ یووالي ته راوبولي، ترڅو په راتلونکي کې …بې رحمه کسان په دې ونه توانیږي ، چې خپل شوم اعمال ترسره کړي او هېوادوال مو ودردوي.))
دخوست ولايت والي د ملي ماتم په اړه په ځانګړې مركه كې وويل چې دا غوښتنه يې د دې لپاره كړې چې دعادي خلكو هم پام شي چې افغانان له څومره لوى مشكل سره مخامخ دي اوتر څو به ترهګرد هېوادوالو بې ګنا بچيان شهيدانوي.
ده يادونه وكړه چې ځيني خلك ملي ماتم د خپلو عقدو له مخې توجيه كوي او هغه اصلي پيغام چې ولس، رسنۍ، مدني ټولنې او نور بايد دداسې بريدونو پرخلاف خپل غږ پورته كړي،تر سيوري لاندې راولي.
ده يادونه وكړه چې((په هر نامه چې وژنه وي، بايد وغندل شي يوازې دولتي چارواكى يې بايد ونه غندي، بلكې ټول د رسنيو له مسوولينو نيولې تر عادي وګړيو پورې ټول ورته بد ووايي او مخنيوي كې يې خپل مسووليت ادا كړي.))
ده وويل چې په نوره دنياكې ديوكس پر وژنه څومره ماتم كيږي خو دلته هره ورځ لسګونه بې ګنا افغانان وژل كيږي خو نه عادي افغانان، نه رسنۍ، نه مدني ټولنې، نه بشري ملاتړي بنسټونه پرې خپل محسوس عكس العمل ښيي.
ښاغلي نعيمي وويل په هېواد كې ددې ترڅنګ چې د دولت لخوا دغسې بريدونه غندل كيږي بايد((د ليكوالانو، ژورناليسټان، ملي تاجرانو، عادي افغانانو، مدني ټولنو، بشرپالو ډلو او ټولو لخوا وغندل شي.))
يو تن افغان ليكوال چې له كلونو راهيسې د حاجي مهاجر په نامه ليكنې كوي او د افغانستان له سياسي حالت څخه ښه خبردى وايي چې له څو لسيزو راهيسې افغانانو ((ښه ورځ نده ليدلې. كله په يوه نامه او كله په بل نامه وژل شوي دي))
ښاغلى مهاجر وايي چې نور په افغانستان كې د كونډو رڼدو د زياتېدو مخه په هر قيمت چې كيږي بايد ونيول شي.
د ((افغانې نړيوالې بشرپالې ډلې)) د سياسي او پوهنيزو چارو يو تن مشر خان ولي خان بشر مل وايي چې په هېواد كې د وژنې پرخلاف ((بايد هر افغان خپل مسووليت درك كړي. او هرڅوك چې د سياسي مقاصدو لپاره د تشدد له فلسفې څخه كار اخلي بايد پوه كړاى شي چې مبارزه له سوله ييزو لارو هم كيدلاى شي.))
ښاغلى بشرمل وايي چې(( انسان وژنه يوه ناوړه پديده ده او هر څوك چې دانسان په وژنه كې خپل قوت ګوري او په دې خپل ځواك تعينوي هغه يوازې دا نه چې د افغانستان په گټه ندى بلكې د خپلې مبارزې د بدنامۍ سبب هم ګرځي.))
خان ولي خان بشرمل وايي چې په افغانستان كې د دغسې ناوړه بريدونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې د ټولو خلكو، كارپوهانو او سياستوالو انساني مسووليت دى.
دپښتونخوايوتن ليكوال ارشدخان خليل هم داخبره كوي چې انسان وژنه او انسان سره دوښمني ستره ګنا ده او بايدپه كلكه وغندل شي او يوازې دا نه چې حكومت يې وغندي بلكې ټول د بشري حقونو بنسټونه او مبارزين يې په غندنه كې برخه واخلي. (پاى)