په کندهار کي د یرغلګرو ځواکونو د امید په نوم عملیاتوکي یوازي په درو ولسوالیو کي ملکي هیوادوالو ته تر سل (۱۰۰) ملیونه زیات زیان اوښتی دی .د بیا رغوني !! قواوو د یاد ولایت په پنجوایی ، ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کي بسته – بسته کلي د مځکي له مخه غیب کړي دي . دغه راز د انګورو او انارو باغونه یې یو مخ هوارکړي دي ، د توتانو وني اونوري میوه لرونکي اوغیر میوه لرونکي وني یې رېبلي او په بارودو الوزولي دي . له یوې پوستې یا قرارګاه څخه تر بلي پوري یې د خلګو په کورونو، باغونو او کرهڼیزو مځکو کي څلویښت – پنځوس متره په بره سړکونه ایستلي دي . په زرهاوو ملکي ابادۍ یې ړنګي اوله خاورو سره برابري کړي دي .
د اړ ا ند ه – ړ ا ند ه بمو نه هر لو ر او ر ي
پر کښت اوري ، پر بڼ اوري ، پر کور اوري
طا غو تي لښکر له قهر ه سر ه ا یشي
زموږ هیوادغریب په لویشتو سره ویشي
علامه رشاد(رح )
د سوله ساتو!! جګړه مارانو د جنایتونو پورته وړاندي سوي انواع او ارقام د دوی د ادعاوو په څېر تش خیالي او غولونکي اټکلونه نه دي ، بلکي خپله د دوی د لاسپوڅي رژیم د پلټونکي پلاوي پر کره لاسوندونو بنا دي چي ، د رسنیو په واک کي یې ورکړي دي .
د استرالیا ډیلي میل ورځپاني د جنوري د یویشتمي نېټې په ګڼه کي خبر ورکړ چي ، ایتلافي ځواکونو د کندهار ولایت دارغنداب ولسوالۍ پر یوکلي پنځه ویشت (۲۵) ټنه بمونه غورځولي دي چي له امله یې دغه کلی چي د تره کو په کلاچه مسمی دی ، په بشپړ توګه نړیدلی او له مځکي سره برابر سوی دی . ورځپاڼه لیکي : کله چي د جنرال ډیویډ فلاین ترقوماندې لاندي عسکرو پر طالبانو دوې پرله پسې شدیدي حملې ترسره کړې چي بالاخره و نه توانیدل پرمختګ وکړي ، نو پوځیان یې سخت وډاریدل ، او پرکلي یې د بمبار قومانده ورکړه چي ، په پایله کي یې یاد کلی په مکمله توګه وران او لوټي لوټي کړ.
تر دې وروسته د یرغلګرو ځواکونو د یو بل جنایت څخه هم پرده پورته سوه هغه دا چي د کابل رژیم چارواکي اعتراف کوي چي : سوله ساتو!! دوستانو یې د غزني ولایت د شنې سیمي «بند سرده » څلورزره وني رېبلي دي ، حال داچي عیني شاهدان وایې : تر څلور زره یې څو واره زیاتي وني چپه کړي دي .
له تېرو اتومیاشتو راهیسي په ټول هیواد او په ځانګړې توګه کندهار کي دغه ډول وحشت اوبربریت روان دی افسوس چي نه کومي د بشری حقونوساتندویه ټولني ځان په خبر کړ او نه یې هم په اړه کومي خپلواکي رسنۍ او یا ژورنالیسټ راپور خپور کړ . اوس نوراسئ که یې ګورئ د بیان ازادي !! د بیان ازادي د ډیموکراسۍ هغه مخ دی چي که څوک په اسلامي شعایرو ملنډي وهي د بیان ازادي ده ! که ملي اتلانوته سپکي سپوري وایې د بیان ازادي ده ! که عیسویت اولادینیت ته خلګ رابولي د بیان ازادي ده ! که د ځوان کهول د بې لارۍ په موخه د هالیووډ او بالیووډ سکس فلمونه نندارې ته وړاندي کیږي د بیان ازادي ده ! که شراب ، زنا، لواطت ، رشوت ، غلا ، قتل او ټولنیز فساد دولسمشرۍ د ماڼۍ څخه ترعادي عسکرو پوري سرایت کوي خیر دی ډیموکراسي ده . د کابل ادارې چارواکي چي دافغان ولس د موجودو هر اړخیزو ریکارډ ماتونکو ستونزو او ناخوالو په اړه وپوښتل سي ، نو پر خپل ټول نااهلیت او خیانت پرده اچوي او د ځان د برأت په هیله په ځواب کي تل یوه غونډله تکراروي :«تاسي ته معلومه ده !! چی کار مو د صفرڅخه شروع کړی دی ، په ورځ او دوو کي ــــــــ په لسوکلونوکي ـــــــــ اصلاحات نه راځي او بل داچي اوس د دیکتاتورۍ دور پای ته رسیدلی دی ، ډیموکراسي حاکمه ده هرڅه د خلګو په خوښه ترسره کیږي ».
داعجـبــــه د بشر بشر دوستـــــــــــــــــي ده
دا دوستي د بشر نه ده، شر دوستـــــي ده
ازادي د بیــــــــــــــان فـــــکر ،عقیــــــــدې
دي پرمخ د سیــــــــــــــــاسي ګټـــو پردې
سیـــاسي ډیموکراسۍ تر هغو ښې دي
چي د څو امپریالیستو ښې پکښې دي
مریتــــــــــوب دامپریالیزم لیبرالیزم دی
خپلواکي کې ځیني غوښته تروریزم دی
علامه رشاد(رح )
هو! که د ډیموکراسۍ د تمثیل په غرض کلي ورانیږي ، شنه فصلونه اومیوه لرونکي باغونه رېبل کیږي باک نسته ، ځکه دا احتمال سته چي سبا ترهګر!! ګټه ځني واخلي ، آن د بیان ازادۍ ته په احترام یې راپور ورکول هم جرم دی ، ځکه ترهګر!! دا حق نه لري چي د بیان له ازادۍ څخه برخمن سي ، دوی بایدووژل سي ! جونګړي یې ړنګي سي ! باغونه یې ورېبل سي ! حتی ښځي او ماشومان یې هم د ژوند مستحق نه دي . همدا میندي سبا ورځ بچیانو ته د خپلو پلرونو د شجاعت او شهامت کیسې کوي ، ننني ماشومان ، سباځوانان او مشران دي ، خو د دوی په اصطلاح ترهګر!! دي نوځکه یې په وړاندي عملي شعار : «سرغوڅ ، مال یې لیلام !!» دی .
ګران هیواد افغانستان ته د سوله ساتو!! ځواکونو په راتګ سره دهیواد په ټولو باامنه سیمو کي یو وار بیا د جنګونو او جنایتونو اورونه بل سول ، د خلګو کورونه او د ګڼي ګوڼي ځایونه څه چي ، باغونه ، فصلونه اوځنګلونه یې هم د دوی د بل کړي اور او بربریت خوراک سول . مخکي د نیواکګرو وحشت د انسانانو او حیوانانو تر وژني پوري محدود ؤ، مګر اوس یې نباتات او جمادات هم پکښي شامل کړي دي . په تېرو لسو میاشتو کي چي یرغلګرو ځواکونو افغانانو ته یوازي په کندهار کي څومره زیانونه اړولي دي ، په تېرو لسو کلونو کي یې د بیا رغوني د ډنډورو سره سره په ټول افغانستان کي د بیاجوړوني په برخه کي دومره څه نه دي مصرف کړي . دا د بشر دوستۍ دعوه لرونکي بشر دښمنان د بشریت رشد نسي زغملای . دوی د خپلو نیکونو په څېر د بشریت د کشتار او د تمدن د خرابۍ څخه خوند اخلي . د ودانیو وراني او د کښتونو تباهي د ځان اتلولي ګني .
جوړوي د شر دوستـــــــــــان دلته اډې
په نامه بشر دوستــــــان دلتــــــــه اډې
ولي دا بشر دوستـــــــــان شفاخانـــــې
جوړوي له روغتونو، مرده خانـــــــې
ړنګوي دا حق پالونکي مسجدونــه
ړنګوي د قـــام په وینـــو مـــحرابــونــه
نړوي برېښنــــا کوټونه دا روڼ انــدي
کیندي مخي د رڼــــــــاوو ته دوی کندي
راکټونو مو دېــــــــرې راهدیـــــــرې کړې
توغنـــــــدویو مو وداني وېرانــــــې کړې
زموږ ښــــارونه یې پر موږ کړل دوږخونه
سرې لمبې ، خړي لوخړي ، تور دودونـه
داعجبـــــــــه بشــــــــــــــــــــري برادري ده
په رښتیـــــــادا د ځنګل ډیموکراسي ده
علامه رشاد(رح)