کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ننګرهاردزړوپاټکيانواومافيايي کړيوپه منګولوګې

ننګرهاردزړوپاټکيانواومافيايي کړيوپه منګولوګې

هېواددامهال له سختوستونزوسره مخ دى ،له دولته بهراوپه دولت کې دخيلومافيايي کړيودشخصي ګټوپه اورکې سوزي  .نه موولسي جرګه ددې جوګه شوه چې له موقف پرستۍ تېره شي پر يوه تن سلاشي . لامودبودجې ستونزه چې له مخې به  يي دملک ښوونيز،روغتيايي اوټولنيزې چارې ترسره کېږي .پردې مساله له سره غورنه کېږي داځکه چې ولسي جرګه دهغومافيايي کړيوپه منګولوکې ښکېله شوه چې نه دقانون جوړولو،څاراودولس داستازولۍ لپاره تللي اونه پردغوارزښتونوپوهېږي.تردامهاله دوي په خپلوچاروپوه نه شو.دپيسواووسلوپه زورولسي جرګې ته لاړل ،اوس پرځان خوله لګوي چې څنګه هغه لګول شوې ډالرې راوباسي .دوي غواړي چې ديولړفشارونوله لارې ډالرراپيداکړي .خوکه مرکزي دولت رښتياهم دمرکزي توب رول پرځاى کوي نوددغوټوپکوالوډلوپه خوله بايدهېڅ چاره ترسر ه  نه کړي .اوس راځم خپلې اصلې موضوع ته .
له څوورځوراهيسې دولسي جرګې يوشمېر په اصطلاح وکيلانوچې ددرغلۍ اودخلکودوينوپه تويولوپه کړکى ولسي جرګې ته ننوتل په ننګرهار کې له والي سره په ګټوتردې بريده وران شول چې هغه ته يې له ننګرهار دوتولپاره ضرب العجل وټاکه .دوي له والي سره په کومه ملي مساله داختلاف لپاره راپورته نه شول ځکه دوي نه دملي ګټوپه ماناپوه دي اونه ورسره ددغوګټوکوم خيال شته .که له دوي سره ملي ګټې مهمې واى اوددغوګټوننګه يې کولاى ياپرخپلوچاروپوه واى نوله خپلې دندې به نه راتښتېداى .په دې يوه مياشت کې پردې ونه توانېدل چې لږترلږه دولسي جرګې دمشرتابه لپاره يوګډې پرېکړې ته ورسي .هغه ځاى يې ښه وپاله چې اوس راځي اودننګرهارله والي سره دپاټکونوحساب کوي.دوي اصلادقانون په مانانه پوهېږي اونه دولسي جرګې په مسووليتونواوصلاحيتونوپوهېږي که پردې پوهېداى نونن به زموږداحال نه واى نن به نړۍ ته دسوال لپاره مولاسونه اوږده نه واى اونه به بهرنيانوزموږپرچاروبحث کاوه اوزموږدملي مسايلوواګي به يې نيولى واى .دوي خپلې چارې پرېښي اوجلال ابادته ديوې معاملې لپاره تللي .دوي غواړي چې والي څنګه ترفشارلاندې راولي اوله هغه څوکۍ ،پاټکونه ،زنځيرونه اودډالروکودې ترګوتوکړي .دوي غواړي چې اداره په خپلومنځونوکې پر خپلوزړوپاټکيانووويشي .يوځل بياهغه داړه ماران چې ننګرهاريې دپولۍ ټک ته کېنولى واوخپله بې سوادي يې پرې حاکمه کړې وه ،پرولس واکمن کړي ،دوي غواړي چې يوځل بيا په څان پسې ټوپکيان وګرځوي ولس پرټوپک ترخپل سيوري لاندې راولي .دوي لاله وړاندې ويش کړى .اوس نوکه چېرته مرکزي اداره موجوده وي اوقانوني مراجع وي .له دغوټوپکيانوچې له څوورځوراهيسې يې ولس دوېرې پرټغرکېنولى پوښتنه وکړي.ددوي دنده وپوښتي .له دوي نه بايددخپلسرې وسلې اوسله والو پوښتنه وکړي .دننګرهارشريف ولسه ،ددغومافيايي کړيو،پاټک سالارانواوټوپکوالوپه خوله مه غولېږه خپل تقدير په زوره ددوي په لاس کې مه ورکوه ،داخوهماغه زړې پديدې دي چې نه يوازې يې په دغه ولايت کې دخپلې واکمنۍ پروخت درغونې کومه خښته کېښوده بلکې دټول ولايت له ګمر که نيولې ان دپوهنې ،کرنې او…رياستونوعوايد يې په خپلومنځونوکې ويشل .دمرکزي دولت په نامه يې لاکومه اداره هم نه پېژندله .داخوهماغه خلک دي چې ددوي له لاسه انجونودښوونځي دروازه نه شوه کتلۍ ،داخوهماغه ښاماران دي چې په رڼا ورڅ يې خلک په پنځوسوروپيوواژه ،دغه زاړه پاټکيان اوس راجګ شوي اودننګرهار له حقوقوننګه کوي .کوم حقوق؟دبشري حقونوخپلواکې ادارې وپوښتۍ چې ددوي په تورلېست کې دچانوم دى؟همدوي شخصي زندانونه جوړکړي وو،دالقاعده اوطالب په نامه يې خلک نيول اودڅوپيسولپاره يې دتورتمبوترشاغورځول.همدوي زيات شمېرخلک له وطن اوحکومته لرې کړل ،همداښاغلي دمخدره موادودقاچاق دوسيې لري ،همدغوښاغلودغني خيلوله بازاره مخدره موادراوويستل اودشاهي ماڼې په هغې زېرزمينۍ کې يې واچول چې دکابينې غونډه په کې دجمهورريس په مشرې وشوه .ددوي په زړه چېرته داځايږي چې ددولتي اداروعوايد دې پردوي ونيول شي ددوي ټوپکوال دې دبې سوادۍ له مخې له ادارووويستل شي ،ددوي بدمعاشي خودټاکنوپه ورځ هم څرګنده شوه چې ان دخلکوپه وژلويې هم صرفه ونه کړه ،همدااوس دوي په محاکمه کې دوسيې لري ،له دوي نه دخير تمه مه کوي ،دوي غواړي چې خپلې دوسيې په دغوګډوډيوکې پټې کړي ،که له شېرزي سر ه دوي حساب کوي خولږترلږه دې هغه حساب ته هم راوړاندې شي چې دوي دخپلې واکمنۍ پروخت ننګرهارداسې وخوړچې يوه روپۍ يې هم مرکزي دولت ته نه سپارله ،ځينې يې دجمهورريس دفرمان په اساس په درغلۍ له وظيفوداسې لرې شول چې بيايې دځمکوغصب ته ملاوتړله دقاسم ابادښارګوټۍ دهمدوي له لاسه غصب شوۍ دۍ ،دوي دغصب خبره کوي کاش چې مرکزي دولت دغصب دوسيې وڅېړي نودابه ورته جوته شي چې له دوي خونوره څمکه پاتې نه شوه له سيندونونه يې هم غېږه راچاپېره کړه ،دوي پاڅېږي دغصب خبره کوي ،دخلکوپه سترګوکې خاورې شيندي ،دکورنۍ ټول غړي په لوړوڅوکيومقررکړي دي ،ايايوازې همدوي ننګرهاريان دي ؟اياکاش چې دننګرهاروالي له دوي سره دبې شمېره تيل پمپونواودښارپه منځ کې دٍ‏څمکودغصب حساب کړى واى ،نونن به يې دولس په سترګوکې خاورې نه شيندلى ،دوي غواړي چې بياادارې په خپلومنځونوکې وويشي ،بياپاټکونه واچوي ،که له شرزي سره څوک حساب کوي هغه به مرکزي دولت اودننګرهارسپېڅلي خلک کوي خودغه کسان چې له څوورځوراپه دې خوايې په ښارکې خلک اندېښمن کړي اوله ستونزوسره يې مخ کړي دادې له چاسره حساب نه کوي ځکه دوي خپله بې شمېره دوسيې لري ،هغه دې حل کړي .اينجوسالاران اوپاټک سالاران ددې حق نه لري چې په ننګرهار دمرکزي حکومت پرېکړې وکړي ،ګل اغاشېرزى هم بايددقانون له مخې دغوپاټک سالارانوته لاړنه شي اونه مرکزي اداره بايدددوي خبروته غوږکېږدي ځکه ددوي داضرب العجل پراداره ديوفشاراوڅوپيسوپه خاطردى، دوي دې لاړشي لومړى دى په ولسي جرګه کې خپلې چارې پرمخ يوسي ځان دې قانوني کړي ،خپله وړتيادې وښي ،همدااوس په ټاکنوکې ددوي ددرغلۍ په باب خبرې روانې دي ،خودوي ملامته نه دي په ټاکنوکې يې بې  حسابه لګښت وکړاوس حيران دي چې ځنګه هغه پيسې راوباسي ،دوي نه دننګرهارغم خوړلي اونه دبل څه ،يوازې دخپل جب غم خوړلي اوبس ،مرکزي دولت بايدترهرڅه وړاندې ددغوباغيانودهغوګواښونوپوښتنه وکړي چې ولايتي ادارې ته يې ورکړي .که داپوښتنه ونه شي ،نوسبابه هرسړى پاڅيېږي اواداروته به دخپل صليقوي برخورد له مخې ګواښ کوي ،دسيمې خلک دغه څېرې ښې پېژني داڅېرې يوڅوکسان خپلسري وسله وال دبهرنيواستخباراتي کړيوپرپيسو.خواهش او؛هغوي ته  دماموريت دترسره کولولپاره خپلې چارې پرمخ وړي.په راتلوونکيوليکنوکې به دغه اشخاص په تفصيل سره درمعرفي شي.ددوي معاش اولګښت به درته څرګندشي ،تاسې به نورهم دغه څېرې ښې وپېژنۍ .دوي دننګرهاراداره يرغمل کړى ،په ټولومقرريوکې ددوي لاس دى ځکه دوي ته بياهمدغه مامورين چې دوي ګومارلي برخه سپاري ،دوي دبيارغونې يوه خښته هم دثواب لپاره کېنښوده اوس لابيادسيمې په ورانې کې ګوتې وهي ،دغه وران کاري معلوم شول هيله ده جې ددې څوورڅوګواښونوپوښتنه ترې وشي ،بس دې نوردې داسيمه دويرپرټغرنه کېنوي ،ماړه شوي به وي.
نوردننګرهارولسونه ددوي په خوله اتبارنه کوي دوي پردې پوه دي چې ننګرهاردووکورنيووخوړ،چې دغه کورنۍ له واکه ونه لوېږي اوددوي دبې علمۍ له سيوري ونه ژغورل شي نوداسيمه به ارام ونه مومي .پنځه کاله وړاندې دغه کورنۍ پرهمدغه ښارواکمنه وه .هرڅه يې په جب کې اچول که دوي رښتياهم ددغې سيمې سرلوړي غوښتى نوله ګل اغاسره يې بايدمرسته کړى واى .خودوي نه يوازې مرسته ونه کړه اوياکوي يې نه ،ستونزې لاراولاړوي .خودولت دې پردې پوه شي چې ددننګرهار ولسونه اوس پرټولوواقيعتونوپوه شوي ددوي په خوله هېڅ هم نه کوي دايوازې يوڅوټوپکيان دي چې په دغوګډوډيوکې خپله ګټه ويني .