په کراچى کښې کورنګۍ ته نږدې د سمندري بيړۍ د ډوبېدو له امله اووه تنه وژل شوى دى او يو تن بې درکه دى ، په بيړۍ کښې د کار کوونکو دوو تنو په ګډون شل تنه ژوندي ژغورل شوى دى خو اتۀ کسان اوبو ډوب کړى چې له جملې څخه يې د اتو تنو مړي راويستل شوى دى ، د وژل شوو کسانو نومونه د سليم د هغه يوولس کلن ځوى ارشمان ، نورالنساء د هغه لور بشرا او سنجيده په نومونو سره شوې ده، سهار مهال هم لامبو زنو خپلو هڅو ته دوام ورکړ، او دوه مړي يې راوويستل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه