تازه خبرونه لیکي چي د لیبیا د زاویه نومي ښار کي د ولسمشر معمر القذافي د فوځي لښکرو او لاریون کوونکو ترمنځ جګړه او شخړي روان دي .
عیني شاهدان ذکر سوئ خبر تأیدوي او زیاتوي چي وسله وال کسان د عامو وګړو په جامو کښي د ښار په کوڅو کي دوري – هوري ځغلي او د ډزو ږغ د ډېره لیري څخه اورېدل کیږي.
د نورو عربي هیوادونو سره ترڅنګ په لیبیا کي هم د څو ورځو راهیسي د دولت پر ضد لاریونونه دوام لري .
د زاویه په نوم ښار د لیبیا د مرکز طرابلس (= ټریپولي) د لوېديځ په پنځوس کیلومتري کي موقعیت لري .
د لیبيا ولسمشر معمر القذافي اوسمهال د ۶۸ کالو عمر لري او د ۱۹۴۲ ز کال د جون په اوومه نېټه زېږېدلئ دئ . نوموړی په ۱۹۶۹ ز کال کي د کودتا راهیسي د لیبیا هیواد د ولسمشری دنده په غاړه لري .

لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه