کور / راپور / بلجیم : د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو

بلجیم : د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو

د حضرت محمد مصطفی (ص) د پیدایښت میلاد د بلجیم هیواد پلازمینه بروکسل ښار کښي د ابن سینا او افغان کلتوري بهیر له خوا د افغانانو د ابن سینا په مسجد کښي د یوی درنې غونډي په ترڅ کښي ولمانځل سو .
غونډه د قران عظیم الشان د سیپارو په لوستلو پیل سوه .

د قران العظیم الشان تر ختم وروسته د ماځیګر لمونځ د ابن سینا د مسجد د ملا او خطیب ښاغلي قاري اختر محمد صادق په امامت ادا سو .

د غونډي د ویناوو برخه د ښاغلي حاجي امین باوري له خوا ګډونوالو ته معرفي سوه .

په سر کي ښاغلی قاري صیب عزیزالله دریځ ته راوغوښتل سو تر څو د پاک قرآن د څو ایاتونو په لوستلو غونډه پیل کړي .

د غونډي دوهم ویناوال ښاغلی قاري صیب اختر محمد صادق وو . قاري اختر محمد صادق دحضرت محمد (ص) تر ثنا او صفت وروسته په خپل ښایسته اواز کښي ډیر زړه راکښونکۍ نعت ولوست چي د ټولو ګډونوالو د توجه وړ وګرځید .

د قاري صیب اختر محمد صادق د حضرت محمد (ص) په صفت کښي تر ښکلي نعت وروسته وار ښاغلي انجنیر سید فضل ولي ته ورسید . انجنیر سید فضل ولي د حضرت محمد (ص) پر سیرت یوه ډیره علمي او هر اړخیزه مقاله لیکلی وه . په مقاله کښي د سرور کآینات لنډ ژوند لیک او بیا د هغه حضرت پر ټولو ښو ، عالي او حمیده اخلاقو وږغید . د حضرت محمد (ص) ۲۲ ښه خوصوصیتونه او کړني یی ځوانانو ته بیان کړی . چي د ټولو ګډونوالو د توجه وړ وګرځیدې .

د غونډي د ویناوالو و دریځ ته د راتګ تر منځ حاجي امین باوري د صوفي شاعر رحمان بابا نعت او بیا حمد ولوست ، همدارنګه ښاغلي باوري د پښتو شعر د پاچا ښاغلي عبدالباري جهاني د راز او نیاز شعر دکلمه کړل ، چي د ګډونوالو ډیر خوښ سو

د غونډي دریم ویناوال ښاغلی حاجي ډاکټر قاسم همت وو . ښاغلي ډاکټر همت د تل په شان د خپلي علمي او اسلامي پوهي په رڼا کښي د غونډي ګډونوال ښاد کړل . ټول انسانیت او اسلامي نړۍ ته یی د حضرت محمد (ص) د میلاد مبارکي وویل . د حضرت محمد (ص) پر سیرت او د هغه رسول پر معجزو یی رڼا واچوله . د لوی او بخښونکي خدای د کلام ( قرآن العظیم الشان ) نزول یی پر حضرت محمد مصطفی (ص) یو له لویو معجزو څخه وباله ، د اسلام دین او عقیدی ته د حضرت محمد (ص) اخلاص او صداقت یی بیان کړ او ځوانان یی مخاطب کړل تر څو د خدای (ج) د رسول له اسلامي او انساني اخلاقو څخه پیروي وکړي

په بروکسل کښي د افغانانو د ابن سینا د مسجد له افتتاح سره سم په اونۍ کښي یوه ورځ د مورنۍ ژبي او اسلامي تعلیم کورسونه او تدریس د مجربو استادانو له خوا په وړیا توګه ورکول کیږي . د نن ورځي د علمي غونډي په ورستي برخه کښي د همدې کورس د زده کونکو له جملی څخه له سید محمد ځدراڼ څخه هیله وسول تر څو د کلام الله مجید څو مبارک ایاتونه تلاوت کړي . سید محمد ځدراڼ دریځ ته راغۍ او په خپل ښایسته او جذاب اواز سره یی د قرآن عظیم الشان څو ایاتونه تلاوت کړل ، چي دګډونوالو د خوښۍ باعث سول .

غونډه چي د ماپښین د لمانځه څخه وروسته پیل سوی وه ، د ماښام تر لمانځه وروسته د قاري اختر محمد صادق په یوه د اخلاص نه ډکه او افغانان ، اتحاد او اتفاق ته د رابللو په دوعایه پای ته ورسیدل .

د ابن سینا په مسجد کښي د غونډي څو انځورونه :

په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو

په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو په بلجیم کښي د کأیناتو د سالار حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځل سو