کور / تازه خبرونه / پر شمالي وزيرستان باندې حمله وشوه

پر شمالي وزيرستان باندې حمله وشوه

پرشمالي وزيرستان دامريکادبې پيلوټه الوتکې په تازه بريداو يوه ترافيکې پېښه کې نهه ويش تنوته مرګ ژوبله اوښتې.
په سيمه کې يوې دولتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې دامريکابې پيلوټه الوتکو د جنوبي وزيرستان د واڼه ښار په لويديځ پنځلس کيلومترۍ کې اعظم ورسک ته نژدې پر يوه کور بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال جنګيالي ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي خلکو وژل شوي کسان قبايلي طالبان بللي، خو يادې سرچينې ټينګار کړي چې په نښه شوى کور د بهرنيو وسله والو پناه ځاى و چې په وينا يې يواځې همدوي په کې اوسېدل.
تېره مياشت په لاهور کې د دوو تنو پاکستانيانو د وژنې په تور د نيول شوي امريکايي ديپلومات ريمنډ ډيوس تر نيول کېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې بې پيلوټه الوتکې پر وزيرستان بريد کوي.
همداراز په ډيره غازي خان سيمه کې ديوې ترافيکي پېښې له امله درويشت تنوته مرګ ژوبله اوښتې.
درپوټونوله مخې پېښه هغه مهال په ياده سيمه کې رامنځته شوه چې دوه مسافروړونکي بسونه په خپلوکې سره وجنګېدل او په پايله کې يي درې تنه ووژل شواو شل تنه نورسخت ژوبل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دپېښې ژوبل کسان يي نږدې سيمه ييزروغتون ته لېږدولي چې دځېنو ټپيانو روغتيايي حالت داندېښنې وړدى.
درسنيودرپورټونوله مخې مرستندويه ډلې دپېښې ځاى ته ورغلي ترڅو دپېښې له ژوبلو کسانوسره مرسته وکړي.
ديادونې وړه ده چې تراوسه د چارواکولخوارسنيوته ددغې پېښې درامنځته کېدو دلامل نه دى په ګوته شوى.