دامريکا د متحده ايالاتو د خارجه چارو وزيرې ميرمن هيلارې کلنټن په يوه تازه بيان کې څرگنده کړې چې پکې يې د انټر نټ دنړيوالۍ معلوماتي شبکې د آزادۍ څخه دفاع کړې ميرمن هيلارې کلنټن دتونس عربي هيواد ته په اشارې سره ويلي چې دتونس نظام د انټرنټ پر معلوماتي شبکې محدوديتونه لګولي وو چې بالاخره د تونسي ولسي پاڅون په درشل کې رانسکور شو.
ميرمن هيلاري داهم وويل چې په انټرنټ کې ځينې خطرات هم شته چې بايد مخه يې ونيول شي خو اضافه يې کړه چې د انټرنټ گټې تر تاوان او نقصان زياتې دي.
ميرمن هيلاري کلنټن همدا راز وويل چې مونږ د انټرنټ د نړيوالۍ معلوماتي شبکې د تيزولو او سرعت پخاطر ٣٠ ميليونه ډالر تخصيص کړى ترڅو د انټرنټ د کلاسيک (تقليدي) مخه نيول له مينځه ولاړ شي ددې اشاره هغه هېوادونه ته وه چې په ډير ساده ډول به يې کولاى شول ډيرې انټرنټي مخالفې څانگې په خپلو هېوادونو کې جام (بندي) کړي د مثال په ډول په عربي دولتونو کې عموماً او د خليج په دولتونو کې خصوصاً د انټرنټ کلک نظارت او بنديز موجود دى ځينو صفحاتو ته يې لاس رسي اصلاً ممکن ندى ځکه چې له دا ډول فيلټرونو تيريدل ناشوني دي خوله نيکمرغه مونږ په داسې يوې پرمختللې زمانې اووخت کې قرار لرو چې دې زمانې ته دمعلوماتو د باران زمانه وايي او دا هم منو چې دغه معلومات منفي اغيز هم لري. زه هم په خپل وار سره ددې خبري تائيد کوم چې د انټرنټ گټه تر تاوان ډيره ده او دا زمونږ هېوادوالو او نړيوالو ته ثابته شوه چې انټرنټ په ډيرو مسائيلو کې رغنده او سريع رول لوبولى شي په تيرو ځينو مقالو کې ما د انټرنټ په اړوند ضرر زيات او گټه کمه ښودلې وه لکه څنگه چې ورځې او شپې بدلون مومي د کال څلور فصلونه او موسمونه بدليږي دارنگه د انسان علمي او فکري انديښنې او نظريې هم بدلون او انقلاب مومي خو انسان او بيا مسلمان پدې مکلف دى چې کله هم ورته رښتيا او حق روښانه شي هغه وومني زه سره لدې چې د انټرنټ پرليکه ځينې خطرونه اوس هم حس کوم او د نورو پام هم ورته راگرځوم خو ددې سره سره هم انټرنټ يو عظيم شهکار او تحفه گڼم په شرط ددې چې دعلم، فکر، مبارزې، ترقي، تمدن، خدمت، اقتصاد او نورو اړونده ملحو ښيگيړو لپاره استعمال شي او د منفياتو او هغه څه څخه چې د انسان ژوند، اقتصاد، دين، تهذيب کلتور ته زيان رسوي ډه ډه وشي او دا هله ممکن دى چې ددې نړيوالې شبکې مؤسسين، چلوونکي، يې داسې عيار کړي، چې هم دانسانيت خدمت وشي او هم دين، اخلاق، کلتور زيانمن نشي که د ميرمن هيلرې کلنټن خبري يو څه نورې وغزو اوخپلې ځينې نظري پرې وراضافه کړو نو دې کې شک نشته چې انټرنټ د معلوماتو، راکړه ورکړه، اړيکو بهترينه وسيله ده خو بيا هم ځينې داسې گواښونه پيښولى شي چې د ډيرو ورته پام ندي.
ځينې گواښونه:
(١). مافيايي ډلې کولاى شي په ډيره آسانۍ او د برق په سرعت سره له خپلو اړوندو مافيايي ډلو او افرادو سره اړيکې ونيسي، بې لدې چې کوم خطر ورته پيښ شي.
(٢). دا نټرنټ پر ليکه په پراخه لاس غلاگانې کيږي چې حتې له ډيرو مجهزو بانکونو څخه دميليونونو او لکونو ډالر کيږي چې مخه يې نيول کيداى شي خو بيا هم دا کار ستونزمن دى څومره چې ټيکنالوژي پرمخ ځي همغومره مافيايي ډلې ترقي کوي او ځانونه عياروي چې دا د دوى په مهارت او پوهاوي دلالت کوي ، لکه څنگه چې نن د جعلي لوټونو خصوصاً ډالرو بازار گرم دى.
(٣).د انټرنټ پرليکه د (بغاء) رذائيلو تجارت چې هم له دين سره په ټکر کې دي او هم د بشري حقوقو سره چې مخه نيول يې حتمي دي دا کار د هغه کمپنيو او شريکو لخوا ترسره کيږي چې غواړي له دغې لارې ډير مال لاسته راوړي او دا تر ټول بد او خطرناک بشر ضد تجارت دى چې دهر انسان پاملرنه غواړي ترڅو دا ډول ټيټو خلکو او کمپنيو پرضد نړيوال اخلاقي کمپاين پيل شي ترڅو د نړۍ په لر او بر کې ماشومان او ماشومانې له دغه خداى ناترسه ليوانو او وحشيانو د بربريت او وحشت څخه په امن شي.
(٤).دغه تجارت ټول انسانيت ته گواښ دى چې مخه نيول يې دهر انسان او دولت فرض دي.
پر انټرنټ خوريدونکي ځينې هغه معلومات دى چې دانسان او بيا مسلمان اخلاق او تهذيب له مينځه وړي او ډير زيات دى چې د وخت په تيريدو سره به دغه غيراخلاقي مواد نړيوال له يوه ستر اخلاقي بحران او انقلاب سره مخ کړي.
که پر وخت توجه ورته ونشي نو دا بې ماهيته معلومات به د جرم په زياتوالي لکه جنسي تيرى، اختطاف، قتل، غلا، ايډز او بيلابيل مرضونه زيات کړي بلکې جامعه به داسې مريضه شي چې بيا به د ترقۍ مخ هم ونه گورى انسان پرځاى ددې چې علمي خونو او مرکزونو ته لاړ شي د دغه انټرنټي غلط استعمال پر وجه هسپتالونو او شفاخانو ته ځي له کاره به وځي پر نورو به بار وي لکه د نن سبا پوډريانو او مخدره موادو معتادين بلکې ويلاى شو چې جامعه به له افلاس او فلج سره مخ شي ځکه انسان به ټول وخت دهمدغه غولونکو برنامو ليدلو کې مصروف وي نه به کار کوي او نه روزگار کله چې انسان دې حد ته ورسيږي نو خپل ضرورتونه به له کوم ځايه پوره کوي، ښکاره خبره ده چې د جرم ، ظلم او اعتدار له لارې دا د انټرنټ د غلط او ناسم استعمال څخه د راپيدا شوو مشکلاتو لنډيز وو خو ددې ټولو گواښونو سره هم بايد چې د انټرنټ له معلوماتي شبکې هغه گواښونه ليرې شي چې د دغې نړيوالې شبکې د بنديز او تعطل سبب گرځي بايد داسې پوهاوي دعوت او بلنه رامنځ ته شي چې څوک مجبور نشي دغه پراخه نړيواله د اړيکو شبکه بنده کړي انټرنټ هم لکه د خورو شيانو په څير يو شى دى چې سم استعمال يې ښي پايلې لري او ناسم استعمال يې بدې پايلې نو اوس دا دانساني ټولنې پر افرادو تړلې د چې د دغه پراخه شبکې څخه په څه کې او د څه لپاره استعمالوي دا د ټولو مسؤليت دى که هغه فرد دى او که هغه دولت دىچې د دې شبکې د سالم استعمال لپاره گډې هلې ځلې وشي او دغه عظيمه شبکه چې نړۍ سره تړې بنده نشي ځکه دا دافرادو ملتونو، هېوادونو ترمنځ د اسان او ارزان ارتباط مهمه وسيله ده ځينې دولتونو شايد د امنيتي گواښونو او خطرونو له ويرې غواړي په انټرنټ محدوديتونه وضعه کړي خوکه دغه دولتونه رښتيا هم غواړي چې د انټرنټ له لارې ورته امنيتي گواښ متوجه نشي نو له انټرنټ څخه دې ټول هغه مواد او هغه مواضيع او هغه معلوماتو نه حذف او لرې کړي شي چې په انساني فردي او دولتي جرمونو کې اضاه کوي که هغه اخلاقي مسايل دي او که ځينې نور زه دغه سيکورټي ياامنيتي موضوع ډيره غزول نه غواړم ځکه چې ځينو وروڼو ته به گډوډ سوالونه يوازې په همدې کوچني اشارې اکتفا کوم که نه پدې باب ممکن ده ډير څه وليکل شي چې د ځينو لوستونکو د طبعې خلاف به واقع شي ځکه نن ددنيا ټول سازمانونه، شبکې که هغه فردي دي که دولتي دي که عامي دې اوکه جاسوسي دې پر انټرنټ پورې تړلې او محدودى شوى چې ورڅخه د معلوماتو د غلا او کاپي کيدو خطر هم راپيدا کيږي نو ځکه خو انټرنټ په ځينو جوانبو کې هم افرادو او هم دولتونو ته گواښ جوړولى شي.
خوبيا هم انټرنټ د عامه خلکو په توجيه او بيداري کې ستر اومهم رول هم ادا کوي که د تونس، مصر، او عربي ملکونو دا روانو پاڅونونو ته پام وکړو دا ټول ملي پاڅونونه د همدې شبکې له د فيس بوک او ټولنيز له لارې په لاره واچول شول.
ولې اوس بيرته د ميرمن هيلرې کلنټن خبرو ته ورځو چې هغې ځينې محدوديتونو ته هم اشاره کړې او هغه ددې لپاره چې دانټرنټ مرکز په امريکايي که چيرې امريکا پدغه شبکه محدوديتونه ولگول شى دې کې شک نشته چې هم افراد متأثر کولاى شي او هم دولتونه او مؤسسات بلکې دغه محدوديتونه به دنيا له معلوماتي تعتيم سره مخ کړي.
په انټرنټ د ځينو محدوديتونه خبره هم وروسته له هغې راولاړيږي چې د انټرنټ پرمټ مصريانو او تونسيانو پاڅونونه وکړل او دوه ستر ديکتاتورن لکه حسني مبارک، زين العابدين يى راوپرځول الجزاير ليبيا، اردن، المغرب، سوريه، يمن، بحرين، سعودي عرب، کويټ، متحده عربي امارات، سلطنة عمان، اشغال شوى فلسطين، لبنان، ايران ټول د پاڅونونو په درشل کې دي هسې نه چې دې پاڅونونو ويره را پيدا کړي وي.