کور / سياسي / ديموکراسي : دخلکو برداشتونه ، اصليت او څو اړخيز مسوليتونه

ديموکراسي : دخلکو برداشتونه ، اصليت او څو اړخيز مسوليتونه

په هېواد کې دوروستيو سياسي بدلونونو را وروسته ددېموکراسۍ دکلمې بازار ډېر تود شو له دلال پرته يې سوداګر او خريدار زښت زيات شول . ځينو په شعوري او ځينو په ناشعوري توګه دېمو کراسۍ ته ورودانګل ، خو تر ټولو زيات اخېستونکي يې د رسنيو ادارې او دټولنې دډېرټیټ ظرفيت خلک يا په ټوليزه توګه نالوستي وګړي وختل .
داپه دې مانا ، چې هره پېښه ددېموکراسۍ اوبيان دازادۍ په نوم دغږيزو رسنيو په سرټکو کې راغله اودچاپي مطبوعاتو پر تندي انځورشوه.
په ټوليز ډول ټولیزې رسنۍ دديمو کراسي لپاره بې کچې خدمت اوتبليغ وکړ، له بېلا بېلو زاويويې ورته وکتل او پربېلا ، بېلو شکلونو يې تعبير کړه .
خو دکم لوستو او نالوستو وګړو عامه ذهنيت پردې ګڼ تعبيره او پېچلو کليماتو خلاص نه شو . دو ى هر ډول فردي او ډله ييز حرکت او خوځښت دېموکراسي وګڼله ، چې له بده مرغه دا ډول برداشتونو له يوې خوا دېموکراسي ډېره بدنامه کړه اوله بل لوري يې ولس ته دومره زيانونه ور واړول ، چې جبران ته يې کلونه، کلونه انتظار په کار دى . دبېلګې په توګه ډېر و نالوستو ياکم لوستو وګړو دټولو اسلامي اوملي ارزښتو نوخلاف ځينې كړنې تر سره کړې ، کله ، چې وپوښتل شول يا دولتي مسولينو ونيول ، چې دا ولې ؟ ددې ځواب دا و،چې داځكه هر څوك حق لري ،چې هر څه وكړي ،ځكه دا ديموكراسي ده.


دوى که دکولتوري ارزښتونو دهېواد دقوانينو اود ټولو ملي او بين المللي نور مونو پر خلاف کړنې هم وکړې ،چېغې يې ددېموکراسۍ پورته کړې . ځکه ځينو په شعور ي او ځينو په ناشعوري توګه دېموکراسۍ ډېره بدنامه کړه . داسې يې وښوده ، چې هرډول ناوړه او ناانساني حرکت ددېموکراسۍ زېږنده دى . که څه هم بشري ټولنه تراوسه په دې نه ده بريالۍ شوې ، چې له دېموکراسۍ بل لوړ او اېډيال رژيم بشري ټولنې ته وړاندې کړي. تردم ګړۍ دېموکراسي يا جمهوريت دبشري ټولنو وروستي لوړ سستمونه دي دا، چې له دې وروسته کار پوهان دڅه ډول رژيم په وړاندې کولو کارکوي وخت به يې ثابته کړي .


اوس پوښتنه داده ، چې ددېموکراسۍ اصليت څه دى ؟ او په رېښتني مانا ددېمو کراسۍ دپلي کېدو پروړاندې مسوليت دچا دى دروڼ اندو ، رسنيو او که ددولت ؟
ايا په ولس او دولت کې روان زور زياتى ، پرانساني حقونو تېرى او دزور واکۍ مخه ډب کول دچاکار دى ؟ اوپردغسې غيرې دېموکراتيکې او ناانساني کړنو سترګې پټول به دېموکراسي لازيانمنه نه کړي ؟ اياددېموکراسۍ اعتبارته به زيان وانه ړو ي؟ ځواب مثبت دى .
اوس راځو دې ته ، چې په واقعيت کې دېموکراسي څه ده او ايادهر قشر انسان حق پکې تامينېداى شي ؟


دېمو کراسي له اره لرغوني يونانۍ کلمه ده ، چې له Demos (وګړو ) اوkratia ( واک ) څخه اخېستل شوې ده . پښتو ژباړه يې وګړ واکي ياولسواکي ښه راځي ، يانې دوګړو واک يا حاکميت پر وګړو باندې ياپه بله مانا دهغه وګړو پرلاس جوړ حکومت پر کومو وګړو ، چې حکومت کېږي دېموکراسي بلل کېږي .که څه هم تر اوسه پورې د دېموکراسۍ یا وګړواکۍ له پاره یو بشپړ او ټولیز پېژند نه دی وړاندې شوی ،چې دټولو له پاره یوشان د منلو وړ وي ،خو بیا هم وګړواکي یو لړ ځانګړنې او خصوصیات لري ،چې دټولو لپاره په هر ځای کې د منلو وړ دي. ،خو دپېژند په اړ یې دکار پوهانو نظریات وېشلي دي څوک وایي ،چې دخلکو حکومت ،چې لوړ او ستر واک پکې دعوامو په لاس کې وي او نېغ په نېغه د خلکو یا ددوی دهغو استازو له خوا استعمالیږي ،چې دهغو له خوا ازادو او نیاووییزو ټاکنو په ترڅ کې ټاکل شوي وي .


د ابراهام لېنکلن له انده په وګړواکۍ کې حکومت دخلکو،دخلکو له خوا د خلکو له پاره دی. یونانی فیلسوف لیکي تر ټولو ښه حکومت هغه دی ،چې د ټولنې تر ټولو وروستي غړي ته سپکا وی ګردې ټولنې ته سپکاوی وګڼي ،چې له اره وګړواکي له دې ډول څرګندونو سرچینه اخلي.


د ځینو واګپوهانو له نظره ولسواکي په دوه ډوله ده مستقیمه او نماینده .په مستقیمه دېموکراسي کې ټول وګړي دټاکل شو ویا مقرر شویو مامورینو دوساطت پرته په عامو فیصلو کې ګډون کولی شي دا نظام په څرګنده توګه په کم شمېره ټولنو مثلا په یوه ټولنیزه اداره ،قومي شورا یا د کارګرانو د اتحادیې په کوم سیمه ییز ارګان کې دتطبیق وړ وي چېرته چې غړي یې په یوه کوټه کې په ګډه له بحث او خبرو اترو نه وروسته درایو په اتفاق فیصله کولی شي .نماینده دېموکراسي هغه ده،چې په هغه کې د مسلکي او سیاسي فیصلو کولو قانون ،جوړولو او عامه ښېګڼو دپروګرامونو د پرمختګ له پاره مامورین ټاکل شوي وي. دغه ټاکل شوي استازي دعوامو له خوا په سختو ملي مسلو باندې داسې منظم او عاقلانه فکر کوي،چې د وخت او طاقت په لحاظ دخلکو دستر اکثریت له پاره نا ممکنه وي.د مامورینو دټاکل کېدو طریقې له یو بل سره توپیر لرلی شي، د بېلګې په توګه په ملي سطحه دپارلمان غړي له هغو حوزو نه ټاکل کیږي ،چې هر یو یې یو کس استازی پارلمان ته لیږي،د هغه متبادل دا دی ،چې د متناسبې نماینده ګۍ د نظام لاندې هر سیاسي ګوند ته په پارلمان کې په ټولو برخو کې دهغه دتر لاسه کړیو رایو په تناسب سره نماینده ګي حاصلوي په ایالتي او سيمه ییزو ټاکنو کې هم له همدغو اساسي اصولو څخه استفاده کېدای شي .


کله هم هغو پرته له ټاکنو نه خپل استازي په ډله ییزه توګه او په عام ډول سره ټاکي که هره لاره د ټاکلو له پاره غوره کړي په نماینده دېموکرسۍ کې هغه استازي ،چې د وګړو په نامه ټاکل شوي وي .دخلکو پر وړاندې دخپاو کړنو مسوول ګڼل کيږي .که څه هم د دېموکراسۍ پر هر اصل اوږدې ،اوږدې لیکنې او خبرې کېدای شي .موږ دلته یوازې پر ځینو اساسي ځانګړنو رڼا اچوو په هغه ځانګړنو ،چې د دېموکراسۍ دګڼ تعبیر سره ،سره هر ځای دمنلو وړ وي.


۱- دخپلواکۍ شته والی : دبیان ازادي، دوینا دطرفدارۍ او مخالفت ازادي،دسیاسي حزب،صنفي اتحادیواو ټولنو دجوړولو ازادي…


۲- دعوامولوړوالی،د ډېرکیو حکومت اولږکیو درناوی.


۳- د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل، د انساني بنسټیزو حقوقو تضمین.


۴- خپلواکه او نیاووییزه ټاکنې ،ریالېزم پالنه ،مرستې او مفاهېمو ته ارزښت ور کول.


که څه هم د دېموکراسۍ ډېری نور اصلونه شته ،چې هر یو یې جلا،جلا دبحث وړ دی.خو موږ دلته ترې تېرېږو،را ځو دې ته ،چې څوک د ولسواکۍ درېښتني پایښت او ټينګښت مسولیت لري فکر کوم دلته څو اړ خيز فاکتورونه باید دغه لوی رسالت ادا کړي ،چې دولت ،رسنۍ او علمي موسسات هر یو پکې راځي او هر یو یې مسولیت لري ،چې ددغه اډیال واقېعي سستم له پاره پرته له امتیاز او ځنډه کار وکړي.په پای کې د لیکوال (ادام سمېت) پر دې نظر لیکنه رانغاړو ،چې زه نه وایم ،چې دېموکراسي نیمګړتیاوې نه لري ،خو ښکلا یې دا ده ،چې دا نیمګړتیاوې د دېموکراسۍ په لاس سمېدلی شي ،مګر د دېکتاتورۍ خپلې نیمګړتیاوې د دیکتاتورۍ په لاس نه سمیږي.