کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا د پاکستان تورونه رد کړل

امريکا د پاکستان تورونه رد کړل

 امريکا د پاکستان د کورنيو چارو د وزير لخوا لګول شوي تورونه رد کړي دي او دغه بيان يې د اندېښنې وړ بللۍ دى چې په کوم کښې د پاکستان د کورنيو چارو وزير وييلي وه چې په پاکستان کښې د بد امنۍ په پېښو کښې امريکا ، هند او افغانستان لاس لري ، د يکشنبې په ورځ په اسلام آباد کښې د امريکايي سفارتخانې لخوا په خپره شوې مطبوعاتي پاڼه کښې ويل شوى دى چې د امريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن د حامد نواز سره په ټليفوني خبرو کښې خپله اندېښنه څرګنده کړه ، په مطبوعاتي پاڼه کښې زياته شوې ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چې کوم تورونه لګولى دى هغه رښتيا ندي.