کور / تازه خبرونه / حاجي عبداالله: انصاري صرافي د پولي قانون په چوكاټ كي فعاليت كوي

حاجي عبداالله: انصاري صرافي د پولي قانون په چوكاټ كي فعاليت كوي

دنوي انصاري تجارتي مركزمشرحاجي عبدالله وايې چې هيڅوك داسي شواهدنسي ښودلاى چې ،ده دي دمخدره موادودكاروباريانوپيسې سپيني كړي وي .
تېره ورځ دامريكادماليې وزارت اعلان وكړچې په كابل كې يې دنوي انصاري صرافي شركت په گډون د۱۶ شركتونوپرفعاليت پدې موخه بنديزلگولى چې دمخدره موادودقاچاق وړونكوتوري پيسې يې سپيني ولې .
نوې انصاري صرافي چې دهيوادپه ټولولويوښارونوكې كې خپلي څانگي لري مشريې په كندهاركې مېشت ملي پانگه وال حاجي عبدالله كوي .
نوموړي په خپل كوركې جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چې ددوى شركت دافغانستان بانك دپولي خدمتونوجوازلري اوخپلي ټولي چاري پدې چوكاټ كې سمبالوي .
ده دامريكادماليې دوزارت دا تورناسم وباله چې ،گواكي دمخدره موادوپيسي يې په دوبۍ اوكابل كې سپيني كړي .
دغه رازدامريكادماليې وزارت دنوي انصاري صرافى په گډون د۱۶ شركتونوپرفعاليت له بنديزسره سره ،خپلواتباعوته لارښوونه كړې چې ورسره هيڅ ډول معامله هم ونكړي .
خوديادشركت مشرحاجي عبدالله وايې پرده لگېدلي تورونه شخصي اودسيالى انگيزه لري اوهيڅوك يې په وړاندي داسي شواهدنسي ښودلاى چې په كوردننه اوياهم بهردي ،ده غيري قانوني پيسې په قانوني پيسوبدلي كړي وي .
ده وويل چې دخپل شركت اوځان دحيثيت دبيرته ترلاسه كولو لپاره به وكيل ونيسي اوخپله دادعوه به مخ ته يوسي .