کور / سياسي / ((سلطان محمد فاتح د پنځه زره کسيز پوځ سالار)) پرله پسې دوهمه برخه

((سلطان محمد فاتح د پنځه زره کسيز پوځ سالار)) پرله پسې دوهمه برخه

په تېر پسې


دخپل ورور کور ته د قاسم د راتلو نن  پنځمه ورځ وه ، درې ورځې مخته یی د تورې وهلو په فن کې  چې کومه  کارنامه  تر سره کړې وه  په هغې دهغه ورور  طاهر هشام  اووراندار یی «سکینه »  دواړه   ډیر  خوشحاله شوي وو . دهغوې دواړه کمر عمره  زامن  هر یو « عمر» او « علي »  له ده  سره دهمغه دریمې ورځې  څخه وروسته را بلد شوي و . هغوې نن  ټوله ورځ د خپل مکتب د همعمره  کوچنیانو سره د خپل  کاکا د تورې د وهلو دمقابلې د ګټلو  قصې کولې .
سبا سهار وختې  قاسم خپلې دندې  ته  حاضریده . دهغه  ورندار ورته  سهار وختی د زیتونو په غوړیو کې  حلوه  تیاره کړې وه ، کله چې ماښام  طاهر کورته  راستون شو  نو هغه  یی په لاسو کې د سمندرې  ماهیانو څو  ټوټې و کتلې . داسې څرګندیده چې نن د قاسم  له پاره  ځانګړې  میلمستیا تیاره کړل شوي وي .     ماښام یی ورندار   د زورلو په خاطر ، دسترخوان په سر ورته وویل  چې :
« بس ، اوس نو وخت  ستا د واده کولو له پاره هم مناسب  دې ، زه به کومه  ښه ښایسته  ترکي پیغله  پیدا کړم  او ستا د رشتې  خبره ورسره و  چیړم .»
ددې خبرې په اوریدو سره  کوچنیانو دخوشحالۍ نه  ټوپونه پیل  کړل. ( دکاکا واده  دې ….دکاکا واده دې) ، طاهر  هم د سترګو لاندې خندل ، خو قاسم  احتجاجا  پورته شو او ویی ویل  چې :« نه ورندار نه ،   د اوس نه دا تیرې  را سره مه کوئ ، زه خو  اوس  باید نړۍ  ووینم. غواړم   سلطان «قیصر » ته د درس ورکولو له پاره قسطنطنیه  کلابنده کړم . دبله اړخه د غربي اروپا خطرناکه سپه سالار « هونیاډې » دصلیبي ځواکونو د قومندې د اخستو له پاره راستون  شوې دې ، عثماني سلطنت د څلورو  خواو څخه په ګواښونوکې ډوب  دې . نو په داسې وخت کې به د ینی چري  د فوځ د پنځه زرو  عسکرو سالار  څه ډول د واده جنجالونه وپالي»  قاسم د واده  د نه  کولو  له پاره  ډیره معقوله لاره خپله کړې وه . سکینه  د قاسم دځواب څخه ډیر ه  حیرانه پاته  شوه .
« او هو …! تا خو داخبره  ډیره  جدي واخسته . سهې ده  ، وروره  سهي ده ،  ته لمړۍ  قسطنطنیه  فتحه کړه اوبیا واده وکړه . بلکه دهمغه ځایه  له ځانه  سره کومه  اروپاې  میم   راوړه .» سکینې ورته په خندا کې  وویل اوخبره یی واړوله .
طاهر دخپل ورور او خپلې  ښځې د بحث  څخه خوند اخست  ، بیا یی په خندانه خوله وویل :
«سکینه بیګم ! سلطان د قاسم  څخه  ډیر اغیزمن شوې دې ، نو لرې نه ده چې هغه  به پخپله د قاسم له پاره کومه  ښه رشته  را پیدا کړي .»
دطاهر په دې خبره درې واړو  وخندل . په همدې وخت کې د کور  دړه  چا  و ټکوله . دوې ټول  چپ چاپ  شول ، د طاهر په  تندې  ګونجې   راپیدا شوې  او په  لوړ غږ  سره یی وویل چې :
« په  دې وخت کې  به څوک  وي ؟… خیر زه به یی ووینم …»   هغه د دروازې په لور  د ورتلو  له پاره پورته کیده  چې قاسم پرې ور مخته شو ، « ته کینه وروره  !  زه به یی وینم  چې څوک دې ؟ » قاسم چې دروازه پرانسته نو مخې ته یی یو د پوخ  عمر  اجنبې  ولاړ  وموند. دا  ابوجعفر و. قاسم هغه د لمړي ځل له پاره کوت . د ابوجعفر په سترګو کې د مار په څیر  ځلاوه . ابوجعفر د قاسم دکتلو سره  سم  هغه ته  په خندانه خوله سلام وکړ او بیا یی ورته وویل :
« ته ما نه پیژنې خو ستا ورور  زما دوست دې . په هر صورت  ، نن  خو زه یواځې  ستا د زیارت کولو له پاره راغلې یم .»
دابوجعفر دخبرو  داوریدو وروسته  ، قاسم  هغه ته د میلمستون  دروازه پرانسته . اودغه  پوخ عمري  ابوجعفر ته یی هلته د کیناستو له پاره   اشاره وکړه .« ته دلته کینه ، زه  مې ورور خبروم اوبیرته  را ستنیږم . خو که  مهربانې  وکړې اوخپل نوم دې را ته و ښایی   تر څو یی زه  خپل ورور ته  ووایم .» « بلې ، زما نوم ابوجعفر دې ،» کله چې قاسم   خپل ورور  طاهر  ته  د ابوجعفر د راتلو په اړه وویل  نو دهغه د تندې ګونجې نورې هم ژورې شوې .
«ابوجعفر! …د غرب خطیب ، دا سړې دلته څنګه  راغلې دې ؟ تر څو چې ماته معلومه ده دا سړې خو د ښار په هغه سر کې د «بغدادی  دروازې  » د جومات  خطیب دې .» طاهر  دفکر  په نړۍ کې  ډوب  ، دخپل تندې  خولې په  لاس  وچې کړې  اوویی ویل :« هغه وایی چې له ماسره د کتلو له پاره راغلې دې ، هغه ستا دوست دې ….هغه همداسې  ویلي دې  که نه …»
« زما دوست …..؟  نه ،  ماخو هغه یو ځل نیم چیرې کتلې دې . خیر  ورځه ، ور به شو  چې خبره څه ده .»
دواړه ورونه  د ابوجعفر دکتلو له پاره میلمستون ته راغلل ،او هلته دمیلمه سره کیناستل ، ابوجعفر په خپلې چاپلوسانه  لهجې سره  وویل :
« شیخ طاهر !…ستاورور  خو ډیر جنګجویه دې. د میلې په ورځ د هغه دکړچار څخه  سلطان ډیر اغیزمن  شوې دې  په دې خاطر یی هغه د ینی چري دپنځه زرو کسانو  سالار و ټاکه . زه دهغه دهمدې بریاو د مبارکۍ  په خاطر دلته راغلې یم .»
طاهر  په ډیره حیرانتیاسره دابوجعفر خبرې اوریدې اوبیا یی  په پوره  ادب  سره ورته وویل : «  ستا څخه ډیره ډیره مننه ، تا زحمت  و ګاله … ریښتیا هم  په یني چري کې زما د ورور  مقرریدل  زماا او زما  دکورنۍ له پاره  د سعادت  خبره ده .»
قاسم او طاهر دواړو ته  تر اوسه  دا ډاګیزه نه وه چې ابوجعفر څومره خطرناک  انسان دې . خو ابوجعفر د طاهر په اړه دهر څه نه خبر و . خو اوس د هغه توجه د  قاسم په لورې وه . ځکه چې   د یني چري سالار دهغه  د سازش  ځانګړې نښه وه . تر اوسه  هغه د یني چري د فوځ  درې کسه سالاران  په خپل خپور کړې  جال  کې را نښلولي وو…. دهغه  کار داو  چې هغه به ناواده شوي او کمعمره  سالاران د عیسایی تنکیو پیغلو په لومو کې    راګیرول….. اویو ځل به  چې څوک دهغه  د راز  ملګرې  شو  او په جرم  کې به ورسره شریک شو نو بیا به دهغه بیرته را ستنیدل  شوني نه ښکاریدل. هغه به د یني چري مهم  سالاران  د بغاوت په لور رابلل. یني چري دسلطنت  تر ټولو مهم او جنګجو فوځ و .
دا فوځ د عثمانیه  سلطنت   د بنسټ ایښودونکې « عثمان خان »   زوې  « اورخان »   دخپل  ورور «علاؤالدین  »  او « قراء خلیل»   په سلا  باندې   منځته  راوست .  د « اورخان » په وخت کې ، کله چې  کوچنۍ اسیا د عیسایی حکومتونو څخه پاکه شوه نو د  عثماني سلطنت  خاص  مامورین  د ټول هیواد  په جاګیرونو کې  خپاره  کړل شول ،  په پخوا وختونو کې ګڼ  شمیر عیسایان  بندیان کړل شوي  و  او نور  ګڼ  شمیر  یی  دسلطنت  رعایا ګرزیدلې و او دذمیانو په څیر  یی په دې کوچنۍ  اسیا کې  خپل  ارام  ژوند  کاوه .  صدراعظم   علاؤالدین خپل ورور   «اورخان » ته سلا   ورکړه چې ستر ستر جاګیرداران  چې د سترو سترو  فوځونو خاوندان هم  دې  ، ځینې وختونه د سلطنت  له پاره دګواښ  سبب ګرځي .
په دې وخت کې  ترکانو  کوم منظم فوځ نه درلود. او صدراعظم  علاؤالدین ددې خبرې څخه  په ویره کې و چې یو وخت  به دهغه  جاګیرداره عیسایی  رعیت  د ګاونډیو  عیسایی  سلطنتونو سره پټ تارونه و ځغلوي  او دمخالفت او بغاوت کولو وړتیاوې  به پیدا کړي . په دې خاطر هغه دا  اړینه و ګڼله  چې  د عیسوي بندیانو او عیسوي  رعایاو  څخه  ځوان او دنوي عمر خاوندان   د سلطنت د څارنې  لاندې  وروزي   اوپه دې توګه  هغوې ته  اسلامي  ښوونه  او روزنه  ورکړي ،مسلمانان  یی کړي او  یو ځواکمن  فوځ ترې  جوړ کړی .
دې فوځ ته به  ځانګړې  شاهي فوځ ویل کیږي. ددې خلکو څخه  به د بغاوت او سرکشۍ  هیله نه کیږې . او تر څنګ به یی  ددې نوو ځوانو مسلمانانو  خپلوان  هم د سلطنت مخالفت  نه کوي. ددې برعکس  به   هغوې ته  هم  په اسلام کې  د راننوتلو ترغیب  ورکول کیږي . همدا  علت  و  چې دا وړاندیز  سمدستې ومنل شو .  
ددې کار دپلې کولو له پاره  په لمړي کال  کې  زر کسه  عیسایی ځوانان ددې کار  له پاره را وړل شول اوهغوې ته  فوځې روزنه ورکړل شوه، په پیل پیل کې  چې کله  دوه زره کسان  د فوځې روزنې  څخه فارغ شول  نو دوې ټول د سلطان   د خوندي ساتلو د ګارډ په څیر   وګمارل شول ، سلطان  دهغوې دروزنې له پاره  یوه ستر صوفي « حاجې بکطاش»  ته ددعا  له پاره ورغې ، دغه خداې پاله بزرګ  دیوه ځوان په اوږه  باندې  لاس کیښود او دې  فوځ ته یی دعاینه  وینا وکړه  او د «یني چري فوځ  » نوم  یی پرې کیښود.
په دې ډله کې  قاسم بن هشام  لمړۍ  کس و چې  عیسایی نه و . خو بیا هم په یني چري کې  شامل شوې و، عیسایی  ځوانانو به  داسلام  د قبلولو وروسته  دسلطان  تر څارنې لاندې  د حرب د فن  په اړه  اعلې روزنه تر لاسه کوله .دهغوې په فوځې روزنه  کې به ډیره سختې کیده ، همدا علت و  چې هغوې به  هر ډول  ستونزې په  اسانۍ سره  زغملې .  دخپل  مورو پلار ، وطن او مذهب  د پریښولو وروسته  به دهغوې  ټولې هیلې دسلطان سره تړلې وې نو په دې خاطر د اسلام  ملاتړ دهغوې د ژوندانه  مقصد او نصب العین  ګرزیده . سلطان  به هم په هغوې  ډیر باور  کاوه ، دا فوځ  به په ډیر شان وشوکت   سره  اوسیده  او څنګه به   چې د سلطان  آند و په همدې توګه  به   عیسایانو ته په خپله  په دې  فوځ کې  د ورننوتلو  هیلې په زړه کې را ټوکیدې . همدا علت  و  چې  هر کال  به د بلې دورې  له پاره   د خلکو شمیره په خپله  پوره کیده  بلکه کله  به دخلکو شمیره دومره  زیاته شوه چې خلک  به بیرته تللو ته مجبوریدل .
خو دا ځل سلطان د هیلو پر خلاف  یو مسلمان  ځوان  په ینې چري  فوځ کې  راننویستې و. خو د سلطان ددې پریکړې  حقیقي حکمت  دا و  چې  هغه غوښتل چې په دې  نوې  مسلمانو  فوځونو کې یو  پوخ  مسلمان هم ورګډ کړي تر څو د راتلونکې  وختو  د سازشونو څخه  اګاه و اوسي .  ابوجعفر  د یني چري  یو شمیر سالاران  بیرته  مرتد کړي و  او عیسایت  ته یی را ګرځولي وو.  په یني چري  فوځ کې د ابوجعفر  فعالیتونه ورځ په ورځ  پراخیدل .
د بله اړخه دسلطان  اګاه  غوږونه ددې حالاتو  څخه پوره  خبر وو . همدا علت  و چې سلطان  د پوره بصیرت  څخه کار واخست  او  قاسم  یی په دې نوې  مسلمان  فوځ  کې  شامل کړ . خو دا خبره  د ابوجعفر  له پاره  ښه  و نه بریښیده . هغه د سلطان د پریکړې څخه   سخت  په ویره کې  پریوتې و . ځکه چې اوس نو د یوه  پوخ  عرب  مسلمان  په  شتون کې  د ابوجعفر  له پاره په یني چري کې دبغاوت کولو  پلان  جوړول  ستونزمن  شوي و . دابوجعفر په ګیډه کې همدا درد  و چې هغه یی دعثماني  فوځې روزن ځآې د استاد  طاهر هشام  کورته  په راتلو مجبور کړې و . او س نو ابوجعفر د  قاسم دایمان  داندازې  داخستلو  هڅه کوله .
خو قاسم بن  هشام  د څو پښتو نه   مسلمان ، مجاهد او جنګجو و . ابوجعفر ته د طاهر او قاسم دخبرو د اوریدو  څخه پوره ناهیلې  را پیدا شوې  وه ، ځکه چې دهغې  مکارو او تجربه لرونکو  سترګو دا احساس کړې وه چې په خپل  جال کې  ددې دواړو  عربو  ورونو  را  تاوول  اسانه کار نه دې .
هغه د اخوا دیخوا  خبرو کولو نه وروسته  نیغ په نیغه د قاسم څخه  وپوښتل چې :« ددې  علت  به څه  وي چې سلطان   دلمړي ځل  له پاره  په یني چري  فوځ کې یو مسلمان  سالار   و ټاکه »
قاسم د پخوا څخه  د ابوجعفر  مارشکله  سترګې  کتلې وې اودهغه کړو وړو  ته سخت  متوجه شوې و . اوس  چې هغه دا پوښتنه وکړه نو قاسم ته  هم  حیرانونکې وه. خو پخوا له دې چې قاسم په دې اړه څه ووایی ، طاهر په خبرو پیل وکړ : « اوریدلې مې دې چې په  یني چري کې کوم  بغاوت  را ټوکیدونکې دې . غالبا چې سلطان  به دهمدې حقیقت  د را بربنډولو  په خاطر زما په ورور  باور کړې وي»
دطاهر په دې خبره د ابوجعفر  زړه  نور هم  غمژن  شو ، ځکه په یني چري  فوځ کې د بغاوت  مشري پخپله دهمدې په غاړه وه . دطاهر هشام خبرو په میلمستون کې  یو انقلاب  راوست ، ابوجعفر ډیر وارخطا شو  ځکه  چې قاسم په پرلپسې توګه  د ابوجعفر  سترګو ته کتل . ابوجعفر  ددې  عربو  ورونو سره نور  پاته کیدل نه غوښتل  په دې خاطر  یی ډیره  ژر  اجازه واخسته  او دهغه  ځایه ووت .
بله ورځ  قاسم  خپل نوي کالې واغوستل  او دخپلې خوښې په آس  سپور شو او د یني چري  مرکزی  قرار ګاه ته ورغې . دلته  هغه تر ټولو لمړۍ د اغا حسن  سره وکتل ، دا همغه ځوان  و  چې دمیلې په ورځ یی د سکندربیګ  څخه ماتې خوړلې وه . قاسم ته ددې ځوان  په مخ کې  عجیبه  شانته  سادګې  او خلوص  تر سترګو شو. قاسم  ته ډیره ژر  دا څرګنده شوه چې  ددې ځوان  سره دهغه  دوستې کیدونکې ده . اغاحسن د قاسم  څخه په عمر کې زیات و ، ترڅنګ یی  د یني چري د فوځ   یو تجربه لورنکې سالار هم و . هغه د خپلو  بریاو  او کړچار  له کبله  ډیره  ترقي کړې وه او د لس  زره کسیز  فوځ مشری  ور په غاړه وه . کله چې اغاحسن  قاسم وکوت  چې  د یني چري  د فوځ  مرکزي  چاپیریال ته را ننوځې  نو پښه یی و نیوله ، ځکه هغه ته د همغې میلې په ورځ  د قاسم  میړانه  خوښه  شوې وه . د قاسم په کتلو سره  هغه یو ناڅاپه دهغه مخې ته روغې . قاسم هم  سمدستي دخپله آسه  را ښکته شو  ، په دې توګه د یني چري دواړه سالاران  یو بل ته  ورغاړی وتل . اوبیا یی په خبرو خبرو کې  ددفتر په لور  مخه کړه .اغاحسن  ورته  د تللو په  وخت کې وویل چې :« زه ستا مشر ورور  طاهرهشام  پیژنم. هغه  هلته په روزن  ځاې کې   د تورې د وهلو  درس ورکوي  اوزه هم کله کله د خپل  شوق  په خاطر دهغه  درسونو   ته ورځم .»
« ډیرښه !….  ددې مطلب دا شو چې  زما ورور  به هم تاسې  پیژنې……  زه ډیر خوشحاله یم  چې د ټولو تر مخه مې له تاسره لیده کاته وشول. په هغه ورځ تا  ډیر  ماهرانه  ګذارونه وکړل . که چیرې ستا توره نه وې ماته شوې  نو په ډاډمنه توګه به تا  سکندر بیګ ته ماتې ورکړې وه »
اغا حسن د قاسم  دغه ماهرانه  آند  ته حیران پاته شو ، دا حقیقت  و چې  دهغې توره  په دوکه  کې  ماته شوه  او که نه هغه  نور هم  دڅو  ساعتو له پاره د جنګ کولو توان درلود .
قاسم  ټوله ورځ  د اغاحسن سره پاته شو ، هغه د اغاحسن دکمانډ  لاندې  د زر کسیزو ، پنځه سوه کسیزو  ، سل کسیزو ،  لس کسیزو  عسکرو د سالارانو سره  لیده کاته وکړل .  دیني چري ټول  فوځ  په یوه  ځاې کې  سرا راټول  شوي و. ددې  فوځ  ټولو وګړو  خپل  وطنونه ،   کورنۍ ، او مذهبونه  پریښې و  اوپه دې وخت کې د اسلام  دسرلوړۍ  په خاطر  دخپلو ځانو د ځارولو له پاره تیار ناست و .
کله  چې ماښام  کورته د راتلو له پاره  قاسم د اغا حسن څخه اجازه واخسته نو هغه ته یو ناڅاپه ابوجعفر  په یاد  راغې .اوبیا ورته  په یني  چري کې د بغاوت  خبره  رایاده شوه . هغه د ټولې ورځې دملګرتیا څخه  په دې پوه شوې و چې اغا حسن  یو باوري  سالار  دې ، همدا علت و چې هغه په ډیر  راز  سره د اغاحسن  څخه په دې اړه وپوښتل : « دا خبره  به څومره سهي وي  چې په یني چري کې  یو شمیر خلک دسلطان پر خلاف  په فعالیتونو کې مصروف دي ؟ ایا ته په  دې اړه  څه معلومات  لرې ؟ »
اغاحسن  ټکان وخوړ او دقاسم په لور یی و کتل اوبیا یی په ډیره محتاطه  توګه  وویل  چې : «نه زه په دې اړه ډیر معلومات  نه لرم . ماته همدومره  ډاګیزه شوې ده چې  یو شمیر خلک د تنخواګانو د لوړلو او نورو  اسانتیاو  د تر لاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي »
قاسم ورته  په تفهیمې توګه  سر و خوځاوه او د اغا حسن څخه یی اجازه واخسته   او ولاړ.
د یني چري په  فوځ کې  قاسم ډیر ژر  د یوه وړ او مقبول  سالار په څیر را څرګند شو ، اوس  یی « مور و پلار» هم  همدلته  «اورنه » ته دهغه دمشر ورورطاهر هشام  کورته  راغلی وو . اوس  نو هره ورځ په خپل آس سپور د یني چري د فوځ  مرکز ته  تګ او بیرته  راستنیدل  د قاسم  معمول ګرزیدلې و .  کله کله به هغه د داغاحسن سره  د ډوډۍ د خوراک  له پاره هم تم کیده او کور ته به  ناوخته راته .
یوه ورځ  قاسم د خپل عسکری مرکز  څخه دکور  په لور روان شو ، په لاره کې د زیتون  څو  باغونه  مخې ته راتلل، دلسمې شپې سپوږمۍ د زیتون په ونو باندې خپله رڼا غوړولې وه ، ددې باغونو سره نزدې  دغره په څنډه کې د اوبو یو  ستر ډنډ  و  چې څلور  خواو ته یی  شین والې خپله  قالینه  خپره کړې وه . قاسم  چې د اوبو ددې  ډنډ  غاړې ته ورسید نو  لږ  څه تم  شو ، ځکه چې کوم  کس د کومه ځایه  دتالاب  په لورې  کاڼې  وویشت . دا کاڼې  په اوبو کې پریوت او  د اوبو  څپې یی راپیدا کړې . قاسم سمدستي خپل آس  و دراوه  او د برق په څیر  یی په ډیره   بیړه خپله توره  را وویستله «  دلته څوک دي ؟ مخته راشئ !  او که نه  ، که ما پخپله  پیدا کړئ نوبیا به مو  د څټ  د وهلو  پرته  پرې نږدم .»
ژمنۍ هوا  هره  پاڼه  په نڅا  مجبوروله ، دسپوږمۍ  په دغه  رڼا کې  د ونو سیورې  لکه د جادو  وزمه  ښار په څیر  تورې   په  دیو  شکله  توګه  خاموشه ولاړې وې .هرې  لورې ته  خاموشي خپره وه . د آس د  سومانو  لاندې  د زیتون  د ونووچې  پاڼې په ټول  چاپیریال کې یونوې  رنګ  راپیدا کړې و . دقاسم غوږونه  پورته و او خپل ټول حسونه یی بیداره کړي و  او د چا د شتون  د محسوسولو  هڅه یی کوله .
یو ناڅاپه هغه د آس  د هڼړیدو   اواز  واورید. دا اواز  د انار دکوچنیو ونو د شا څخه  راته . قاسم د خپلې تورې لاستې  نور هم  ټینګ کړ اوآس  یی همغې لورې ته ور  وګرځاوه . هلته په ور نژدې کیدو سره یی و کتل چې هلته یو آس نه بلکه دوه آسونه وو  چې دیوې  بګۍ مخې ته  تړل شوي و.  دلته په دې ورانې ویجاړې  کې د بګۍ په کتلوسره  قاسم نور هم حیران  شو ځکه داسې  بګۍ  دلته په  «اورنه » کې  ډیر وخت  د خانانو  ښځې  استعمالوي ، دقاسم  تندې  ګونج  شو او فکر یی وکړ چې حتما  دلته کومه خبره شته . هغه  همدې بګۍ ته نزدې ورغې او په لوړ اواز  یی وویل  چې «  دلته څوک  دي ؟….. زه پوښتنه کوم چې دلته څوک دي ؟» هغه تر لږه  وخته  پورې  همداسې  څو  اوازونه وکړل،کله چې هغه ته ځواب  ورنه کړل شو نو هغه ددې بګۍ شاته پرده  دتورې  په  څوکه  پرانسته ، خو دلته هم  څوک  نه وو . اوس نو قاسم نور هم  محتاط  ګرزیدلې و . تر اوسه هغه د دې حالاتو په  نزاکت  باندې  فکر کاوه  چې د انار د ونې  د شا څخه ورته یوه  غټه  بلا  شانته  را ښکاره شوه ، قاسم سمدستې  توره  په  تیکې کې کیښوده  او د آس د زین څخه یی کمان  را پرانست ، په دې کمان کې یو غشې لا دمخه  ايښودل شوې و، هغه سمدستې دغې غټې  شانته بلاته  حکم وکړ  او ورغږ  یی کړ  چې : «  خبردار !  ته  څوک یی ؟ هملته تم شه ،  یوقدم  هم مخته را نه شې ، او که  قدم دې واخست نو په غشي دې ولم .»
دغه  هیولا   هم په خپل  ځاې  و دریده ، اوبیا  لږه  شیبه وروسته   یوه ډیره  ښکلې  نقره یی   قهقهه دزیتونو په دې  باغونو کې  واوریدل  شوه . ددې  خندا په اوریدو سره  قاسم  حیران  شو چې دا  خندا خو د کومې ښخې  خندا ده . قاسم داسې و انګیرله  چې هغه دکومې  جادوګرې  ناولې ښځې  سره مخ  شوې دې . خو هغه   په انتظار کې   اږود  پاته نه شو .  ځکه هغه دښځې  په څیر هیولا په خپله  په خبرو پیل وکړ .
« وویریدې ! …… د یني چري د پنځه زره کسیز  فوځ  سالاره ، وویریدې.»
دا دمارسي اواز  و. هغه سمدستې د ونو د سیوري څخه را ووتله او مخې ته راغله .  قاسم ته دمارسي په اړه هیڅ  ډول  معلومات  نه و . مارسي  په  نرمو  قدمونو باندې په  کراره  کراره  راغله اود قاسم تر څنګ و دریده . اوس نو هغه په څرګنده توګه  په سترګو کیده، د لسمې شپې  د سپوږمۍ درڼا  وړانګو  دهغه  روڼ  اوښایسته مخ  نور هم ښایسته کړې و . دهغې  غټې  غټې سترګې  دنیل رنګه  ډنډ  په څیر ځلیدې . هغه په خندا خندا  د قاسم خوا ته راغله  او په ډیره ښه لهجه یی ورته وویل :
« درونده سالاره !  زه له تاسره  په دې توګه  د کتلو  په اړه  بښنه  غواړم ، خو ماسره  ددې نه پرته بله  لاره  نه وه . که چیرې  ددې نه مې زیات  ځنډ کړې وې نو شونې وه چې ډیره زیاته  تباهي  به خپره شوې وې . په دې اساس  ما دا غوره و ګڼله  چې ستا لاره و نیسم  او له تاسره  خبرې وکړم ….. زه د ډیره وخته راهیسې ستا انتظار  کوم .»
دمارسی دخبرو  څخه قاسم  ټکان  وخوړ . خو هغه تر اوسه  پورې په لاره  کې  ددې ولاړې  پیغلې  په خبرو باندې باور نه شو کولې . هغه د مارسي  څخه  داسې  پوښتل چې  هغسې  پوښتل یی حق هم و .
« ته چې ماته څه ویل غواړې  هغه  به را ته  وروسته ووایی ، خو لمړۍ راته دا ووایه چې ته  یی څوک؟»
مارسي  خپلې زلفې  او سترګې   را پورته کړې  او د شونډو څخه یی  خندا  لرې کړه  او په پوره دقت سره  یی وویل چې :« درونده سالاره !  ته   زما په اړه د پوهیدو  څخه مخته  دغه  مهم  راز  په غور سره واوره  چې زه یی درته را  بربنډوم .» مارسي  ددې خبرې سره  سم ورته  وویل :« درونده سالاره !  ته یقین وکړه  چې د سلطان  له اړخه  منل شوې  زوې  سکندربیګ  د زړه نه مسلمان شوې  نه دې . بلکه هغه د عیسویانو د یوه ژور  چال اوسازش  له مخې د جان کسټریاټ  څخه  په سکندر بیګ  باندې  بدل  شوې دې . سلطان هغه ته په ناپوهۍ کې  دغربي پولو جاګیر ور  وسپاره . تا ته  به دا ډاګیزه وی  چې هغه دالبانیه د مړشوې پادشاه جان کسټریاټ  مشر  زوې دې ، هغه  غواړې چې  د یو شمیر عیسوي  جاګیردارانو او د فوځ د یو شمیر سالارانو په کومک  بغاوت وکړي ، هغه غواړي د البانیه د سلطان د باج ورکولو  څخه ځان ازاد کړي او دسلطان څخه بدله  واخلي ،ځکه دهغه په آند دهغه  درې  کوچني ورونه د سلطان  لخوا په زهرو وژل شوی دي .
درونده سالاره !  ته زما په خبرو باندې  یقین وکړه ، په دې ژور  پلان اوسازش  کې  ابوجعفر نومې  یو شخص هم  شریک دې ….زه تاته ددې نه زیات  نور څه ویل نه غواړم .»
مارسي همدومره خبره  وکړه اوبیا په ډیره  بیړه دخپلې بګۍ په لور  ور روانه شوه . قاسم تر اوسه پورې دحیرانتیا څخه  هملته په خپل ځاې  د وچ  لرګې په څیر ولاړ و . هغه وکتل چې د ونو د بوټو څخه یو ځوان راووت  چې د ګاډیوان  په څیر کالي یی اغوستې وو . هغه  هلک  په تیزۍ سره په بګۍ  کې کیناست  او آسونو ته یی لښته ورکړه ، قاسم د حیرانتیا ددې ډنډ  څخه هغه وخت  را  یښ  شو  چې د مارسي  بګۍ  دهغه ځایه تللې وه .
هغه ته  دهغه  ځایه  په ناڅاپې توګه  ددې  اجنبي پیغلې  تلل د خفګان  وړ و ګرزیدل ، له ځانه سره یی پریکړه وکړه  په آس  سپور شو او د آس  واګې یی  سستې  کړې ، اوس نو هغه مارسي تعقیبوله ، هغه غوښتل چې ددې پیغلې په اړه  معلومات  تر لاسه  کړی  چې هغه  څوک وه ؟ او هغه څه یی  چې ده  ته ویلې تر کومه ځایه پورې  حقیقت لري ؟ دهغوې بګۍ  هم په لمړیو کې ډیره ګړندۍ ځغلیدله . خو ښاری  ابادۍ ته په رونژدې کیدو  سره  هغې  خپل  ګړندیتوب  پریښود او کرار  کرار  روانه  و ه.   د یني  چري  عسکري کالوني  د «  اورنه » څخه  بیرون   اروپاېې لورې ته پرته وه . دهغه ځایه د ښاره پور ې د راتللو له پاره  څو کوسه  واټن  وهل  کیده . دښار  دیوالو ته د ورسیدو سره سم  دمارسی  بګۍ  په ناڅاپې توګه  تم کړل شوه . دلته  هم سپوږمې  ټوله سیمه  په  خپله رڼا باندې  ښایسته کړې وه. دقاسم آسپ  چې د بګۍ څنګ ته  ورسید نومارسي د بګۍ  شاته  پرده  پورته کړه ، قاسم هم د بګۍ  شاته برخې ته ور ورسید اوهلته ودرید. اوس نو مارسي اوقاسم یودبل  سره مخ  په مخ  و . دواړو  یو دبل په سترګو کې سترګې ور ننویستې . خو بیا  معلومه نه شوه چې  ولې مارسي خپلې سترګې  ښکته کړې ، قاسم  داسې و انګیرله چې هغه  پخوا هم مارسي  چیرې کتلې وه . هغه په خپل ذهن باندې  زور  راوست ، خو هیڅ ورته په یاد را نه غلل . بلاخره قاسم په ډیره  باورې  توګه د مارسي څخه وپوښتل :
« ګوره  محترمې !  هغه څه چې تا ماته وویل  هغه نامکمله او نا قابل  باور دي . زه په همدې خاطر ستا تر شا راغلم  تر څو له تا څخه  نور معلومات هم تر لاسه کړم . ددې نه علاوه  زه  هم غواړم  له تا وپوښتم  چې تا ددې خبرې د ویلو  له پاره زه ولې  انتخاب کړې یم ؟» که تا غوښتلې نوپخپله تر سلطانه پورې ور تللې شوې ، د سلطان  نه اخوا د سلطنت  نور  مهم مشران هم دلته شته  ، خو ددې ټولو په شتون کې زه ، بلکه یو نوې او اجنبي  شخص  ولې  غوره کړ ؟  قاسم ددې خبرو کولو په وخت کې دآسه را کیوتې و.
مارسي  قاسم ته ځواب  ورکړ ،« درونده سالاره ! ته  به د «اورنه » له پاره اجنبي اوسې   خو زما له پاره  بلکل  اجنبي نه یی . ما وکتلې  چې ته  زما تر شا  را  روان یی  نو پخپله مې بګۍ  و دروله  تر څو ښار ته  د ورننوتلو  دمخه  تاته خپله مجبوری  ووایم . په دې وخت کې  دلته په  اورنه کې  ستا  نه اخوا بل داسې کس  ماته  نه تر سترګو کیږي  چې زه ورسره په اسانۍ  سره ووینم  او باور  پرې وکړم . ما ته ددې له پاره هم  انتخاب کړې  چې تا دمیلې په ورځ  سکندر بیګ ته ماتې ورکړې ده  او په همغې یوې مقابلې کې   دې دهغه  د شیطانی فطرت  په اړه اګاهي تر لاسه کړه  …. زه  له تانه دا غواړم  چې دخداې  له پاره ، چې زما په اړه  اوس  د پوهیدو  هڅه مه کوه ، ځکه چې زه مجبوره یم . کله چې کومه  مناسبه خبره  مخته راغله نو  زه به پخپله ستا مخې ته راځم او خبروم  به دې .  بیا به  زه تاته دا هم ډاګیزه کړم   چې زه  څوک  یم .»
اوس نو د اوږد قد  قاسم د مارسي  سره  ډیر نژدې ولاړ و ،هغه دمارسي په سترګو کې دسهار د ستوري په څیر  ځلا هم  کتله  او د شفق  په څیر سوروالې هم . دا پیغله د قاسم د آند څخه  هم ډیره  ښایسته او حسینه وه . دمارسي  پراخه  تندې   د هغې د ذهانت  ثبوت  وړاندې کاوه. دهغې وجود نازکه هم واو سخت  هم  ، داسې څرګندیده  لکه د یاقوتو کاڼې  ته  چې لباس  ور  اغوستل شوې وي . دقاسم ذهن  دمارسی  دښایست په کتلو سره  راپاریدلې و . هغه خپل ځان  سنبال کړ  او تر شونډو لاندې  مسکا  کې یی وویل :
« تا چې ماته څه وویل ، زه هغه سلطان ته نه شم ویلې ، ځکه د کوم ثبوت  پرته   سلطان ته د سکندر  په څیر  د نزدې  وګړي په  اړه داسې ګوته پورته کول دعقل  خلاف کار دې …..هو ، زه  به دخپله اړخه د سکندربیګ په  اړه  ځانته  د معلوماتو د تر لاسه کولو هڅې وکړم ….اوس که  ته چیرې ماته  دخپل ځان په اړه  څه نه وایی  نو مه یی  وایه …. خو زه غواړم  چې په دې لړ کې یو ځل بیا له تاسره ووینم . کیدې شې چې تا زما خبره درک کړي وي .» قاسم د مارسي  نیل رنګه  سترګو کې  د غوټې خوړلو  په وخت کې  وویل .
مارسي د قاسم  په حالاتو پوه شوې وه او په  زړه کې  یی ډیره خوشحالي  احساسوله ، مارسي ته پخپله هم د قاسم په څیر د یوه  توانمنده  انسان  اړتیا وه . نو هغې که دقاسم سره د زړه  سودا کولې  او قاسم هم  دهغې دمحبت  ځواب  په محبت  ورکړې وې  نو دا دمارسي له پاره دراتلونکو ګواښونو او خطرونو څخه  د خوندی پاته کیدو  یواځنۍ لار  وه . مارسي د قاسم خبرې واوریدې او دڅه  فکر کولو  وروسته یی  په ټیټ اواز  سره وویل :
« سهی  ده ! …… زه به  پخپله له تاسره ووینم ….. خو ته زحمت  مه باسه  ،»
«نو تاته  به څه ډول  ډاګیزه شي چې زه له تاسره  کتل غواړم ؟»  قاسم دمارسي خبره ور غوڅه کړه  او ترې  ویی وپوښتل . مارسي ورته د مسئلې  حل و ښود او ورته یی وویل :  « ددې حل  دادې  چې کله کله به زما باوري ملازم  «اکبر» ستا په خدمت کې  حاضریږي »
قاسم  ورته یو ځل بیا وویل  چې  « ایا ستا ملازم خو به همدا کوچوان  نه وی  چې همدا اوس  ستا بګۍ ځغلوي ؟ »
« هو ! …… همدا  دې ،…..زه به هغه  ښه وپوهوم  چې هغه  به څه کوی !»
ښه ، ډیر ښه ،  یوه اخري  خبره راته وکړه ، تا دیوه  شخص نوم واخست ….ابوجعفر … ایا ته ددې وګړي په اړه  لږ  نور څه هم  ماته  ویلې  شې ؟ قاسم ته په همدې وخت کې د ابوجعفر  نوم  به ذهن کې راغې نو سمدستې یی دمارسي څخه  دهغه  په اړه وپوښتل ، مارسی ورته  وویل :
فې الحال زه  ددې  نه  زیات  څه  نه شم ویلې ، چې دا شخص د عثماني سلطنت پر خلاف  په  هر سازش کې  شریک دې . خو اوس ددې نه زیات  ځکه  زه   نه  شم ویلې  چې  ددې وګړې پر خلاف  له ماسره هیڅ  ډول  ثبوت  نه شته . خو دا  سړې ډیر مکار او سازشي  شخص دې  اوزه په دې ډاډمنه یم چې  همدې سړې   د «یني چرني» سپه سالار انو او د سلطان  یو شمیر  خپلوانو ته  هم  لاره پیدا کړې ده .»
دابوجعفر  په اړه  دداسې خبرې په اوریدو سره  قاسم نور  هم په حیرت  کې پریوت ، ځکه چې هغه د ابوجعفر سره کتلي وو. ابوجعفر دهغه د ورور کور ته راغلې و  او په همغې ورځ  قاسم دهغه  دمارصفته سترګو  دکتلو وروسته ډیر محتاط  شوې و . قاسم غوښتل خبره  اوږده  کړي او  لږ څه نور  معلومات هم تر لاسه کړي  چې  مارسي ترې  سمدستي  اجازه و غوښته ، مارسي  مسکۍ  مسکۍ  کیده او دشاتو په څیر په خوږه  ژبه یی وویل  :
« اوس ماته اجازه راکړه  چې پر ما ناوخته  کیږي .»
قاسم  ورته  زړه نازړه سر و خوځاوه . مارسي کوچوان  ځوان ته اشاره وکړه ، بګۍ  روانه  شوه او لږه شیبه  وروسته  هوایی  شوه . قاسم  په درنو پوندو بیرته راستون شو اوپه اس  سپور شو اودخپل کور په لور روان شو .  
دهغه وخته راهیسې چې سکندر بیګ  « اورنه » پریښوده  او  ددې ځایه ولاړ  نو د ابوجعفر فعالیتونو دپخوا څخه نور هم ډیر  ګړندي شوي و. ځکه  چې دهغه تر ټولو غوره او مهمه  مهره  اوس د خپل  مقصد  په لور روان شوې و . سکندر بیګ  د  غربي سیمو په لور   د تللو په وخت کې ډیر  مذموم  مقاصد له ځانه سره  وړي و . اوس نو ابوجعفر همدلته  په  «اورنه » کې ناست  او  دوه  ستر پلانونه یی مخته بوتلل . لمړۍ  یی  په  البانیه کې دسکندربیګ  بغاوت او هلته د خپلې  خپلواکۍ  پلان و. اوبلی  یی د ینې چري  فوځ  د یوه  ستر بغاوت  له پاره  تیارول و . هغه څه  چې اوبوجعفر د سکندربیګ په اړه غوښتل  هغه  ټکې په ټکې  پوره  شوي و او سکندر هم  د ابوجعفر څخه  اخري  هدایت اخستې و اود خپل  مقصد په لور روان شوې و . او په یو څو ورځو کې سلطان مرادخان  ثاني ته دالبانیه له لورې د یو ستر  زیان خبر رارسیدونکې و . دبله  اړخه  ابوجعفر  په یني چري  فوځ کې د خپل بغاوت د پلان  د پلې کولو په اخری  لیکو کې و . په یني چري کې یو شمیر داسې نوي مسلمانان هم وو چې  د زړه له کومې  یی د اسلام په منلو کې لا  تر اوسه  ډیر وخت  پاته و . ابوجعفر به همداسې  ځوانان  ښکارول . هغه په همدې توګه  ډیر شمیر ځوانان  د مختلفو  لارو  څخه دخپل پلان اوسازش  په دې جال کې را ښکیل کړي و .
اوبجعفر ډیر  خوشحاله و ځکه دهغه پلان په پوره  بریالیتوب  سره مخته روان و. هغه د تیرو  څو کالو راهیسې همدلته په  «اورنه » کې  پروت  و. خو هیڅکله د چا  سترګو ته رانغې . او اوس خو دهغه  ټول کارونه په اورنه کې   پاې ته رسیدونکې وو . هغه  اوس د سکندربیګ  له اړخه د بغاوت  انتظار کاوه . هغه ته د البانیه دخپلواکې د اعلان   په اړه  بیړه وه  ، ځکه دهغې  اعلان سره سم دلته په اورنه کې د یني چري د فوځ  یو شمیر سالاران  راپورته کیدل او ددې ځاې اوسیدونکې یی  یرغمالول . همدا  راز د یني چري  یو شمیر  سالاران او د سلطان  یو شمیر خپلوان  د سلطان  د محل  د نیولو  له پاره لاس  بډوهلي ناست وو . په دې توګه  ابوجعفر  د قسطنطنیی  دقیصر  په حکم  د عثماني سلطنت د تباه کولو  له پاره  هر څه تیار کړي و . د بله اړخه  د څو ورځو راهیسی دا خبر هم خوله په خوله کیده  چې دسلطان  یو شمیر اروپایی باج ورکونکې  ریاستونه د بغاوت  په لور  روان دي   اویوشمیر  خو یی لا تر مخه دا اعلان کړې دې  .
په داسې حال کې  چې د بوسنیا ،  سربیه او هنګري  فوځونه  د «هونیاډې » تر بیرغ  لاندې  سره را ټول شوي و . په حقیقت کې دسربیه  دپادشاه  « سټیفن » چې د سلطان مرادخان ثاني  خسر  هم و، دمړینې وروسته  سربیه  د عثماني سلطنت څخه د بیلتون  او دخپلې  خپلواکۍ  اعلان کړې و . د لارډ سټیفن  ځاې ناستې  یوبل عیسوي  « جارج برنیک وچ  » نومیده . دا وګړې دخپل  سلف په څیر   عاقل او  سنجیده  انسان نه و . په دې اساس د قسطنطنیی  قیصر  دهغه په خلکو  کې د  تارونو د ځغلولو  له پاره  ښه کار و کړ . قیصر  دهغه په ولس  کې د عثماني سلطنت  پرخلاف دکرکې   د راپارولو  له پاره ډیر ګړندې کار وکړ  او په دې  لاره  کې یی   جارچ برنیک  هم  دخپل ځان  ملګرې کړ. د هنګري خلکو  هم   ، چې په دې وخت کې یی د «نکوپولس »  د ترخې  ماتې  تجربې  له یاده  ویستلې وې  نو هغوې هم د عثماني سلطنت پر خلاف   دبغاوت  له پاره خپل ځانونه  تیارول پیل کړل . هغوې  په دې  تیاریو کې  څو کاله  وخت  مصرف کړ .
په همدې وختو کې  سلطان مرادخان ثاني  په (۱۴۳۰) کال کې   « د زانتي جزیره » او د «یونان »  د جنوبې  برخو تر څنګ  د «سالونیکا» پورې ټوله سیمه  فتح کړې وه  او دلته یی  وینسیانوته ماتې  ورکړې وه . تر څنګ  یی د وینس ریاست  په ډیرو  خرابو  شرایطو   سر ه دسلطان سره  سوله وکړه  ، څرنګه  چې وینس دقسطنطنیی د قیصر  ملاتړې و  نو په دې اساس  د قسطنطنیی  قیصر  دهغوې په ماتې  اوذلت باندې ډیر خوابدې  شو . همدا علت  و چې قیصر په خپلو سازشي  پلانونو کې د پخوا څخه  زیات  ځآن  مصروف کړ . د یوه  اړخه دلته په اورنه کې دهغه جاسوسان  خپلو مقاصدو ته  ور  نژدې  شوې و  اود بله اړخه  سربیه ، رومانیه ، هنګري ، کروټیا عیسایی  سلطنتونو هم  د بغاوت  بیرغ  را پورته کړې و . که څه ددې  بغاوتونو د ټکولو  له پاره یو ځل  سلطان   په ۱۴۳۸ کال  کې  یو لښکر  واخست  او دجنګ په ډګر  کی یی  نژدې   اویازره  عیسایان  بندیان  له ځانه سر ه راوړل . خو  کله چې  سلطان دهغو میدانو څخه  بیرته راستون شو  نو په  هغوې سیمو کې  یو ځل بغاوتونو سر  را پورته کړ .
په همدې ورځو کې  د غربي اروپا  د جنګونو تجربه لرونکې سپه سالار  « جان هني ډیز»  یعنې  « هونیاډې»  هم د هنګرې  څخه راستون شو.  هونیاډې  د  سجمنډ پادشاه  نا جایزه  بچې و. دهغه مور  «ایلزبت مارسي » یوه ښکلې  حسینه اوبدکاره  ښځه وه. هونیاډي هنګرې  ته د رارسیدو سره  سم  د فوځ  سالاري  په خپله ولکه کې واخسته  او دراتلو سره سم  یی د ترکانو پر خلاف د جنګ اعلان وکړ . هغه د « ټرانسلونیا»  د ولایت څخه ترکان وویستل . د ترکانو جرنیل  « فریدبیګ » چې دسلطان له اړخه  هلته   د چارواکې په څیر  ټاکل شوې و  د هونیاډې په لاسو په شهادت ورسید. په د ې  جنګ  کې  د فریدبیګ  ځوان  زوې او شل زره   نور عثماني  عسکر  د هونیاډی  له لاسه  په تورو  و ریبل شول . او هغوې چې  د هونیاډې  لاسو ته ژوندې  ورغلي و  دهغوې سره یی  هم ډیر ناروا  سلوک وکړ . هغه د دې  سوبې  په خوشحالیو کې  په هنګري کې جشنونه  اومیلمستیاوې  جوړې کړې  او په دې  جشنونو کې به یی کله کله مسلمان  بندیان په ډیره بې دردۍ سره وژل . په دې توګه  د خوشحالیو په غونډو کې د دې ترکي  فوځیانو  وژل   یوه  په زړه پورې لوبه ګرزیدلې وه.
کله چې  سلطان  مرادخان  ثانې  ته  د فریدبیګ او نورو شلو زرو  فوځیانو د وژلو  او  د بندیانو  د بې رحمانه وژلو خبر  را ورسید نو هغه د هونیاډی پر خلاف او د بدلې  اخستلو له پاره  د یوه ستر لښکر د ورلیږلو  پریکړه وکړه  ، خو هغه ته  دا ډاګیزه شوې نه وه  چې   عیسایی  دنیا  یو ځل  بیا  متحده شوې  او د اروپا  د براعظم  څخه یی  د ترکانو  د ویستلو  پرکړه کړې ده .
دا ځل ترکانو ته د ماتې ورکولو  او د اروپا د لویی وچې  څخه دهغوې د ویستلو  له پاره  په اروپایی ولسونو کې   ډیره زیاته  جوش او جذبه  را خوټیدلې وه چې مثال یی  ددې نه مخته  نه و لیدل شوې.   د هنګري پادشاه  « لارډ سلاس »  اود هنګري  سپه سالار « هویناډې »  په دې  اړه د هر چا  څخه مخته وو. اواوس خو د فریدبیګ د وژلو وروسته دهغه  دمیړانې  اوبهادۍ قصې په  ځاې ځاې  کې کیدې. په دې خاطر  د ټولې اروپا  هر ځوان  غوښتل  د عثماني سلطنت پر خلاف  په دې جنګ کې  شریک شي . ددې ترڅنګ د رومن  کتولیک دکلیسا  پوپ دې  جنګ ته د مقدس  جنګ  نوم ورکړ  او خپل کارډینل  «جولین » یی  ددې صلیبي  جنګ  په  خاطر  دخپل نماینده په څیر  روم ته و استاوه .
کارډینل  جولین د  شرقې اوغربي اروپا بیړنۍ  دوره  وکړه  اوپه هر ښار کې یی د مسلمانانو پر خلاف  دخلکو  د راپارولو له پاره  تبلیغ پیل کړ . هغه به هر  چیرې  چې ورته ، نو هلته به  یی د مسلمانانو  په اړه  د درواغو  قصې  جوړولې اوخلکو  ته به یی اورولې  او د اروپا عیسویان  ته به  یی د  غفلت  د خوبه  د رابیداریدو  تلقین  کاوه . کارډینل  جولین  د یولسمې  پیړۍ  د «پطروس هرکولیس »  د ژوند تاریخ  پوره لوستې و . هرکولیس  لمړنۍ کس و  چې دصلیبي  جنګونو بنسټ یی کیښود. هغه د سلطان صلاح الدین ایوبي پرخلاف  د ټولې اروپا  فوځ  را یو ځاې کړې و  اودهغه دمقابلې  له پاره یی راوستې و . هرکولیس هم پخپله پادري  و اودمسلمانانو سره سخته دښمن پاته شوې و . هغه ددې مقصد  له پاره  خپله ځوانه لور  لوڅې پښې او شکیدلې  کالي په کوڅو  او سرکونو ګرځوله …. خو تر شا به یی دعیسوي راهبانو  یو لښکر هم را  روان و . هغوې ټولو  به  په غاړو  کې  دصلیب  سترې  ستر ې  نښې  را ځړولې وې. اوستر صلیب  به یی د ټولو تر مخه  ووړ . هغوې  به خلکو ته ویل چې مسلمانانو  ستر صلیب  په  کوړو  وهلې دې  اود مقدس  صلیب  سپکاوې یی کړې دې .
د پطروس هرکولیس په قدمونو د تلو له پاره   جولین  هم  همدا کار وکړ .  هغه د اروپا اوسیدونکو ته وویل چې ټوله عیسوي  نړۍ  د ترکانو په لاسو  تباه کیدونکې اوډوبیدونکې ده  نو که اوس  هم  عیسوي ځوانان د جنګ ډګر ته را ونه دانګي  نو بیا به دمسیح نوم اخستونکې  په نړۍ کې پاته نشي . همدا  علت  و چې ډیر ژر  د هنګری ،سربیا ، والیشیا ، پولینډ  ، جرمني ، ایټالیی ، فرانسې ، اسټریا  او بوسنیا  فوځونه  د هونیاډې  تر قومندې لاندې سره  راټول شول .
دابوجعفر ځانګړې  لاس پوڅې  سکندر بیګ   په همدې حساسو وختو کې دالبانیی په  لور  روان شوې و . سکندربیګ د ډیر لږ وخت  له پاره هلته په خپل  جاګیر کې تم شو ، هغه  هم د ترکانو پر خلاف د هونیاډې  د راتلو انتظار  کاوه ، څنګه  چې د هونیاډې  لښکر مکمل  شو  نو سکندر هم د خاصې البانیی په لور  ورغې  اوبیا همغه څه وشول  چې ……
د سلطان مرادخان ثاني منل شوې زوې ، دهغه په محل کې  د اولاد په څیر  پالل  شوې   سکندر….. دچاسره چې سلطان  ډیره زیاته مینه کوله  او څوک  چې  سلطان  یواځې  د اتلس  کلنۍ په عمر کې  د یوه  «سنجق»  حاکم  ټاکلې و  او بیا ورته دسکندر بیګ  لقب  ور  کړې و …. غدار  وخوت . سکندر  د خپل  کړچار  څخه  دا ثابته کړه  چې  هغه دهغې مار په څیر دې  سلطان ورته شیدې ورکړل او را ځوان  یی کړ . سکندر دسلطان ټولې  ښیګڼې  له یاده وویستلې  او دخپل  سازش  په اخري مرحله کې یی په پوره بریالیتوب  سره  قدم واخست .
داسې وشول  چې ….. هغه وخت چې سکندر د اورنه  څخه  تلو ته تیار و نو غوښتل یی چې مارسی هم له ځانه سره یوسي  خو ابوجعفر وته سلا ورکړه  چې  «  مارسي اوس  له ځانه  سره مه وړه ….» هلته په البانیه کې د خپل  کورني پادشاهې  د جوړولو وروسته به بیا ستا  له پاره د محل  دکنیزې  مارتها  او دهغې  دلور مارسي درغوښتل  اسانه وي ، ځکه  چې دا مور اولور  دواړه  په خپل  عیسوي مذهب باندې   ولاړې دې»
سکندر ته هم  د ابوجعفر  خبره  معقوله  ښکاره  شوه. نو هغه  وخت چې مارتها هلته په خونه کې دننه دخپلې لور مارسي  سره خبرې کولې  اوبیا  بیرون  را ووتله  نوهمغه  وخت  ابوجعفر او سکندر په خپلو منځو کې  دا پریکړه کړې وه. همدا علت  و چې  دمارتها په دې خبرې  چې  مارسي  له تاسره اوس  تلل نه غواړي ، سکندر  خفګان  و نه ښود .
سکندر دهغه ځآیه  د غربي پولو په لور  ولاړ  او څو میاشتې یی هلته د هونیاډې  د فوځونو د تیاریدو  له پاره  انتظار و کیښ . خو کله چې په  ۱۳۴۳ کال  ترکي  فوځونو د هونیاډې  په مقابل کې ماتې وخوړه  ، فریدبیګ  د شل زره  نورو  کسانو  سره په کې شهید کړل شو  نو سکندر هم  په خپل  آس  سپور شو د غربي پولو په لور  ولاړ ، په دې وخت کې دهغه سره یواځې  یوه ساتونکې  ډله وه . سکندر په ډیره ګړندۍ توګه سفر کاوه . هڅه  یی کوله  چې په پټو لارو باندې  ولاړشي ، هغه د سلطاني  لښکر د قرار ګاه پورې  راغې خو  دې  قرار ګاه ته د رارسیدو دمخه  یی  څو  کوسه  لرې  دمه  وکړه  او د شپې  د راتلو  انتظار  یی وکړ .
نیمایی شپه  سکندر   دخپلو ملګرو سره یو ځاې دسلطاني لښکر خیمو ته را ورسید. سکندر  خپل ساتونکې  دخپله ځانه  د یوې کلا په  څیر  راتاو کړل  اوپه خپله د سلطان  رئس  الافندي « میرمنشي » خیمې ته ورننوت .  میرمنشې  په خواږه خوب  ویده و چې سکندر  توره  یی د  ورمیږ  سره  و نښته ، سکندر د خپلې تورې په څوکه باندې  میرمنشی  و ټومبه ، میرمنشي سمدستې  راپورته شو ، خو کله یی چې سترګې پرانستې  نومرګ  یی  په سر سپور و . کله چې هغه حالات وکتل نو سکندر  ورته  تر سترګو شو . په دې وخت کې  ورته سکندر وویل :
« رئیس  الافندي ! زه تاته حکم کوم چې همدا اوس  او همدا ګړۍ  د البانیا  صوبیدار ته  شاهی مکتوب  ولیکه …. هغه ته ولیکه چې سکندر بیګ  چې دسلطان له اړخه  د وائیسراې  په څیر  هلته در رسیدلې دې  ، ورته د البانیه  د دارالسلطنت  په ګډون  د  ټولو سیمو  واکمني وروسپاره .»
درئیس  الافندې  د پښو لاندې  زمکه  و تښتیده ،هغه دا  فکر هم نه شوکولې  چې دسلطان  روزل شوې  غلام به  تر دې  حده  پورې  مخته ولاړ شی . هغه ته په خپلو غوږونو یقین  نه راته  ، په دې خاطر  هغه  د لږ څه  ځنډ  نه کار واخست ، سکندر  سمدستې  دخپلې تورې  سر ته  لږ  څه نور  زور  هم ورکړ ، په دې وخت کې  د رئیس  الافندې  ساه  بنده  شوه ، اوسمدستې یی دحکم د تعمیل کولو اشاره وکړه . سکندر یی د غاړې  څخه  توره  لرې کړه .
افندي  په لړزان  ځان  پورته شو  او په ډیره بیړه یی سلطانې  حکم نامه  ولیکله . ددې مکتوب د لیکلو وروسته یی  پرې  د سلطان  مرادخان  ثاني مهر ثبت کړ  او هغه یی  سکندر بیګ ته ورکړ ، سکندر بیګ په یوه لاس  مکتوب  واخست او په بل  لاس  یی  توره  پورته کړه او کمزورې  ريس الافندی  یی  پرې داسې وواهه  چې دهغه سر  له تنې څخه پرې کړل  شو . اوس نو هغه د البانیی د ښار « کروټیه  » دترکي صوبیدار  په نامه  حکم نامه  تر لاسه کړې وه . هغه  غوښتل دهمدې فرمان  په واسطه  په البانیه باندې  ولکه وکړي .
سکندر  خپل کار په پوره بریالیتوب  سره  تر سره کړ  اودخیمې  څخه ووت ، دهغه ملګرو  په پوره احتیاط سره پهره کوله ، سکندر  خپل ساتونکې له ځانه سره واخستل او په پوره  بیړه  د البانیی په لور  ولاړ. هغه د خپل  سفر  په دریمه ورځ   دکروټیه « آق حصار»  ته ورسید. سکندر  د شاهي فرمان له مخې د ترک  صوبیدار  څخه د خپل پلار  تخت  بیرته واخست او ترکې  فوځونو ته یی د البانیی  څخه  د سمدستې وتلو حکم وکړ . په البانیه باندې  ولکې کولو وروسته ، بله ورځ  هغه په ښار  کې اعلان وکړ  چې هغه د اسلام  دین پرې  ایښې اوبیرته عیسوي  شوې  دې . البانوي خلکو  چې دخپل  پخوانې پادشاه زوې  په دومره میړانې سره د سلطنت  په ولکه کولو  وکوت  نو پرې  زیات خوشحاله شول  . هغوې د سکندر بیګ  لاس  نور هم ورکلک کړ او دهغه په فوځ  کې  ډلې ډلې  را شامل شول .
سلطان مرادخان  ثاني ته دترکي  فوځې سالار   فریدبیګ د  وژلو اوماتې وروسته د خبر هم سخت  ټکان  ورکړ   ، هغه په څو ورځو کې  مات  رامات شو ، ځکه چې  هغه  سکندر بیګ په ډیر نازو  نعمت کې  پاللې و . دسکندربیګ  بې وفایی  سلطان ته داسې  ټکان ورکړ  چې هغه یی دناروغتیا له امله د کټ  کړ. نن سبا د ابوجعفر په مخ   خوشحالۍ  هم وې او حیرانتیاوې  هم . ځکه دهغه له اړخه  تیار کړل شوې  سازش  بریالیتوب ته رسیدلې و ، سلطان  لا تر اوسه پورې ددې  ټکانونو څخه  را وتلې نه و چې  یوبل  بد خبر ورته را ورسید. دهغه  دسلطنت په اسیایی برخه کې  د کوچنۍ  اسیا  په  ښار « قونیا»کې قیصر یو لوې  سازش  بریا ته رسولې و . د قونیا  سردارانو هم دبغاوت  بیرغ پورته کړ ، دې کار  سلطان دخواږه  خوبه را ویښ کړ . دغې  دریم  بد  خبر  سلطان  د ناروغتیا  اومړینې  څخه  را وویست  او نوې  ژوند یی ورپه برخه کړ .  هغه د یوه  سیلۍ اوتوپان په څیر را پورته شو ،خپله توره یی د  تیکې  څخه  را وویسته او نیغ  دسلطنت  دربار ته ورغې .


لومړۍ برخه – دا برخه