کور / سياسي / د بنګله دېش بې ستري ( شلمه برخه )

د بنګله دېش بې ستري ( شلمه برخه )

دا هم يواځې تصادف نه دى چې پداسې حساس وخت کې د دوه اويا ساعتو څخه وروسته بوټهو صاحب په ډاګه خپله مفکوره بدله کړى. د فبروري په يوولسمه نيټه يې په ملتان کې د اساسي قانون په هکله خبرې کولې. په دولسمه يې په راولپينډۍ کې له يحيى خان سره کتنه وکړهاو په څوارلسمه نيټه يې په پيښور کې ولى خان ته په اسامبله کې د ګډون نه کولو تصميم څرګند کړ.
د فبرورى د ديارلسمې نيټې وينا چې (لوى قدرت پريکړه کړې) هم د يادونې وړ ده! د ډيرو [ښکارنده شواهدو په رڼا کې پدې هکله] د سرخوږونو او فکر کولو ځاى نه پاتې کيږي چې څوک د چا له خوا پروګراميدل او د څه لپاره!؟ شيخ مجيب په دې موده کې څه کول؟
باوري خبره دا ده چې هغه په داسې تخريب باندې لکه کوم چې بوټهو صاحب لاس پورې کړى و فکر نه کاوه.  د عوامي ليګ مشر لکه څنګه چې خارجي خبريالانو ليکل له جنورى څخه په هغه خوا يې خورا جدى کړنلاره غوره کړې وه. او دا جديت د اسامبلې د غونډې کولو د ځنډولو په هکله و. نور نو کوم  بل څه حتى د مسټر بوټهو اعلام هم چې د اسامبلې په غونډه کې به ګډون ونه کړي په ده باندې کومه اغيزه نه درلوده.
د يحيى خان دلايل چې د اسامبلې د ځنډولو لپاره يې وړاندې کړل د يادونې وړ دي. د ١٩٧١ کال د مارچ د مياشتې په لمړۍ نيټه يې په خپل برودکاست کې وويل:
“په تيرو شويو څو هفتو کې يقيناً چې زموږ د سياسي مشرانو تر منځ ليدنې کتنې شوې دي. مگر په ډيره خواشينى سره بايد څرګنده کړم چې د دې پرځاى چې کومې موافقې ته ورسيږي، زموږ ځينو مشرانو سخته ليار نيولې ده. دا ډير د افسوس وړ ده اودې حقيقت په ملت باندې د توربختى سيورى اچولى دى. په لنډ دول وايم چې د  پاکستان نوى ګوند (پاکستان پيپلز پارټى) او ځينو نورو ګوندونو ! پريکړه کړې چې د مارچ په دريمه نيټه د ملى اسامبلې په افتتاحيه غونډه کې ګډون ونه کړي. په دې برسيره د هندوستان له خوا چى ځينى ګډوډى يې راپيدا کړې دي په دې چال چلن پوره بده اغيزه لري او وضعيت لا پسې خړ پړ کوي. نو په دې  هکله مې پريکړه وکړه چى د اسامبلې غونډه تر يوې بلې راتلونکې نيټى پورې وځنډوم.”
د دې لپاره چې خپل دليل پياوړى کاندي، يحيى خان خپله وينا داسې اوږده کړه: “ما ته پوره څرګنديدله چې د پاکستان ګڼ شمير نمايندګانو په اسامبله کې ګډون نه وى کړى او که ما غونډه افتتاح کړې واى نود نمايندګانو تر منځ به ماتې راغلې وى او ټولې هغه هڅې به مو چې اولس ته د قدرت د سپارلو ! لپاره کړې وې، په خاورو بدلې شوې وى.”
دا وينا چې د پاکستان په تاريخ کې د ګرځيدو ټکى دى، خورا د غور وړ ده. دا وينا له عجيبه تصرف اوله هغه څخه ډيره عجيبه او د ډيرو حيرانوونکو او غولوونکو دليلونو اود حقايقو له مستقيم تکذيب څخه ډکه ده.
لمړى دا چې  نوموړى د ختيځ-لويديځ له شخړې څخه خبرې کوي، مگر د بوټهو صاحب اعصابوته چې د ټولودسيسواو توطيو بنسټ دى هيڅ ګوته نه نيسي.
دويمه دا چې يحيى خان بايد داسې خيال نه درلودلى چې که چيرې بوټهو صاحب اعتصاب وکړي نو اسمان به ځمکې ته راکوز شي ! او په اسامبله کې به ماتې راشي.
د مارچ په لومړۍ نيټه د اسامبلې د غړو له دريو څخه دوې برخې او له پاکستان څخه شپږديرش تنه په ډاکه کې حاضر وو. يوه ګڼ شمېر نورويې هم د  غونډې د پرانيزلو په ورځ يانې د مارچ په دريمه نيټه ډاکې ته د تګ تصميم نيولى و. په ډاکه کې د ټولو صوبو نمايندګانو د سند او پنجاب په شمول چې بوټهو يې د کنترول ادعا کوله حاضر وو. يواځې ناسوب به ممکن هغه څوک وو چې د پاکستان پيپلز پارټى او د قيوم د ګروپ غړي وو. حتى د دې دوه ګروپو ځينو غړيو هم د ده خبره نه منله، ممکن چې په وروستۍ ګړۍ کې هغوى هم ځان ډاکې ته رسولى واى.
دريم خبره دا چې که چيرې رښتيا هم جنرال يحيى خان په نيت کې پاک واى نو د مارشلا زور به يې هغو چاته سبق، چې سوله يې خرابوله او په ملي اسامبله کې يې له ګډون کولو څخه غاړه غړوله، ورکړى واى.
بوټهو صاحب چې کله د  خلکو (پښې ماتولې) نو په خپله خو دومره پياوړى بهادُر نه و مګر د مارشلا په زور يې داسې خبرې کولې. “لنه چرګ په پرديو غوړو مست و”.
د يحيى خان(حقوقى چوکاټ) چې اسامبلې به د هغه ه رڼا کې غونډه کوله د داسې اعتصاب لپاره پوره علاج درلود.د دې چوکاټ په يوولسمه ماده کې څرګنده شوې وه چې: که چيرې يو غړى د اسامبلې د مشر له اجازې څخه پرته پنځلس پرله پسې ورځې ناسوب وي څوکۍ به خوشې کوي او د اسامبلې غړيتوب نه لري. دولسمه ماده وايي چې که چيرې يو غړى د اسامبلې له لومړۍ غونډې څخه تر اووه ورځو پورې د وفادارى لوړه ونکړي څوکۍ به يې خالي پاتې کيږي.
کله چې بوټهو صاحب اعتصاب وکړ نو اولس هيله من و چې تر اووه ورځو پورې به يا مجبور وي چې اسامبلې ته حاضر شي او يا دا چې د اسامبلې څوکۍ به خوشې کړي. مگر له بوټهو سره داسې ويره نه وه. ده ټول خبريالان او نور په دې خبره چې (انتظار وباسئ او وګورئ) سره رخصتول. د ده سره له اسامبلې خخه د شړلو ډار ځکه نه و چې مخکې له مخه يې د مارشلا له آمر سره پخپله دا ټول لان جوړ کړى و.  دا اعتصاب د دهد غوښتنې په اساس شوى و چې د اسامبلې د ځنډولو لپاره پياوړې بهانه شي.
باوري خبر دى چې بوټهو  ته د فبرورى په څلورويشتمه نيټه ځينو سياستوالو د دې ځنډون خبر ورکړى و چې دا دسيسه رښتيا ده اوکه نه خو د يحيى خان د ګوتو په ټک په لياره سيخ شوى وى. کله يې په ملي اسامبله کې خپله څوکۍ له خطر سره مخامخ کوله.
څلورم دا اعتصاب د يحيى خان لپاره کومه د حيرانتيا خبره نه وه ځکه چې ده پخپله د کراچۍ، پيښور او لاهور د ځيني ښي-لاس سياست مدارانو څخه غوښتي وو چې په اسامبله کې ګډون ونکړي.  دا خبره ما ته په خپله مالومه ده او يوه سياستوال چې له هغوى سره يې پيژندګلوي درلوده د دې خبرې د رښتينولۍ په هکله لوړه وکړه. نور شواهد د دې لپاره د تاج الدين احمد هغه وينا ده چې د اپريل په اولسمه نيټه يې په مطبوعاتي کانفرنس کې وکړه: “داسې شواهد شته چې ليفټيننټ جنرل عمر، د نشنل سيکيوريټي مشر، اود يحيى خان نږدې ملګري د پاکستان په ځينو سياستمدارانو زور اچولى و چې په اسامبله کې ګډون ونکړي…”
د يحيى خان دا خبره چې “هندوستان اوضاع خړه-پړه کړې”، د اسامبلې د ځنډولو بل پوخ دليل و،  لږ څه تفصيل غواړي. په دې خبره کې هغې پيښې ته اشاره شوې وه کومه چې د جنورۍ په نهه ويشتمه نيټه د هند د هوايي کرښې يوه الوتکه چې د جمو او کشمير ترمنځ وتښتول شوه او په لاهور کې تخريب شوه، شوې ده. که چيرې الوتکې ته اجازه ورکړ شوې واى چې بيرته هغه هيواد ته ورکړل شي نو د اوضاع د خړپړ کولو لپاره به کوم ضرورت نه وى پاتې شوى اوپه پاى کې به يې د اسامبلې د ځنډولو علت منځ ته نه وىراوړى. نو څنګه چې څرګنده ده ټولې پيښې له اول څخه په کږه پيل شوې وې.