کور / سياسي / د مصر شاه فاروق

د مصر شاه فاروق

ژباړن:د مصر د شاه فاروق د ژوند پېښه د اوسني د هغو افغان واکدارانو لپاره یو پند دی کوم چي د نورو په دوستۍ سره سرشاره او غره دي.


شاه فاروق د ۱۹۲۰ مېلادي کال د فروري په ۱۱مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کي پيداسوی دی.په ۱۹۳۶زېږدیز کال کي چي عمر یې یوازي ۱۶ کاله و د خپل پلار(شاه فواد)له وفات نه وروسته پر تخت کښېناست.
هغه د مصر د محمد علي د کورنۍ لسم پاچا و چي چي د قاهرې تخت یې په نصیب سو.شاه فاورق د انګلینډ د یوه ستر پوهنتون (ریل ملټري اکاډمي) څخه خپل مات ګوډ تعلیم حاصل کړی و.د هغه یوه خور د اېران د پخواني پاچا محمد رضا شاه پهلوي لومړۍ مېرمن وه.شاه فاروق پر تخت له کښېناستلو وروسته د وطن تر ټولو غټ ګوند (جمهوري غوښتونکو ګوند)پرضد د خپل پلار پالیسي تعقیب کړه.


په ۱۹۳۷ مېلادي کال کي د نوموړي ګوند د مشر چي د ده په کابینه کي لومړی وزیر و له کاره ګوښه کړ او پر ځای یې د سیال ګوند(ازاد قانوني ګوند) مشر محمود پاشاه خپل لومړی وزیر وټاکه تر څو په راتلونکو انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکو ګوند له سختي ماتي سره مخامخ کړي،چي د دې کار په کولو سره د ملک حالت ډېر خراب سو،خو په دې وخت کي په مصر کي د برتانیې سفیر(مایلز لیمپسن)پر دې وېرېده چي هسي نه د مصر د عامو خلکو د احساساتو اتشفشان له قابو څخه ووزي.


له بلي خوا په مصر کي د انګلستان د لاسپوڅتیا لپاره د یوه داسي شخصیت ضرورت و چي هم د دوۍ لپاره ډېر باوري وي او هم د مصر د خلکو په زړونو کي ځای ولري چي د انګلستان د دې انتخاب لپاره نحاس پاشا تر ټولو غوره شخصیت وګاڼه.خو نحاس پاشا له برطانوي سیاست څخه سخت نفرت کاوه،ځکه چي له ډېره وخته دی د همدغه برطانویانو په خاطر له وزارته ګوښه سوی و.خو په هر صورت انګرېزانو د خپل ځان په ګټه د دغه سیاسي شخصیت د استعمالولو پرېکړه وکړه او له شافاروق څخه یې وغوښتل چي نحاس پاشاه د دوهم ځل لپاره د خپل لومړي وزیر په حیث وټاکي خو شاه فاروق د دوی خبره صرف نظر وګرځول چي په نتیجه کي برطانوي سفیر مایلزلیمفسن د برطانوي فوج،ټانکونو او مرمۍ ضد موټرونو په بدرګه په شاهي محل(قصرالعابدین) ورننوت د ۲۲کلن شافاروق پر سینه یې توفنګچه ونیول او داسي اختار یې ورکړ:زه غواړم په څلرویشت ساعته کي نحاس پاشاه د خپل لومړي وزیر په حیث ومنه او یا له ملکه ووزه که نه ژوند به دي په خطر کي وي شاه فاروق ښه پوهېدی چي د ده دا تخت وتاج د لوی انګلستان له برکته دی نو ځکه یې د انګلیس له سفیر سره هوکې وکړه او نحاس پاشا یې خپل لومړی وزیر وټاکه.


شاه فاروق د نظم ونسق له خاطره د بې نظمۍ ښکار وه،د پرله پسې مظاهرو جلوسونو او احتجاجي تحریکونو په خاطر د ملک سوله او ثبات د صفر برابر وه ،د عامو خلکو د پرمختګ او د بیا رغوني لپاره له حکومت سره هیڅ ماسټر پلان نه و،په حکومتي ادارو کي بې نظمي او رشوت عروج ته رسېدلی و، د ضرورت وړ شیانو د لږوالي او ګرانۍ په خاطر خلکو د هوسایۍ ګوله نه سوای په خوله کولای،د عامو خلکو ځان او مال د شوکمارانو له لاسه په خطره کي و خو بیا هم د دې ټولو په مقابل کي هیڅ اقدام نه کاوه.


انګلستان له ۱۸۸۲ نه تر ۱۹۵۲ زیږدیز پوري په مصر کي د پردې تر شاه د قدرت اواقتدار مزي غزولي و.انګلستان په لومړي او دوهم جهاني جنګ کي له مصر څخه د جنګ د میدان په توګه کار اخیست او په هر جنګ کي به یې له مصر سره وعده کول چي که چېري په جنګ کي دوی ته وفادار ثابت سي نو پوره ازادي به ورکړي او بل طرف کېدای سي له شاه فاروق څخه دا هېر وه چي غټ طاقتونه یوازي او یوازي له خپلي ګټي سره مینه لري او ملګرتیا ورسره کوي او له دې نه سوا د بل هیڅ شي سره د میني دوستۍ او خلوص پروا نه ساتي، د هغوی لپاره ملي او قومي ګټه تر هر چا او هر شي لوړ حیثیت لري.


شاه فاروق به د انګلستان د خوشحالولو لپاره هر څه کول حتی وزارتونه به یې نړول او جوړول ځکه چي د دې کار په تر سره کولو کي یې هم د انګلستان خوشحالۍ لیدل.نو ځکه په مصر کي د برطانوي فوج موجودیت د مصریانو لپاره یوه د پېغور خبره وه او په فوج کي هم زیاتره افسران د شاه له داسي رویې او چال چلند څخه ناخوښه و،د مصري خلکو د برطانیې د استعمار او د شاه له عیش پلوۍ څخه نفرت پیداسوی و،د مصري عوامو ټولي چاري په واسطه درلودلو تر سره کېدې،د بیان د ازادۍ خو چا تصور هم نه سو کولای.


په داسي حالاتو کي د اخوان المسلمين په نامه یوه ډله په ۱۹۴۷ ز کي جوړه سوې وه چي په پټه یې فعالیت کاوه او همدغه ډله وه چي د ۱۹۵۲ ز کال د مارچ پر ۲۳مه نېټه یې د شاه فاروق حکومت ته د پای ټکی کېښود او د ۱۹۵۲ د جولای پر ۲۶مه نېټه د جنرال نجیب له خوا جلا وطنۍ ته مجبوره سو او هغه یې له خپلي ملیکې (نریمان) او څلور کلن زوی شهزاده فواد سره ایټالیې ته د یوې بحري کښتۍ په ذریعه واستاوه چي د ۱۹۶۵ ز کال د مارچ د میاشتي پر اتلسمه نېټه د روم په یوه کلب کي د زړه د دورې له امله ساه ورکړه هغه وصیت کړی و چي د ده مړی باید د قاهرې په یوه غټ مسجد (الرفاعي)کي دفن سي خو د جمال عبدالناصر مصري حکومت د هغه غوښتنه ونه منله،نږدې و چي هغه په ایټالیا کي خاورو ته وسپارل سي خو په دغه وخت کي د عربستان پاچا وغوښتل چي هغه باید په سعودي عربستان کي خاور ته وسپارل سي.چي په دې سره د مصر شاه جمال عبدالناصر مجبوره سو چي د جلاوطن پاچا مړي ته په خپل وطن کي د ښخېدو اجازه ورکړي هغه په دې شرط چي د الرفاعي مسجد پر ځای باید په ابراهیم پاشا هدیره کي خاورو ته وسپارل سي.


د شاه فاروق یوه (قول) په ټوله دنیا کي خپل خاص شهرت پیداکړی و چي له تخت نه تر کښته کېدو وروسته یې سمدستي ویلی و:
((هغه وخت نژدې دی چي د ځمکي پر مخ به پنځه پاچاهان پاته سي څلور د تاش(ورکو)او یو د انګلستان .