کور / علمي / دپښتوژبي مترادفونه (Synonym)او توپيرون (Difference)

دپښتوژبي مترادفونه (Synonym)او توپيرون (Difference)

مترادفونه او توپیرونه د نړۍ په ټولو ژوبوکي په یوډول نه په بل ډول سته. پښتو ژبه هم یوه باختري اریایې ژبه ده؛ نو له دغه ستایني څخه نه ده خلاسه. دغسي ګړو ته په عربي وایي: « کلمات واحد معنی متغیر،کلمات متغیر معنی واحد.» مترادف لکه: «نه او څخه » دواړه ټوټکي (Preposition) دي. لکه: « له کندهاره څخه تر کابله څومري لارده؟» اویا ووایو: له کندهار نه تر کابله څومري لار ده؟ » کېدای سي،چي تر ټوټکي هم تېر سو او ووایو: « له کندهاره ترکابله څومري لاره ده؟ » ٫نه٬ نفي تړونکی (Adverb) دی. لکه: « زه کار ته نه ځم!» « نه او یه » دواړه مترادف دي نفي ارزښت لري. بله بېلګه. لکه: ( نه ویل، نه کول،نه خوړل او نور.) « نه » شمېر (Numeral) دی. لکه چي وایي: ( نن په پوهنتون کي لس کسه نه وه – بلکي نه۹ کسه وه.) دلته له یوې خوا چي د « نه » ګړي ته ګورو؛ ګړه یوه – ماناګاني یې ډېري دي. له بلي خوا «نه » مترادف ده د « څخه » سره. یاني « کلمات متغیر معنی واحد » ده. 
بله بېلګه لکه: ( تلل) تګ کول او (تلل) یوشی په تاله اندازه کول. که څه هم په لیګنک کي یو ډول لیکل کېږي خو ږغ (Phonem) یې توپیر سره لري . د تګ وتونځی (Infinitiv) «تلل» داسي ویل کېږي: (tlel)او د تاله مصدر«Infinitiv » یې «تلل » داسي ویل کېږي: (telel).«کېدل » مترادف دی د «سول » سره. دواړه خپلواکه مصدرونه دي او ځان له ګردان لري؛ خومانااودپه کار وړلوځواک یي یوشی دی. دواړه مصدرون متعدي (Trasitiv) او وېګړه (جمله) ناڅرګنده (Passive)کوي. لکه: « زه وهل کېږم.» یا « زه ووهل سوم.» په دواړو حالاتو کي فاعل (کړونکی) نه دی څرګند. دمترادفو بله بېلګه. لکه: «کول » او «کړل » دغه مصدرونه هم متعدي مصدرونه دي اودواړه مصدرونه په ګردانوکي له یوبل سره مُتمم دي. دغه مصدرونه په څرګندو (Activ)وېګړوکي راځي. لکه: « دی کار کړي.» یا « دی کارکوي.» بله بېلګه«سول »مصدر دی، چي دیوه کارسرته رسيدل ښیي. او بیا « سول سوځل » هم مترادف مصدرونه دي،چي دغه مصدرونه په یوه حالت کي لازمي (Intransitive) دي. لکه: (زه سوځم.) لازمي مصدر دی،چي مفعول صریح (Accusative) نه لري. که د ضمیر(نومځي) سره علامه دمفعول صریح (یې) چي په پاړسي کي ورته (را) وایي راسي؛نو دغه مصدر متعدی (Transitive) کېږي. لکه: ( زه یې سوځم. ته یې سوځې.) پوښتل کېږي چي: څه شی سوځې؟ «سول » متم مصدر دی د«سوځل» په استمراري مهال کي او په ماضي مطلق کي د «سول» دمصدر څخه کار اخلي. لکه: په ماضي مطلق کي ( ماوسو. تاوسو. ده اویا دې وسو.) او په استمراري حالت کي – لکه: ( زه سوم. ته سوي.) په نورو ټولو مهالونو کي «سوځل» ګردانیږي.
داخبره چي «شول» د «سول» د توپیر لپاره راغلی داخبره سمه نه ده. ولي: ټول ختیز پښتانه د«س» پر ځای «ش» کاروي او ټول سهیلي پښتانه د«س» څخه کار اخلي. دسهیلي او ختیزپښتنو د « س » او د « ش » ګړدودګورو!
سهیلي پښتانه: ( سول، وسي، سوی،سه اودغسي نور.)


دختیز پښتانه :
( شول، شوی،شه اودغسي نور.) دغه ګړدودونه بایدپه لیکنګ کي «نورم» سي،چي ټوله په وپوهیږي. که د«کټواز» او« غزني» پښتانه «ژبي ته زبه » وایي ورسرمنو یې؛ خو په لیک کښې دي ژبه وليکي!


په ځینو لیکونو کي «مونږ» لیکل کېږي،چي دغه لیکنه ناسمه ده. د« موږ » لیکنګ معیاري دی. ولي کار نه ځیني اخلو! که موږ ځیني شیان مراعات نه کړو ډېري ستونزي رامنځ ته کوي؛ دا ځکه لیکل کېږي یوډول ویل کېږي بل ډول. لکه: چول (tshawal) مانا انفلاق کول. بل چول (tschol) دی،چي په پاړسي کي هم چول ورته وایي ؛ مانایې بې اوبو دښته او وچي سارا ته وایي. اوددغه « چول » مانا د نارینه ماشوم ذکر ته هم وایي (چولک). څرنګه چي ګورو لیکنه يو ډول ویل او ماناوي یې بدولون لري. اودغسي لکه: « سرې » دغه ګړه که یې مانا «جوړه »وه؛ نوداسي لوستل کېږي (sary). که یې ماناد«سور رنګ» څخه وونوداسي لوستل کېږي (sry). بېلګه : «دغه هګۍ سرې دي.» بله بېلګه: دغه « دوه غوایي سره سري (جوړه) دي.» دغسي توپيرونه په نورو ژوبو کي هم سته؛خو په پښتو ژبه کي ډېر سته.
د وکیلي «ګړښود» ۶۴ تم تر۶۸مخونه وګورۍ.
ما پخپله دوېګړو جوړښت په مقاله کي د دو مصدرونو یوځای را تلل تشریح کړي دي. ياني هرکله چي په یوه وېګړه کي دو مصدره پرله پسې راسي لومړی مصدرپر خپل حال پاتیږي دویم مصدر ګردانیږي. لاندنی مطلب وګورۍ! 
« ډوډۍ وخوړل سوه.» دلته که ګورو دوه مصدره یو په بل پسې راغلي دي.لکه:
« خوړل » او « سول » لومړی مصدر یې « خوړل » چي پرخپل حال پاته دی او دویم مصدر یې « سول » دی،چي په مطلقه زمانه (Preterite tense)کي ګردان سوی دی. اوس راځو « ډوډۍ » ته. دلته د« ډوډۍ » نه مطلب غذا ده. په پاړسي کي ورته وایي : ( غذا خورده شدیانان خورده شد.) که د ډوډۍ څخه مطلب د تناره یا تبۍ اویا د ماشیني ډوډۍ څخه وو؛نو «ډوډې» لیکل کېږي او جمع یې ډوډۍ ده ‏. زموږ د پښتنو ستونزه په لیکنه کي داده،چي زموږ لیکنه معیار نه لري بې پښویه روان یو. هره خوا د پښتنو غواړي،چي خپل کلیوالي ګړدود تر هغه بل ښه وګڼي؛ په دغه ترتیب لیک مو د معیار له خواڅه ناواکه دی. المانانو تر ۱۹۸۰ پوري بهرنۍ ګړي پخپل لیک کښي هغسي لیکلې؛وروسته ترهغه یې په خپلوتورسره لیکل.
د ساري په توګه: (ph) په (f)سره ليکي. او (Cousin) چي فرانسوي ګړه ده؛داکا یا دخاله زوی ته وایي داسي لیکي: (Kusin). دغسي بلګي ډېري دي. او په ۱۹۹۶ کي المان خپل ليک نویز (Reform) کی. دغه ریفورم تر ۲۰۰۴ پوري دوام وکړ؛ داځګه ځیني مخالفین وه چي دهغو قناعت هم ورحاصل کی.
موږ تر اوسه په « الپ وبې » کي مښتي یو. چي د موضوع څخه ډېر لیري ولاړنسم بیرته موضوع ته راګرځم. ژبه یاني خبري یواځي پوهاوی نه ده. ژبه کلتور،روزنه، دود،دولس هنداره،ښوونکې دکامونو دغیرت او دراکړي ورکړي مهمه چاره ده. دغه انساني نعمت الله (ج) وخپل بنده ته په طبعیت کي ورکړی دی،چي هر وګړی په هره کچه چي وي دخبروکولواستعداد ولري.
لیک مصنوعي دی انسانانو جوړکړی. لیک دخبرومکر یاپېښه ده،چي ژبپوهان یې سمون او چوکاټ جوړه وي. دبېلګي په توګه، که زه په خوله ووایم « زمکه » یا « ځمکه » او رېدونکی یې دومره توپیر نسي کولای؛که یې لیکو لیدل کېږي،چي څرنګه لیکل سوې ده. دلته ژبپوهان موافقه سره کوي وایې،چي « ځمکه » یې لیکو؛ نووروسته دغه معیار سي. دغسي بيلګي ډېري سته. لروبر یا له اټکه تر ترنکه، کښته اوپورته ټوله پښتانه دي- هرکام اوخېل خپل «دیالکت » لري،


چي خبري په کوي ډېر خوند کوي. دوی دي خپل ګړدودیزي خبري کوي خو موږ باید یو معیاري لیکنه ولرو؛ که غواړو،چي یو ولس او یوپښتون پاته سو.
 اخځونه:
۱:- ویکیپېدیا (Wikipedia)
۲:- پښتوګرامر (جزء اول) پوهاندصدیق الله رښتین ۲۳۱ مخ
۳:- دپښتوژبښود (ګرامر) محمدسرور وکیلي ۵۷ – ۵۸ مخونو پوري 
۴:- ګرامر زبان المانی (ابتدائی وعالی) دکترنصرالله حریریان