بسم الله الرحمن الرحیم
پښتو مینه والو ته د مینې ډالۍ :
ټولو افغانانو اوپه ځانګړې توګه دپښتو مینه والو او دپښتو ژبې لوستونکو ته ، خپلې دغه لاندې ژباړې چې تازه تازه د پیغام دخپرندویه مرکز له اړخه چاپ شوي ، په ډیره مینه ډالۍ کوم:
1- درسول اکرم (ص) دانقلاب حکمت : په دې کتاب کې د اسلام دستر پیغمبر سیرت او دهغه صلی الله علیه وسلم په لاسو داسلامي نظام د جوړښت په اړه ډیر په زړه پورې معلومات راټول شوې دې .
2- د «نبوت پاې » چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت د پاې ته رسیدو په اړه په کې د قران او حدیثو په رڼا کې ډیر مستند دلایل وړاندې کړل شوي او د نبوت د کاذبو داعیانو هر ډول ادعا ته یی په ډیره ښه توګه ځواب ویلې دې …لوست یی د هر مسلمان ورور اوخور له پاره ډیر زیات اړین ګڼم .
3- د سلطان علاؤالدین خلجیی تاریخي ناول ، چې دهند په لویه وچه دافغانانو دسلطې او نظام تاریخ په کې په ډیره په زړه پورې توګه را نغاړل شوې .
4- بایزیدیلدرم چې دعثماني امپراطورۍ او د صلیبیانو د سازشي کړیو تر منځ په کې را نغښتې پیښې په ډیره ښه او پرلپسې توګه بیان شوي دي..
5- داسلامي سیاست پنځم چاپ: په نوې بڼه او نوې شکل سره په ډیره ښه توګه یو ځل بیا د لوستونکو او مینه والو په خدمت کې دې .
6- دحدیثو د انکار څخه د قران د انکاره پورې : په زړه پورې او ښکلې دینې کتاب چې دحدیثو منکرینو ته هم دقرانې ایتونو او هم دحدیثو له مخې په زړه پورې اومستدلل ځواب وایی .
7- پرده : داچې دحجاب نشتوالې او یا شتوالې ټولنې ته څه ګټه اوتاوان لری ، په دې اړه ډیر ښه او مستدلل کتاب دې چې د ټولو خویندو او ورونو له پاره یی لوستل اړین ګڼم .
8- خلافت او ملوکیت : دا چې ولې خلافت په ملوکیت باندې بدل شو ، او ایا سلطنت او ملوکیت ته په دین کې ځاې شته او کنه ، په دې اړه دخپله اړخه یو ډیر په زړه پورې کتاب دې …
هیله ده چې زمونږ مینه وال به زما دا عاجزانه ډالۍ د زړه له کومي ومني .
په درنښت
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه