زموږ په افغاني ټولنه کې به ډېرې کمې دا سې کورنۍ وي چې پکې دکورنۍ توازن په سمه توګه ساتل کېږي ،کشران به دمشرانو احترام او ادب ساتي او مشران به په کشرانو شفقت او سيله رحمي کوي.
په يوه کورنۍ کې هغه وخت خپلمنځي اړيکې د تاو تريخوالي په لور ځان رسوي چې هلته مشرته دمشراوکشرته دکشر حق او حقوق نه ورکول کېږي،متقابل احترام له منځه ولاړ شي، مينه محبت په بغض اوکينه بدل شي،يودبل خبروته غوږ نه ايښودل کېږي ،پريوبل داعتماد فضاتنګه شي او داهرڅه هغه وخت صورت نيسي کله چې ديوې کورنۍ واکداران (مور او پلار)خپلې کړنې او کردارونه په داسې شکل سره پر مخ وړي چې په هغې کې د کورنۍ يوه غړي ته په يو شان او بل ته په بل شان کتل کېږي،داولادونوتر منځ فرق کېږي، په داسې حال کې د يوې کورنۍ اړيکې خرابېږي.
زموږ په هېواد کې ډېرى داسې کورنۍ شتون لري چې، کله د کورنۍ له مشراوټولواک څخه بل غړى کوم ځاى ته دتللو او په هغه ځاى کې پاتې کېدو او وخت تېرولو لپاره اجازه غواړي نو په داسې انداز کې ورته ځواب ورکوي،چې متقابل شخص په خپله خبره پښېمانه کړي،او يا په داسې الفاظو کې ځواب ورکړي چې نه منفي وي اونه مثبت،حال داچې دده به ښه زړه وي چې دى هغه ځاى ته چې زړه يې دى ولاړشي خو ځواب مذبزب ورکوي ،چې هغه شخص په دوه لاري کې بند راشي،حيران شي چې اوس څه وکړي، لاړ شي اوکه نه، نو دا هم داريکو دخرابېدوسبب کېداى شي.
بل داچې په تروش تندي او قهرجنه لهجه ځواب ورکول دانسان په روحياتو هم بداثرات پرېباسي،هغه په اينده کې خپل جرئت له لاسه ورکوي او بيانه شي کولاى چې له يوچاسره په کومه خبره بحث وکړي، ولې چې له ده څخه دا حق سلب شوى وي،کله چې يوڅوک له بل څخه ديوڅه په اړه پوښتنه کوي،داپه دې معنى ده چې دى هغه شخص ته احترام لري او په يوه سترشخصيت سره ورته قايل دى،او دمشرتوب احترام يې هم ساتي، نو دى هم بايددهغه انسانيت ته احترام ولري ،چې دده په مقابل کې دومره لوى او دعزت نظرلري،او هغه ته بايد په داسې انداز کې ځواب ورکړي چې هغه له خپلې پوښتنې او اجازې غوښتلوڅخه خوند واخلي اوپه اينده کې هم په زړه کې احترام ،عاطفه او مينه پيداکړي، چې د يوه مشر شخص ،او په کور کې د مور پلار خويندو وروڼو احترام ساتلو ته سوق شي بل به دى ددې وړتيا په ځان کې پيداکړي چې په راتلونکې کې هم ددې شان پوښتنې کولو حق ځانته ورکړي.
وګورئ له يوه لاس څخه ټک نه خېژي اونه په يوګل پسرلى کېږي، له دې نه مې مطلب او مقصد دادى چې هرڅه بايد دوه طرفه وي،که چېرې يو څوک د يو چا عزت وکړي، او دهغه لخوانه هم ورته کړنه او د مينې اظهار وشي نو دا يوه اړيکه لا پسې ټينګوي اوغزول کېږي اوکه چېرې يوڅوک دچا دعزت په خاطر هغه ته له خپل ځايه پورته شي، او هغه ته ځاى دکېناستلوپه خاطر خالي کړي او دى يې په مقابل کې ورته چاپلوس ووايي اوورپسې وخاندي، نو دايوه بده رويه شوه ، يا له هغه سره د ښې خبرې او نېکې رويې پرځاى بد سلوک وکړي نو کېداى شي هغه ددوهم ځل لپاره په هغه شان چې مخکې يې څرنګه کردار کاوه نو هسې به يې ونکړي،موږ اوتاسو ګورو او وينوپه کوم کور کې چې يوماشوم وي ، هغه ماشوم ډېر له هغه چاسره خپلې اړيکې نژدې کوي او ورسره خوښ وي هغه چې له طرفه يې دى نازول کېږي اومينه ورته ورکول کېږي ،کله چې هغه شخص له کوره بېرون ځي نو دى ورپسې ډېر بدحال کوي، اوغواړي چې دى ورسره وي ، او ياکله چې هغه شخص يوه لېرې ځاى ته په سفر ووځي نو داسې کېږي چې دغه کوچنى ورپسې ناروغ شي، داهرڅه ولې کېږي په دې خاطر چې دى به يې تل نازاوه ، ولې له دې نورو غړيوسره هغه شان مينه نه کوي او نه ورسره خوشحاله وي،دوى خوهم دهمدې کور اوسېدونکي دي او کېداى شي له هغه څخه ډېر په دې کور کې اوسي،داځکه چې دوى هغه شان چى دى غواړي نه يې نازوي،او اړتياوي يې څرنګه چې غواړي نه ورته پوره کوي.
او يا په بله وينا په ښوونځي کې هغه شاګر په استادانو ګران وي او محبوبيت ورته لري چې د استاد احترام لري ، په درسونوکې کوښښ کوي،له خپلو همزولو او هم مکتبيانوسره ښه سلوک کوي،نوله هغه شاګر سره په ښوونځي کې ټول مينه پيداکوي،تر دې چې هغه ډېر مشهور شي، نو دهغه دغه احترام او عزت د استادانو ،پلار ،مور،مشرانو،کشرانواو ټولوپه مقابل کې ددې باعث شي چې دى ډېر پرمختګونه وکړي او اخرکې ترې يوداسې شخصيت جوړشي چې په يوه ټولنه کې پرې خلک ډېر حساب کوي.
په کورنۍ کې بايد هر چاته خپل حق د هغه کار ،زيار اووړتيا ته په کتلو سره ورکړل شي، داسې ونه شي چې يوکس به دکور په کارونوکې له مور سره او دصحراپه کارونوکې به له پلار سره خپلې خولې تويوي ،ستړى او ستومانه به وي،شپه او ورځ به بېخوبي ګانې تېروي او بل شخص به يې په تياره خوري او څښي ،نه به دکور په کارونوکې مرسته کوي او نه هم د صحرا،خو بياهم د پلار او مور له خوانه ورته له هغه بل شخص سره يو شان حق او امتياز ورکول کېږي ،او وايي چې دى هم په دې کور کې مساوي حق لري، ايا په مرسته او همکارۍ کې هم له نوروسره يوشان حق لري اوکه نه يواځې په خوراک ،خښاک او دکورنيو شيانو په وېش کې داحق ثابت دى؟چې داکار هم په کورني چاپېريال باندې بدې اغېزې کوي، او هغه مشقت کوونکى شخص له خپل نظراوفکر څخه غورځېږئ .
کله کله داسې کېږي چې د والدينو لخوا له اولاد سره سم سلوک نه کېږي،وهل کېږي ،ټکول کېږي، په نه خبره ورسره جنجال کوي،دداسې کارونو په کولو مجبورېږي چې هغه دده له وس او توان نه لېرې وي،داځکه چې ياخو دده سن کوچنى وي او ياهم د کوم تکليف له امله،خوپلار بياهم دده مشکل ته نه ګوري او هغه څه چې يې ورسپارلى وي، انجامول غواړي ، چې داهم بدې اغېزې او ناړوه تاثيرات لرلاى شي، چې کېداى شي يو کوچنى له کور څخه په تښتېدلو اړ شي، چې دغه تښتېدل بيا له ځانسره نورې ډېرې بدمرغۍ لري.
دمثال په ډول کله چې دى له کوره ووت نو دى بې سرپرسته شو، اوچې بې سرپرسته شو،هغه له لوږې ،تندې او قسم قسم مشکلاتو سره مخ کېږي ،اوچې له دې سره مخ شو هغه بيا،غلا،چور،بدکاري،مخدره مواد او نورو هغو کړنوته لاس اچوي چې دده له ژوند سره لوبه وي،نور دى يو معتاد شي،نه په ځان وي او نه هم په جهان ،نو ددې هرڅه سبب څه شى شو؟ په کور کې له ده سره د کورنۍ د غړيو بدسلوک،زور زياتى ،چې بيا يې پلار او مور هم ورپسې سرګردان وي،اوتل ژړېږي او نور هم،خو بدبختانه دوى ته دافکر هغه وخت ورشي چې ټنډه يې په تږه ولږي او په خپل مخ د وينې تود والى حس کړي، چې بيا کومه ګټه نلري او نه څه په لاس راوړلاى شي.
نو ښه کورنۍ هغه ده چې دې ټولو مشکلاتوته په کتلو سره خپل دکورنۍ توازن داسې لکه د تلې ډنډۍ وساتي چې نه ترې سپک شي اونه هم دروند،اوپه داسې کورنيوکې به تاوتريخوالى هم ونه ليدل شي، اوپه پاى کې به ديوې سالمې او مترقي کورنۍ لقب به خپل کړي.