په مصر کې د جنورۍ د ۲۵ نیټې له انقلاب نه دمخه امریکې به په مصر او نورو عربي هیوادو کې د دیموکراسۍ د راتلو غوښتنه کوله اوپه دې هیوادو کې به يې د بشرد حقوقو په تامین ټینګار کولو. د امریکې ادارې په وار وار د مصر له جمهور رئیس حسني مبارک څخه غوښتنه کړې وه چې په مصر کښې د بیان آزادۍ ته احترام وکړي او خلکو ته د ا حق ورکړي چې وکولای شي په یو آزاد ملک کښې د آزادۍ په خوند پوه شي.
په عربي هیوادو کې د امریکې دغسې غوښتنې د سیاسي او حقوقي کارپوهانو او خلکو په نظر په افغانستان او پاکستان کښې د امریکې له کړونو سره په تضاد کښې قرار لري. دوي وايي چې امریکايي بې پیلوټه نظامي الوتکې هر ورځ په بیګناه خلکو درانه درانه بمونه اچوي چې دا کار د بشر د حقوقو خلاف ورزي ګڼل کیږي.
همداشان امریکايي قواوې په دې دواړو هیوادو کښې د ترهګرو د ځپلو او ټکولو په پلمه بمبارۍ او نظامي عملیات کوي چې له دې سره ماشومان ، سیاسرې او سپین ږیري وژل کیږي ، کلي او کورونه ویجاړیږي ، زراعتي ځمکې بې حاصله کیږي او نورې په سل هاؤ ستونزې راولاړیږي.
کله چې په یوه سیمه بمباري وشي او بیګناه وکړي مړه شي نو بیا د ناټو او امریکايي قواو دچارواکو له خوا په ساده الفاظو بخښنه وغوښتل شي او وویل شي چې دا کار په خطا کې شوی دی او په راتلونکې کښې به له احتیاط څخه کار واخستل شي. دا لوبه او ډرامه د یو سریال شکل نیولی چې یوکړۍ په بله پسې په صحنه کښې ښودل کیږي چې لکه د هندي سریالونو کلونه دوام لري اوخلک یې تماشا کوي.
هغه کسان چې دا فکر کوي چې امریکه د مصر ولس ګټې په نظر کښې نیسي نو هغوي په حقیقت کې تیروتلی دي. امریکه یا هر بل هیواد له هرڅه نه لومړی خپلې خپلې ګټې په نظر کښې نیسي . زما په اند دا د دوي حق دی چې همداسې وکړي. په پښتو کښې یو متل دی چې اول ځان دی بیا جهان . هر هیواد ته او دهغه هیواد چارواکو او خلکو ته ښايي چې خپلې ملي ګټې د پردیو له ګټو لوړې وګڼي. حب الوطني همدا ده چې سړی په زړه کې د خپل هیواد د ساتنې او له وطن سره د مینې احساس ولري.
د امریکې ادارې په مصر کښې جریانات له نږدې څارل . کله به يې د مظاهره چیانو خوا نیوله او له حسني مبارک څخه به يې غوښتل چې د خلکو غوښتنو ته غاړه کیږدي ، کله چې به د خلکو په موقف کښې یو څه نرموالی راغی نو بیا به چپه خوله پاتې شوه او یا خو به یې د حسني مبارک او مخالفینو تر منځ خبرو ته ترجیع ورکوله او ویل به یې چې امریکا د نظام بقا غواړي.
د حسني مبارک په اړه د اروپایي هیوادو موقف د امریکې له موقف په نسبت یو څه بدل ؤ. د اروپايي هیوادو په موقف کې دا واقعیت له ورایه څرګندیده او خلک په دې پوهیدل چې اروپائیان د بشر حقوقو او د ولسونو ارادې ته د امریکې په پرتله ډیر احترام لري . د اروپايي ټولنې په بیان کښې د مصرد ولس ارادې ته احترام شوی ؤ او له حسني مبارک څخه يې په ټینګه غوښتنه کړې وه چې له واک څخه لاس په سر شي.
اروپائیان د انسان احترام ته قائل دي او د هغوي په حقوقو سترګې نه پټوي . دوي ته خپلې ګټې هغومره ارزښت نه لري څومره چې ورته د انسان حقوق او احترام ارزښت لري. امریکائیان بیا بر عکس خپلې ګټې په نظر کښې نیسي . په امریکه کښې ستر سرمایه داران او تجاران په پارلمان کښې ناست دي او هلته د یهودانو لوبي هم موجوده ده چې د مصر او نورو عربي او اسلامي هیواونو د نظامونو په اړه تصامیم نیسي ، د یهودانو لوبي هغه عربي او اسلامي نظامونه غواړي او حمایت یې کوي چې د خلکو په مقابل کښې له ظلم او اسبتداد څخه کار اخلي او خلک نه پریږدي چې د بیان او فکر د آزادۍ لپاره غږ راپورته کړي ، دا ځکه چې که خلک د بیان آزادي ولري نو بیا امریکه نه شي کولای په دغو هیوادو کښې خپل اهداف تر سره کړي.
حسني مبارک دیرش کاله په مصر حکومت وکړ . دی یو عسکري منصب دار ؤ او په مصر کښې هیچا نه شو کولای چې دده د نظام خلاف څه ووايي. حسني مبارک د عربي هیوادو په مشرانو کښې یواځنی مشر ؤ چې له اسرائیل سره یې ښې دوستانه دپلوماتیکی اړیکې درلودې. د حسني مبارک دا نږدې اړیکې د اسرائیلو په فائده وې . دې اړیکو عربانو ته له تاوان پرته بل څه نه دي رسولي. د مصر حکومت له امریکې نه د کال یو نیم بلیونه ډالره ددې لپاره اخستل چې له اسرائیلو سره ښې اړیکې وساتي او بل هر عربي هیواد چې د اسرائیلو خلاف کوم پلان جوړوي هغه شنډ کړي. په فلسطینیانو چې د یهودانو له خوا کوم ظلمونه شوي که ددغو ظلمونو په مقابل کښې مصر په ټینګه دریدلی وې نو فلسطینیان به په غزه کښې ددومره امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې نه وې.
حسني مبارک د مصریانو په پاڅون د قدرت له څوکۍ ولوید . په نوموړي ځکه دا کار وشو چې له ده سره ولس ملګری نه ؤ ، ده د ولس دپاره هغه خدمت نه ؤ کړی چې د خلکو په زړونو کښې یې د یو محبوب مشر په حیٍث ځای نیولی وې ، له خلکو سره دده جفا ددې سبب شوه چې خلک راپاڅیږي او له قدرت څخه دده د لر کیدو لپاره سره متحد او یو غږ شي.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا د مصر حالاتو د سیمې د هیوادو نورو مشرانو او رهبرانو ته ټکان ورکړی دی او که نه ؟
دوي باید پوه شي چې هیڅ خارجي هیواد ددوي حمایت او ساتنه نه کوي.هغه څوک چې ددوي حمایت کولای شي هغه خلک دي ، که له چا سره د خلکو حمایت ملګری وي نو په دنیا کې هیڅ طاقت نه شي کولای چې هغه له ځایه بې ځایه کړي.
نو د عربي او اسلامي هیوادو مشرانو او رهبرانو ته ښايي چې په خپلو هیوادو کښې اساسي اقتصادي او سیاسي اصلاحات راولي او د عدالت په تطبیق کښې کښې هڅې وکړي . همداشان مهمه داده چې دوي خامخا ولس ته رجوع وکړي او ولس ته غوږ ونیسي چې غوښتنې یې څه دي. دوي باید په خپلو هیوادو کښې د واقعي دیموکراسۍ اصل ته سر ټیټ کړي.
دوي دې دا درس هم واخلي چې که د باندینو هیوادو په قوت باندې ځان تړلي ګڼي او د هغوی په مرستو ځان ساتي نو باید پوه شي چې انجام به یې د مصر او تونس د مشرانو په شان وي او له دوي به په میدان پاتې وي
د ولس اراده ډیره غښتلې ده . ددې ارادې په وړاندې هیڅوک دریدلی او مقاومت کولای نه شي. ولس ته نږدې کیدل د عزت او آبر ساتل دي ، له ولس څخه فاصله اخستل د عزت او آبرو تلل دي.
په درنښت