۲۰۰۸مارچ۳
د افغانستان ملي دفاع وزارت د هلمند ولايت دكجكي په ولسوالۍ كي د شلو تنو وسله والو طالبانو د وژل كېدو او د څو تنو د ټپي كېدو خبر وركړى دى .
په عين حال نړيوالو ائتلافي ځواكونو هم له بګرام څخه د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د ګرمسېر په ولسوالي كي د ګڼ شمير وسله والو طالبانو د وژل كېدو او څلورو تنو د نيول كېدو خبر وركړى دى .
هلمند مېشتو برټانوي ځواكونو آريانا ټلوېزيون ته ويلي چي دا مهال د ددغه ولايت په څو ولسواليو كي ددوئ عمليات د وسله والو طالبانو پر وړاندي روان دي .
خو تر دا مهاله وسله والو طالبانو د خپل زيان په اړه څه نه دي ويلي .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ددوشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي له لاري د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ كي د شلو تنو وسله والو طالبانو د وژل كېدو او څو تنو تنو د ټپي كېدو خبر وركړى دى .
په خبرپاڼي كي راغلي دغه عمليات ناټو او ملي اوردو په ګډو تر سره كړي دي چي د طالبانو څخه يې ځيني سپكي وسلې هم لاس ته ورغلي دي .
خبرپاڼه زياتوي چي په تر سره سويو عملياتو كي د ناټو او ملي اودرو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
په عين حال كي نړيوالو ائتلافي ځواكونو هم له بګرام څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي ويلي چي د ګرمسېر په ولسوالۍ كي يې د خپلو عملياتو پر مهال ګڼ شمير وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه يې ژوندي نيولي دي .
د هلمند مېشتو برټانوي ځواكونو وياند سايمن ميلر آريانا ټلوېزيون ته وويل چي دا مهال د هلمند په څو ولسواليو كي ددوئ پوځي عمليات د وسله والو طالبانو پر وړاندي روان دي او تر ډېره يې سيمي پخپله ولكه كي اخيستي دي .
په هلمند د روانو عملياتو په اړه تر دا مهال وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
ويل كيږي دا په هلمند كي د هغو عملياتو لړۍ ده چي څو اونۍ مخكي د كجكي په ولسوالۍ كي پيل سوي وه .