کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ناټو د افغانستان د دوامداره اشغال په لټه کې

ناټو د افغانستان د دوامداره اشغال په لټه کې

کله چی د افغانستان ولسمشر له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي او ورسره جوخت افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو خبره کوي، په دغه وخت کی بیا ناټو وايي چی افغان ځواکونه د روزونکو له کمښت سره مخ دي.


په افغانستان کی د ناټو د روزنیز ماموریت مشر ویلي چی افغان پوځ د شاوخوا ۷۴۰پوځي مربیانو له کمښت سره مخ دی.


جنرال ویلیم کادویل ویلي چی د افغان ځواکونو لپاره د روزونکو له برابرولو پرته هغوي ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد پروسه صورت نه سي نیولای.


په همدی حال کی افغان ولسمشر د راتلونکي ورې میاشتې لومړۍ نيټه افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد نیټه په ګوتو کړي ده .


جنرال کادویل دا هم ویلي په روان کال کی په افغانستان کی د پولیس ځواک د روزولو لپاره د پینځو مرکزونو پرانیستل په پام کی دي او دغه کار لپاره ۲۹۰ بهرنیو مربیانو ته اړتیا ده .


اوس په ملک  کی دننه او بهر میشتو افغانانو ته دا پوښتنه را پیدا سوي چی ولي ناټو ځواکونو په تیرو لسو کلونو کی د افغان ځواکونو د روزلو لپاره هغسي پاملرنه نه وکړي چی اړتیا یی لیدل کیده.


ځیيني افغان کارپوهان په دې باور دی کله چی افغان ولسمشر افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد لپاره چمتو والی ښيی نو  ورسره جوخت د ناټو جنرالان بیا د افغان ځواکونو د روزلو لپاره د مربیانو د کمښت خبره را پورته کوي او دا په خپله پوښتنه زیږونکي مسله ده .


د افغانستان د دفاع وزارت هم د کرزي خبري غبرګوي او وایي چی دوي په را روان هجري لمریز کال کی له هغو سیمو د امنیتي مسولیتونو اخیستلو ته چمتو دي کومي چی له نسبتاً امن څخه برخمني دي.


حامد کرزی د مونیخ په کنفرانس کی چی تیره اونۍ په آلمان کی  جوړ سو خبریالانو ته وویل چی لس کاله دمخه بهرنی ځواکونه له افغانانو سره د مرستي لپاره افغانستان ته راغلل او اوس کورنیو ځواکونو دا وړتیا موندلي چی خپلي چاري په یوازي سره په غاړه واخلي.


خبریالانو سره په ملاقات کی د کرزي یوه مهمه خبره دا وه چی هغه د ولایتي بیا رغاونې د ډلو په اړه وکړه.


کرزي وویل چی دغه ډلي هغو نل دوانانو ته ورته دي چی د یو چا کور ته ورځي او کله چی یی کار پای ته ورسیږي نو بیرته له کور څخه وزي نو ښایې چې د ولایتي بیارغاونې ډلي هم له افغانستان څخه خپله لمن ټوله کړي.


له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د کرزی دریځ او په مقابل کی یی د ناټو د جنرالانو څرګندوني ضد او نقیصې بریښي.
له دی څرګندیږي چی بهرني ځواکونه اوس په هیڅ قیمت د افغانستان پریښودلو ته اړ ندي .


او په دی لټه کي دی چی له افغان حکومت او په خاصه توګه د ولسي جرګي له غړو څخه دا تظمین تر لاسه کړي چی زمونږ په خاوره کی یو شمیر  دایمي هډي ولري.


ښایې ولسمشر د مجبورۍ او د ملي شورا یو شمیر غړي د هغو علایقو له مخي چی له بهرنیانو سره یی لري د دغو هډو د موجودیت په اړه یوي مشروطې پریکړي ته ورسیږي.


او مشروطه پریکړه به هم د پیسو په بدل کی تحقق ومومي دا ځکه چی د پارلمان تیر ځل ته په کتو سره څرګنده سوه چی هر وکیل تر خپلي وسه پوري د جیبونو د ډکولو لپاره خولې توی کړي او حتی ځینو خو یی شپې او ورځي هم په ځان یوه کړي وه.


خو که بیا هم د  افغانستان پارلمان بلاخره په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د یو شمیر تل پاتي بهرنیو هډو له پاتي کیدو سره هوکړه وکړي دا به ګرانه وي چې د افغانستان ولس دغه هوکړه ومني.


ځکه اوس بهرنیان ښه پوهیږي چی د زبرځواکو په هدیره ( افغانستان ) کی ولسونه کولای سی په ډیره لږه موده کی هر څه بدل او  په چپه خوا واړوي.