په فراه ولايت کې دسختوسيلابونوله امله شپږتنه وژل شوي اويوتنه ژوبل شوى دى.
دنوموړي ولايت دوالي مرستيال محمديونس رسولي ويلي چې دسيلابونودراوتلو بهيردشنبې له ورځې پيل اولاهم دوام لري،او ديادولايت دبالابلوک ولسوالۍ يوشمېرکلي يي هم زيانمن کړي دي.
ديادونې وړده چې له څوورځوراهېسې دهيوادپه بېلابېلو برخوکې سخت اورښتونه روان دي .
ديوبل خبرله مخې دفراه ولايت سرحدي پوليسوپه نوموړي ولايت کې ديوسل څوارلسوکيلوګرامونشي توکودنيول خبرورکړ.
دسرحدي پوليسودڅلورم زون قومندان شيرعلي وايي چې دغه توکي چې دنشي توکودکاروباريانولخوا ايران ته ليږدول کېدل دفراه ولايت په جواين ولسوالۍ کې له دووکسانوسره ونيول شو.