کور / تازه خبرونه / کندهار: په نننۍ حمله کي يو تن مړ او ٢٩ ټپيان سول

کندهار: په نننۍ حمله کي يو تن مړ او ٢٩ ټپيان سول

د کندهار محلي اداره وايي پر امنيه قومنداني په سوي بريد کي يو تن مړ او د څو پوليسو په شمول ٢٩ تنه ټپيان دي.
د شينهووا آژانس د کندهار د والي د وياند په حواله وايي چي حمله اوس پاى ته رسېدلې ده، خو همدا اوس په سيمه کي څلورمه چاودنه واورېدل سوه.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي شپږ ملګري يې پر امنيه قومنداني او نورو ادارو د حملو دپاره لېږلي وو.
دغه حمله چي نن پر ځايي وخت د غرمې پر ١٢ بجې پيل سوه، د عيني شاهدانو په وينا څو تنو بريد کوونکو د زرنګار په نوم د ودونو له يوه صالون څخه پر امنيه قومنداني د سپکو وسلو ډزي کولې، چي وروسته د پوليسو له خوا محاصره سول.
د شينهووا آژانس وايي د ډزو پر مهال له هوا څخه څرخکو الوتکو هم پر بريدکوونکو ډزي کړي چي له امله يې دوې درنې چاودني رامنځته سوې.
د کندهار امنيه قومندان خان محمدمجاهد د آزادۍ راډيو ته ويلي چي چاودني ځانمرګو کړي چي د پوليسو په ډزو وژل سوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي روغتون ته د يوه عسکر مړى او٢٩ تنه ټپيان ور وړل سوي، چي شپږ پوليس دي او پاتي ټول ملکي کسان دي چي نهه تنه ماشومان هم پکښي شامل دي.