د افغانانو پر انټرنټ پاڼو د افريقا څخه نېولې بيا تر لوېديځي نړۍ پوري د مطرحو نړۍ والو او سيميزو موضوعاتو په هکله علمي مقالې لوستل کېدلای سي چي بعضي وخت حتی د ليکنو د لړيو په شکل خپريږي چي څو څو مياشتي دوام کوي. خو له بده مرغه کله چي د افغانستان د موضوع په هکله ليکنو ته وگورو او يا هم د افغانانو لخوا جوړېدونکو سيمينارونو ته وگورو نو فرض يې پرې ايښي او په نوافلو پسي يې لستوڼي رانغښتي وي. پداسي حال کي چي افغانستان او افغانان د اور په لمبو کي سوځي زموږ فرهنگيان او عالمان د سلو يا لا زياتو کلنو پخوانيو موضوعاتو د څېړلو څخه نه خلاصيږي او يا هم د ليلا د سپين رخسار په صفتونو لگيا وي.
اول خو بايد د حق ويلو يا ليکلو څخه د قلم څښتن هيڅ بېره ونه لري خو که بيا هم بعضي په افغانستان يا گاونډي هيوادونو کي اوسېدونکي ليکوالان ووايي چي دوی د خپل امنيت له کبله په ښکاره رښتيا نه سي ويلای يا ليکلای نو يو عذر يې جوړيږي. خو په لوېديځه نړۍ او يا هم نورو باثباته هيوادونو کي اوسېدونکي افغان ليکوالان او روشنفکران خو د خپل امنيت ستونزه نسي بهانه کولای. پوښتنه دا ده چي هغه بيا هم ولي پر مهمو او اصلي موضوعاتو خپل نظر نه څرگندوي.
کېدلای سي چي بعضي لوستونکي راسره اختلاف ولري چي د افغانستان د تازه موضوعاتو په هکله خو ليکنې خپريږي. زما گيله دا نده چي خبري مطالب کم دي بلکه زما گيله دا ده چي د افغانستان د اصلي او مهمو موضوعاتو په هکله نه هومره ليکنې کيږي او نه هم هومره ښکاره بحثونه لکه چي ورته اړتيا سته.
د بېلگي په توگه زه اوسنۍ مطرح موضوع يادولای سم چي له مخي يې امريکايان په افغانستان کي خپلې دايمي پوځي اډې جوړول غواړي. د دغې موضوع په هکله زموږ هغه ښه او با تجربه ليکوالان خاموشه دي چي نور وختونه يې همېشه شعر خلاص وي. پکار خو دا وه چي هغه کسان چي د امريکايانو په پاته کېدنه خوشاله کيږي هغه خپل دلايل په خپلو ليکنو کي خپاره کړي او هغه کسان چي د دغه کار پر ضد دي هغه هم خپل دلايل خپاره کړي. د دې تر څنگ کارپوهان بايد دغه موضوع په علمي توگه وڅېړي.
د افغانستان کړکېچ نور د افغانانو د آبرو تر موضوع وتلی دی او اوس د افغانانو د خپلواکۍ او بقا خبره مطرح ده. ولې دغو پوښتنو ته ښکاره جواب نه ويل کيږي چي ايا د داسي يوه هيواد ټاکنې کومه معنی لري چي هلته د يو شمېر اشعالگرو هيوادونو لښکړي پرتې وي؟ او يا هم داسي ټاکنې چي د درغليو کچه يې په نړۍ کي بې ساري ده؟ ايا پر دغو کمزورو بنسټونو منځ ته راغلي تش په نامه د ملت استازې جرگې د دې حق لري چي يو بشپړه ملت او هيواد د همېشه لپاره د غلامۍ و کندو ته ټېل وهي؟ په افغانستان کي د پرديو هيوادونو پخواني او نوي جاسوسان چي د حکومت ټوله چوکۍ يې سره وېشلي دي افغانان پدې غولوي چي که شين سترگي نه وي نو پاکستان به مو وخوري. نو که دا خبره داسي روښانه ده په تيرو لسو کلنو کي موږ ته پرديو لښکرو د گاونډيانو څخه څه حفاظت او ساتنه راکړه چي د دې وروسته به يې راکړي؟ بل دا چي که امريکا د دښمنانو اصلي ځای افغانستان نه بلکه نور هيوادونه دي نو لښکري يې په افغانستان کي څه غواړي خو هغو نورو هيوادونو ته به تللي وای. پاکستان او نور گاونډي هيوادونه که مو خوري او که نه خو کرزی علي بابا او د هغه د څلويښتو غلو ډله به خامخا موږ خوري. ولي چي دوی د خپلو لسگونو زرو جريبو لاندي کړو مځکو، د غلا کړو بليونونو ډالرو او د پرديو استخباراتو د غړيتوب او وفادارۍ زيات غم اخيستي تر دې چي د افغانستان او د افغانانو د گټو غم ورسره وي.
گرچه زه نه عالم يم نه ليکوال او نه هم د تجربې خاوند بلکه يو عام ناچيز انسان يم. خو هر لوستونکی دي په دنيا او آخرت زما شاهد و اوسي چي زه نه کرزی منم، نه د هغه څلوېښت غله او نه هم پردۍ لښکري. د خدای څخه دعا کوم چي اصلي افغان مشران ليکوالان او عالمان دريځ ونيسي او په خپله خاموشۍ سره د روان بهير او ناورين ملاتړ ونه کړي.
زه پدې عقيده يم چي که افغان عالمان او فرهنگيان د قلم مبارزه پېل نه کړي نو ميدان به يوازي توپک او تاوتريخوالي ته پاته وي چي د انگرېزانو د تيري څخه نيولې تر اوسه پوري يې زموږ درې څلور نسله خوړلي او راتلونکو نسلونو ته يې سترگي سرې دي.
د فرورۍ 10 مه نېټه 2011 م مېلادي کال (د ١٣٨٩ لمريز کال د سلواغې ٢١)