دهيواد دکرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو وزير په ننګرهار کې دکرنې رياست اړوندتحقيقاتي فارم دنمايشي قطعو او ددغه رياست له يوشمير لابراتوارونوڅخه ليدنه وکړه.
دکرني مالدارۍ او اوبولګولو وزير محمداصف رحيمي دغه ليدنه په داسې مهال ترسره کړه چې دننګرهار ولايت دکرني اوکانال پروژي دريئسانو سربيره ديوشمير نورو ادارو استازو هم ورسره برخه لرله .
دننګرهار دکرنې ريئس انجينر محمدحسين صافي له لوري دکرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزير محمداصف رحيمي ته دننګرهار دکرنې رياست اړوند دتحقيقاتي فارم دبيلابيلو برخو اړه معلومات ورکړل شوه .
دکرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزير دننګرهار کانال اوکرني رياست مسؤلينو ته دنده وسپارله ترڅو دکانال رياست پوري اړونده ځمکه ديوتحقيقاتي فارم لپاره وټاکي .
نوموړي وويل ديوتحقيقاتي فارم جوړول بايد له ښار څخه بهر پريوداسې ځاى کې چې ټولي کرنيزې تجربي په ښه ډول سره په کې ترسره شي جوړ ترڅو تري دکرنې پوهنځي محصلين په ښه توګه استفاده وکړي شي .
دکرنې وزير ددغه رياست اړوند تحقيقاتي فارم کې داواټ AWATT مؤسسې له لوري پلي شوي پروژې او داوبو تنظيم په برخه کې دترسره شويو کارونو ستاينه وکړه او دا يې دکرنې په برخه کې دبزګرانو لپاره اړين اوګټور وبلل .
په افغانستان کې داواټ AWATT مؤسسې مسؤل له لوري دکرنې وزير ته ډاډ ورکړل شوو چې په راتلوونکي کې به هم دي ته ورته نوري پروژې پلي کړي .
بل پلودکرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزير دکرنې رياست داصلاح شويو تخمونو او خارو دتجزيي دلابراتوارونو څخه هم ليدنه ترسره کړه چې دکرنې رياست مسؤلينو له لوري ورته معلومات ورکړل شول چې په ترڅ کې دکرني مالدارۍ او اوبو لګولو وزير ورسره ژمنه وکړه چې ددغه رياست اړوند کارونکو دظرفيتونو اوتجربو ترلاسه کولو په موخه يوشمير بهرني سفرونه برابر کړي .