کور / تازه خبرونه / مبارک: تيارم چې عمر سلېمان ته زيات واک ورکړم

مبارک: تيارم چې عمر سلېمان ته زيات واک ورکړم

دمصر په ولسمشرحسن مبارک باندې نړيوال فشارونه ددي لامل شوو چې دحکومت زيات واک خپل مرستيال ته ورکړي .
که څه هم داسې ګنګوسى وو چې دمصر ولسمشرحسن مبارک له خپلي دندې څخه په بشپړ توګه استعفا ورکوي خوهغه دا خبره رد کړي .
نوموړي دخپلو څرګندونو پرمهال وويل چې دى دمصر دولس هري غوښتني ته تيارى دى او له ځآن لپاره دا غار نه ګڼي چې دولسونو په غوښتنه دواک څخه لري شي .
نوموړى زياته کړه چې تردي دمه دده په واک پاتي کيدو لامل هم دبهرنيوهيوادنوڅخه مخنيوى دى او نه غواړي چې دنورو هيوادنو په غوښتنه له واک څخه لري شي .
همدا رنګه حسن مبارک وويل چې ډير ژر به په راتلوونکي کې په دغه هيواد کې انتخابات ترسره کړي او دشفافيت په موخه به يې له اوس څخه اقدامات وکړي .
حسن مبارک په وينا دمګړۍ دى په خپل واک دى خو د دولت دسمبالولو زياتي چارې خپل مرستيال عمرسليمان ته سپارلي دي .
په ورته وخت کې دحسن مبارک پردغو څرګندونو يوشمير هيوادونو خفګان اظهار کړى دى .
دامريکا ولسمشرباراک اوباما ويلي چې مصري دولت بايد ژر ترژره دولسونو په غوښتنه حکومت جوړ کړي
دفرانسي ولسمشرهم ويلي چې حسن مبارک غواړي ترڅو دايران په ډول مذهبي چاري ترسره کړي .
خو په همدي حال کې بياهم په مصر کې خلکو خپلو لاريونو ته دوام ورکړى او وايي چې دوي دمصر دولسمشرحسن مبارک او دده مرستيال ولسمشر دګوښه کيدو غوښتونکي يوو .
داسې ويل کيږي چې حسن مبارک څخه به وروسته ددغه هيواد مؤقت ولسمشرعمر سليمان ووسي .
عمرسليمان چې په جګړو کې ښکيل کس بلل شوى حسن مبارک ته نږدي ملګرى پاتى شوي .