کور / شعر / غزل

غزل

د خدای پامان در څخه ځم ما ده تړلې کډه
ستا له کوڅی نه می پخوا لا ده ایستلې کډه

د انتظار له کلی ځمه د سلګو کلی ته
د ما یوسی پر اوښه وړم په غم لړلې کډه

د پښیمانی په تړمو اوښکوګریوان مه لندوه
تر جګو غرونومی جانا نه اړولې کډه

د ژوند له سترګو د خوښۍ خوبونه وکوچیدل
هره لحظه می په سلګوده ژړولې کډه

زه مي د پیغلوارزوګانو قاتل خپله یمه
ستا د جفا پر دښت می تږی درولې کډه

چا راته غیږده محبت (همدرده)خلاسه نکړه
د ډیره وخته می پر سر ده ګرځولې کډه