خوست والي ارسلا جمال وايي، چې د بهرنيو ځواكونو له جګپوړو مشرانو يې غوښتي، چې په دغه ولايت كې خپلسري او په ځانګړې توګه د شپې له خوا د كورونو پلټنې ودروي.
ده په باګرام كې د افغاني بنديانو له ليدنې وروسته، په خوست كې يوې خبري ناستې ته وويل، چې د باګرام په نږدې شپږو سوو زندانيانو كې يو سلو شپږ تنه يوازې د خوست ولايت دي.
خوست والي ارسلاجمال وويل، چې ځينو خوستيو بنديانو د باګرام په زندان كې د ژوند شرايط ښه ګڼل، خو ګيله يې دا وه، چې ځواكونه د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ، د شپې پر مهال كورونو ته ورغلي، دروازې يې ور ماتې كړي، ښځې او ماشومان يې ويرولي او اوس يې هم دوسيې دومره ځنډيدلې، چې نه پوهيږي، نور څومره وخت به د خپل نامعلوم برخليك په تمه تېر كړي.
خوست والي وويل، چې په باګرام كې، د بلې هرې سيمې په پرتله د دغه ولايت زندانيان زيات دي.