کور / تازه خبرونه / اېران نوى توغندى په برياليتوب و ازمايه

اېران نوى توغندى په برياليتوب و ازمايه

ايران هغه توغندي چې په سمندرکې دنښه ويشتلو وړتيا لري په برياليتوب وازمايل .
درپوټونو له مخې دايران لخواجوړشوې هغه توغندى چې په سمندرونوکې دننه دنښې ويشتلو وړتيا لري ددغه هيواد دامنيتي چارواکو لخوا په برياليتوب وازمايل شول .
دايران دسپاهې پاسداران ډلې قومندان له دغې ازمايښت څخه وروسته وويل چې دغه نوى جوړشوي توغندي له زيات ګړنديتوب څخه برخمن دى او دايران دوښمنان نه شي کولى چې ددغې توغندي مخه ډپ او شنډيي کړي.
ايران په داسې حال کې په سمندرونوکې نښه ويشتوونکى توغندى ازمايي چې نړيواله ټولنه اوپه ځانګړي توګه امريکا پردغه هيواد داټومي انرژۍ دشتون له امله ترفشارلاندي ده .
که څه هم دايران داټومي انرژۍ پرسر ددغه هيواد اوپنځه جمعه يې يوهيوادونو ترمنځ خبري اتري وشوي خو پرته له کومې پايلي پاى ته ورسيدي .
ديادونې وړده چې دايران او امريکا ترمنځ دايران داټومې پروګرام پرسردڅوکلونوراهېسې ناندرې رواني دي چې له امله يې پرايران يوشمير سوداګريز بنديزونه هم لګول شوي دي .