د انټرنټ نړۍ ته په لومړي ځل د معلوماتي ټکنالوژۍ ښوونيزه او معلوماتي ويبپاڼه د هنرمل ډاټ کام په نوم د افغان کمپيوټر پوه عبدالله هنر مل لخوا پرانستل سوه ، په دې ويبپاڼه کي د کور او دفتر له کمپيوټري استعمال او نښلولو څخه نېولې تر لويو کمپيوټري نيټ ورکونو تر جوړيدو ، بېلابېلو کمپيوټري هارډ ويرونو اوسافټ ويرونو د استعمال ، ترميم او کمپيوټر اړوند خبرونه په پرله پسې توګه خپريږي . د یادوني وړ ده چي ښاغلي هنرمل تر دې مخکي هم يو شمېر مهيم کمپيوټري پروګرامونه پښتو ته ژباړلي او ټولني ته په وړيا توګه وړاندي کړي دی ، دغه ډول د پښتو ژبي د صوفي شاعر رحمان بابا او حميد ماشوخېل ديوان او زيات شمېر پښتو لنډۍ په ښکلي ډول ځانګړو کمپيوټري پروګرامونو ته اړولي دي.
نوموړي د ويبپاڼي خلاصيدو په اړه داسي ليکي: د دې پاڼې د خپراوي او پر ليکه کولو لومړنۍ او يوازېنۍ موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د پښتو د انلان دنيا تشه ډکول دي. يعنې په دې پاڼه کې تر هر څه وړاندې د تخنيکي علومو په تېره کمپيوترپوهنې په باب زيات مطالب، ليکنې او تبصرې خپرېږي.
افغانسافټ ويبپاڼه، لکه څنګه چې يې له نوم څخه هم ښکاري، د پښتو ژبې ساينسي غنا او بډاينې ته لستوڼي رابډ وهلي او غواړي له کمپيوټري نړۍ سره د اړوندو نژدې ټولو اړخونو په هکله خپلو مينه والو ته هراړخيز معلومات خپاره کړي او په خپل دې ستونزمن سفر کې له پښتنو کمپيوټرپوهانو څخه د ډېرې مرستې هيله لري.
ښاغلى عبدالله هنرمل په ۱۳۵۶ لمريز كال د کندهار د نوي ښار ( شپږمي ناحيې ) د محمد كريم په كاله كې وزېږېد، خپلې لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كندهار كې بشپړې كړې، وروسته يې په ځينو جوماتونو او ديني مدرسو كې هم زده كړې وكړې، خو په هېواد كې دناسمو حالاتو او دخپلې كورنۍ د اقتصادي ستونزو له كبله ونه توانېد چې خپلې زده كړې بشپړې كړي. نوموړي د تنکيتوب څخه د شعر او هنر سره سره خپله مينه پاللې ده ، خواږه شعرونه يې ويلي او ښکلې خطاطي يې زده ده ، د ځانګړي لوړ استعداد خاوند هنرمل د ۱۹۹۹ ميلادي کال له شاوخوا څخه د کمپيوټر زده کړي ته مخه کړه ، د يوه کال په دوران کي يې په دې نوي تخنيک کي دومره پرمختګ وکړ چي د ميوند کمپيوټر مرکز په نوم ښوونځی پرانست او تر اوسه يې په دې برخه کي د لوی کندهار له بېلابېلو سيمو زرګونو شاګردانو له هنرمل څخه د کمپيوټر په بېلابېلو برخو کي زده کړي حاصلي کړې چي اوس د دغو زده کړو له برکته هم هیواد ته خدمت کوي هم ډوډۍ پيدا کوي . هنرمل د افغانستان په کچه يو له وتلو استعدادونو څخه دی خو د ځان د شهرت څخه تر دې کچي ډډه کوي چي حتی د خپل نوي سايټ دخبرتيا لپاره هم د خپل نوم يادولو ته چمتو نه و .
د لراوبر ويبپاڼي اداره ددې ويبپاڼي پرليکه کېدنګ پښتو ژبي او د قام د پرمختګ لپاره يو نېک ګام بولي .