دريانوستي دخبري اژانس دخبرله مخې په جنوبي سوډان کي دريفرندوم دکميسيون رئيس ښاغلي محمدابراهيم خليل اعلان کړه چي ممکن جنوبي سودان خپلواکي ترلاسه کړي،ځکه پدې ريفرندوم کي ۹۸په سلوکي دجنوبي سودان اوسېدونکوله شمالي سودان څخه دبېلتون اوخپلواک هيواد دجوړېدوپه پلوی رايه ورکړه .
هغه څرگنده که پدې ټول پوښتنه کي ۹۷،۵په سلوکي دگډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي وه ،ولي ۳،۸ ميليونه خلکوچي ۹۸،۸۳ فيصده ياپه بل عبارت ۳،۷۹۲ ميلونه نفرودجنوب دجلاکېدواو۱،۱۷ فیصدوچي (۴۴،۸۸۸)زره نفره کيږي دواحد سودان په نفع چي پلازمېنه ئي خرطوم وي رايه ورکړې ده. د سودان د قانون له مخې جنوبي سودان ته به په هغه حالت کې خپلواکي ورکړل شي چې په ريفرندوم کې د برخه اخیستو وګړو په سلو کې ۵۱ د خپلواکۍ په پلوي رایه ورکړي . داپداسي حال کي چي دريفرندوم دکميسيون دپرېکړې له مخې داټاکل سوې وه چي په دغه رېفرندوم کې د برخه والو شمېر باید د رایه ورکوونکو په سلو کې تر ۶۰ کم نه وي .
نوموړي څرگنده کړه چي دريفرندوم ياټول پوښتنې پايلي ئي ددوشنبې په ورځ (دفبروري ۸ مه ) دسودان جمهوررئيس ته ورکړې اوهغه دغه پايلې په رسميت پېژندلې دي .
ښاغلي عمرالبشير دسودان جمهور رئيس اولومړی مرستيال((سلواکيير))اودجنوبي دولت رئيس دريفرندوم دپايلوداعلان په مرسيموکي برخه درلوده .
په دغه ريفرندوم کښې، دسودان د لسوجنوبي ولايتونو،ترڅلورو ميليونوزيات وګړي برخه واخيستل د سودان د جنوب،دبرخليک ټاکنې دريفريندوم دجوړېدو امکانات تر هغه وروسته راپيدا شول،کله چې په ((۲۰۰۵ ))زکال کې د سودان د مرکزی حکومت او د سودان د جنوب د ازادۍ غوښتونکی غورځنګ (د سودان د ملي آزادی د اردو) چې د هېواد د جنوب نماینده ګي کوي د مشرتابه ترمنځ، د سولې هغه تړون لاسليک شو چې څوکلنې کورنۍ جګړې ته يې د پاي ټکی کښېښود.
د دغه تړون په لاسلیک کېدو، په سودان کې هغه کورنۍ جګړه پای ته ورسېده چې له ۱۹۵۶ کال نه تر ۱۹۷۲ کال پوري او وروسته له ۱۹۸۳ کال نه تر ۲۰۰۵ کال پوري روانه وه. د دغې جګړې یوازې په دوو وروستیو لسیزوکې دوه میلیونه وګړي د جګړه ییزو عملیاتو،د لوږې او ناروغیو له لاسه مړه شوي اونږدې څلورمیلیونه نوروځايوته پناوړې ده .
د سودان د شمال او لوېدېځ تر منځ د وسله والې مخامختیا په بنسټ کې قومي، مذهبي او اقتصادي عوامل پراته دي . د روسیې د علومو د اکاډېمي د افریقې د انستیتوت د رییس مرستیال ولادیمیر شوبین له «روسیې غږ» راډیو سره په خپله مرکه کې په همدې تړاو د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې داسې وایی:
«د تاریخ په اوږدو کې د دغه هېواد اساسی برخه عربي شوې ده. دغه ځای ته عَربي ژبه، عربي کلتور او اسلام ډېر پخوا ورغلي دي . د هېواد په جنوب کې چې خلک یې له قومي اړخه د هېواد د مرکزي برخې او شمال له خلکو نه زیات توپیر لري، عیسوي دین خپور دی. په تاسف سره باید وویل چې د سودان یو څو حکومتونو چې یو په بل پسې په دغه هېواد کې واکمني ته رسېدلي، د هېواد له جنوب سره د ګډې ژبې د پیدا کولو سیاست نه چلاوه. بلکې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د جنوب د خپلواکۍ د غورځنګ د ټکولو او له منځه وړلو سیاست چلاوه. او دغه ډول چلند په خپل وار د هېواد په جنوب کې د خپلواکۍ روحیه لا پسې کلکوله».
دډله ايزورسنيو دمعلوماتوله مخې د جنوبي سودان مشر((سالوه کيير) )د سيمې اوسيدونکو ته،ددې بلنه ورکړه چې د جنوب د خپلواکۍ په اړه، د ريفريندوم ياټول پوښتنې په وخت کې ارامتيا وښيي اودهرډول ګډوډی جوړېدو مخه نيسي . ديادولووړده چي په سودان کي ددغه هيواد د جنوبي سيمې دخپلواکۍ په اړه ريفريندوم چي ددغې سيمې داوسېدونکوتاريخي غوښتنه وه دروان کال دفبروري پرشپږمه بېله کومې ستونځي په برياليتوب ترسره شو.
ښاغلی سالوه کييرد رايو د ورکولو لپاره،ديکشنبې په ورځ هغې انتخاباتي حوزې ته ورغۍ چي د جنوبي سودان د پخواني مشر (جان ګارانګ) هم هلته ښخ سوئ دی .
دخپلواکۍ د ريفريندوم په شپواو ورځوکي امريکايی نامتو هنرمند جورج تیموتی کلوني هم چي په ۲۰۰۸ کالي ئي بارک اوباماته رايه ورکړه ، د جنوبي سودان له خلکو نه د ملاتړ لپاره،جنوبي سودان ته تللۍ دی . نوموړي دژورنالستانوته په خپلو څرگندونوکښي وويل :زه د هنر د يوه ستوري په توګه نه،بلکې د يوه عادي وګړي په توګه،ددې ليوال يم چې دغه هيوادپه سوله اوثبات کې ژوند او وده وکړي .
دسوډان دسياسي حالاتودڅېړونکوپه نظردا بیا بله خبره ده چې ایا دغه بېلېدل اوخپلواکي به د سودان د جنوب د خلکو په ګټه شي اوکه نه . ځکه چې د نوو پرابلمونو اوکونيواوبهرنيولاسوهنواومداخلود را پورته کېدو احتمال هم زیات شته . ځکه دسودان په جنوب کې د تېلو ډېرې غني زېرمې پرتې دي. لوېدېځ هېوادونه او د هغوی کمپنۍ د دې زیاتې غوښتونکې دي چې د سودان دغه ستر تېل لاسته راوړي. پاي