کور / z_buitenland_news -- 5 / قاضي حسين: د سترو ګوندونو په وړاندي هڅه روانه ده

قاضي حسين: د سترو ګوندونو په وړاندي هڅه روانه ده

د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد ويلي دي چې دغه هڅه روانه ده چې ستر ګوندونه حکومت رامنځته نکړاى شي ، د انتخاباتو په ترڅ کښې بحران ختم نشو ، که چرته نوى پارليمان قاضيان بحاله کوي او د غير قانوني اقداماتو مخه نيسي ، نو اے پى ډى ايم به يې ملاتړ وکړي ، خو که چرته پارليمان په خپلو ژمنو کښې بريالۍ نشو نو اے پى ډى ايم به په غورځنګ لاس پورې کړي ، منصوره کښې غونډه ته د وينا پر محال قاضي حسين احمد زياته کړې ده چې مونږ د امريکا د اتحاديانو او د غير آئيني اقداماتو پر ضد يو امريکا د مسلمانانو پر ضد جګړه پيل کړې ده او  اسراييلو  د فلسطينيانو پر ضد .