کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دمصر، ولسي داعيه اوداستکبار دامونه !!

دمصر، ولسي داعيه اوداستکبار دامونه !!

شهاب الدین رحیمي


له شاوخوا دواونيوراهيسې دمصر په پلازمينه (قاهره ) اوددغه هيوادپه يوشميرنوروښارونوکې دولسي احتجاج اومظاهرولړۍ په کلکه روحيه او مقاومت پرمخ روانې اودمصرله سرزوري ولسمشر( حسني مبارک ) نه غواړي چې له واک نه ليرې اواستعفاورکړي
که څه هم تردې دمه دحسني مبارک له لوري له واک نه دګوښه کيدوکوم چمتوالى نده ترسترګوشوى ، خومصري قاطع افکاراونظريات ټول په دې متفق دي چې نوردمبارک دوره پاى ته رسيدلې اوهغه شيبي ډيرې نيږدې دي چې نوموړي ، دتونس دمخلوع ولسمشر( بن على ) په څير دولس ارادې ته تسليم اوواک پريږدي !
حسني مبارک په کال ١٩٨١م کال کې له هغه ورسته چې دانورسادات ، دوره پاى ته ورسيده هغه دمصر په ولسمشرى منګولې خښې کړي اودادى شاوخواديرش کاله يې دغه منصب په کلک استبداداشغال وساته ، په دغه موده کې نوموړي هرهغه غږ اوتحرک چې دده دحکومت پرخلاف رااوچت شوى ده په ډيره بې رحمۍ يې ځپلى اوپه خاصه توګه اسلامي حرکتونه ، ديني شخصيتونه اواسلامي مراکز يې سخت ټکولي اوکلکې پابندى يې پرې لګولي .
دمبارک ترټولولويه جفاچې له اسلامي امت سره يې ترسره کړي هغه دفلسطين دمظلوم ولس غاصب اوقاتل رژيم ( اسرائيلو) په رسميت پيژندل اوورسره تودي ديپلوماتيکې اړيکې دي ، چې داسرائيلودرسميت پيژندلواوښوروابطوپه بدل کې امريکاهرکال مصر ته يوملياردډالرمرسته اوانعام ورکاوه !
اوس داسې بريښي چې دمصر دمسلمان ولس تيروديرش کلنوقربانيورنګ راوړى اومصريان دې مرحلې ته نيږدې شوي چې د خپلوسرزورواوجفاکاروواکمنوپرخلاف خپله اسلامي اوملي اراده وکاروي او دواک له ګدى راوپرځوي ، خوداويره پرځاى ده چې ايا دمصري ولس روان پاڅون به لکه څنګه چې دهغوى داعيه اوغوښتنه ده کټ مټ نتيجه ورکړي اونړيوال استکبار به داموقع مصريانوته ورکړي چې دهغوى اسلامي هيلې اوغوښتنې متحققي کړل شي !!؟
دکتونکو له نظره ، دحسني مبارک پرخلاف دمصر دولسي قهراوپاڅون ددوام اوپياوړتيا عمده علت اسلامي افکار اوديرش کاله دامريکاپه اشاره دحسني مبارک له لوري داسلام اومسلمانانوټکول اودهغوداقداروبيخکني ده ، په دې خبره کې شک نشته چې حسني مبارک که له واک نه راپرځول کيږي ، نومهم اوحياتي رول به پکې ددين اودينداره ذهنيت وي ، خوانديښنه داده چې ، دمصرمسلمان ولس دتيرديرش کلن جدوجهداوقربانيوثمره يوځل داستکبارپه لاس تالاترغه اوداځل خداى مکړه کومه بله غربي مهر ځاى ونه نيسي اودمصري اودفلسطين دمظلوم ملت لپاره په لستوني کې مارته ځاى پيدانشي ، ځکه همدااوس امريکايي حلقي دحسني مبارک دبديل په اړه هلې ځلې پيل کړي اودمصر دروان پاڅون په منځ کې څيرې اواشخاص ځانته خريداري کوي
مونږ باورلرو چې دمصر ولس اودروان پاڅون مخکښان به دامريکا اواسرائيلو دامونو اوحربوته ځير اودمصرغليمان به پرينږدي چې ددوى دبرخليک په سرلوبي وکړي اوخداى مکړه يووار بيا امريکاخواه اواسرائيلوته وفاداررژيم ريښي دمصرپه برخليک کې اوجرړي پيدااونه ځغلوي اوخبره له ناوي نه باران ته ولاړه نشي !!؟