يوه پخوانۍ خيالي کيسګۍ ده چې زموږ په ځانځانۍ پورې جوړه شوې چې له بده مرغه زموږ دمنتخبواو چاڼ کړی شويوو وکيل صاحبانو له نننيو کړنو سره ښه سره خوري ٠
وايي په دوذخ کې ډېر ديګي يښي ول ، پر ټولو برغولي يعنې سرپوښونه ايښودل شوي ول فقط يو ديګ و چې برغولی پرې نه و ايښودل شوی پدې کې چا پوښتنه وکړه چې داڅنګه چل دی دا کوم بختور قوم دی چې برغولی پرې نه دی ايښودل شوی ؟
يو کس ځواب ورکړ: دا بختور نه بلکې بدبخته قوم افغانان دي او زياته يې کړه : نورټول قومونه يوبل سره مرسته کوي چې له دېګه راپورته شي او له عذابه پښې سپکې کړي ، نو ځکه پرې برغولي ايښودل شوي دي او څوکيداران پرې ګرځي ٠خو پر افغانانو برغولی او څوکيدار ځکه نشته چې دوی پخپله يو او بل له پښوو رانيسي او له عذابه يې تېښتې او سر راپورته کېدو ته نه پرېږدي٠
د افغان پارلمان دغه دولس ، ديارلس شلې غوره کړی شوي وکيل صاحبان چې تقريبا % ٩٥يې په درغليو او زر او زور پارلمان ته راورسېدل ، اوس له % ٥پرته دې نورو ټولو ته فقط ځان ددې اهل او وړ ښکاري چې دپارلمان مشر شي ،همدا لامل دی چې دمشر ټاکل هم د بسوګۍ واده شو او له ننه سبا او له سبا بلې هفتې ،مياشتې او بالاخره
خبر دې ته ورسيږي چې په هېواد کې مېشت بهرني ځواکونه او دوست ګاونډيان د موجوده لوړپوړيو جارواکو په څېر يو بل زړه سواندی او خواخوږی افغان دپارلمان دمشرۍ لپاره هم راپيدا کړي .