د افغان ولس تر ټولو ستره غمیزه روانه ناروا جګړه ده، دغه خونړۍ بلا نه یوازې دا چې هره ورځ د لسګونو بیګناه افغانانو ککرۍ په تورو ایرو بدلوي، بلکې هره شیبه نوی غم او زیږوي زیږوي او که اور یې مړ نه شي، نو خدای مه کړه ددې ملک او دې خلکو پاتې معنوي او مادي شتمنۍ به هم لولپه کړي.
دا هم له چا پټه نه ده چې دغه خونړۍ او مصیبت زیږونکې جګړه تر هغې پای نه لري، تر څو یې عوامل له مینځه نه وي تللي، نو هر با ایمانه او وطنپال افغان دنده لري ددې ژبغړاند اور اسباب وپيژني او په حکیمانه توګه یې د له مینځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
له همدې ځایه دا خپله دنده بولو لدې تپل شوې جګړې نه د خپل ولس او ملک د ژغورنې په خاطر هغه کرغیړنې څېرې خپلو خلکو او نړیوالو ته ور وپيژنو چې د ځاني غرض په بدل کې د هر ډول شرمیدلې سودا اوږده تجربه لري .
دا هغه د ګوتو په شمیر پردي پال نا افغانان دي چې د خاورې تر سودا د مخه یې د خپلې عقیدې سودا وکړه، له خپل رب، ملک او ولس سره یې خیانت وکړ، پردۍ او وارداتي مفکوره یې خپله کړه او سوکه، سوکه دومره له ځانه پردي شول چې پردیو چپه قیزې ور واچولې او په هره یې چې روان کړل ورسره ولاړل.
همدا چپه قیزه شوي کیڼ لاسي وو چې د خپلو بادارانو په قومنده یې د افغان ولس پر هر څه داړه واچوله، نه يې ددې ملک د دیني او معنوي مقدساتو او ویاړونو درناوی وکړ او نه د مادي شتمنیو، یرغلګرو لښکرو ته یې لاره ورکړه، په پردۍ توره یې د خپل ورور سر له تنه بیل کړ، د قومي، مذهبي او ژبني تعصب اور یې بل کړ او سرلوړی افغانستان یې په داسې غمیزه واړاوه چې تر اوسه یې په ملیونونو افغانان له کومي تیر کړیدي.
دا تور مخي چې نن یې د لیبرالیزم ماسکونه اغوستي او د دموکراسۍ تر پرده لاندې یې پناه اخستې او له همدې مورچل نه د افغان ولس په خلاف جنګیږي، پرون یې د انترناسیونالیزم، او کارګري پرولتاریا تر شعار لاندې ګونډې وهلې وې او خپلې اوږې یې د هغو غلیمانو ټوپک ته ټیټې کړې وې چې پر افغانستان قبضه یې خپلو استعماري موخو ته د رسیدو لنډه لار بلله..
د افغان ولس دغه سوګند خوړلي دښمنان د افغانانو له وژلو او ځورولو نه خوند اخلي، نه غواړي د جګړې اور مړ او افغانان د آرامۍ ساه وباسي، د نقاق او شقاق اور ته لمن وهي او هر هغه افغان شخصیت د دښمن په توګه په نښه کوي چې په ملک کې د آرامۍ، سوکالۍ او جګړې د خاتمې په لار کې مخلصانه هڅه او هاند کوي.
که دوی د جګړې دوام او د ملت لا ځپل نه غوښتی، نو په کوم ولایت یا ولسوالۍ کې د ښوونځیو پر پرانیستلو به یې اعتراض نه کاوه او نه به یې کوم په جګړه بوخت لوري ته د سولې بلنه غندله، خو متأسفانه دغه چپه قیزه شوي لا هم په چپه روان دي، لا یې په افغان ولس زړونه نه دي یخ شوي، غواړي د افغان په خونه کې بل شوی اور نور هم ژبغړاند شي، تر څو دوی یې لمبو ته خرمستۍ وکړي.
د ددې واقعیت د اثبات له بلا دلایلو نه یو دلیل دا دی چې له څه مودې راهیسې یې د حکومت د هغو لوړو پوړو چارواکو په خلاف حملې او ډنډورې توندې کړیدي چې دخپل ایمان اوافغانیت په حکم په دې ملک کې د جګړې د خاتمې او هر افغان ته د سوکاله ژوند د برابرولو پخاطر په کار بوخت دي او ددې توان، جرأت او اهلیت لري د خپل ملک په ودانولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.
له دې ډلې نه یو هم د معارف وزیر ډاکټر فاروق وردګ دی چې دخپل استعداد، اخلاص او پاکۍ له برکته یې د صعود پوړۍ ووهله او لګیا دی د سولې په راتګ او د معارف په تعمیم کې نه ستړیدونکې هلې ځلې کوي، هغه غواړي هر افغان بچی د زده کړې له نعمته برخمن شي، او زیار باسي پر افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسیږي او ټول په ګډه د افغانستان په بیا ودانولو او پر مخ بیولو کې خپل رول ادا کړي.
داسې ښکلاري لکه چې له اسلام او خاورې سره د نوموړي مینه دده د ځان بلا شوې، دی چې اعلان وکړي په فلاني جنګ ځپلي ولایت کې مو ښوونځی پرانیست، دومره زده کوونکو ته مو د زده کړې شرایط برابر کړل، نو چپه قیزه شوي، هغه نا افغانان چې پدې ولس یې له اور پرته بل څه نه لوریږي، یو ځل راببر شي، خولې پرانیزي او د ډاکټر فاروق د همدې خدمت په بدل کې دومره اوتې بوتې ورپسې ووايي چې یوازې هغه کسان یې ویلی شي چې ضمیر یې د خیانت او فساد په دوړو کې پټ شوی وي.
که فاروق وردګ د سولې د تحقق په موخه او د خپلې دندې په حکم له حزب اسلامي سره د خبرو او مذاکراتو خبره وکړي، نو بیا یې هم په آرام نه پریږدي، د توپونو خولې ور اړوي، بې رحمانه ډزې پرې کوي او غواړي پدې ډول مذبوحانه هلو ځلو سره د سولې داعیه کمزورې او د جګړې اور بل وساتي.
دا تور زړي دې ووایي چې د ښوونځیو پرانیستل او د سولې لپاره کار کول په کوم دلیل، کوم مذهب او کوم کتاب ګناه ده چې له لامله یې باید فاروق وردګ وغندل او وکوبل شي ؟! واقعیت دا دی او د دوی همدا ډول ظالمانه دریځ ددې ښکارندوی دی چې دا د پردیو په پړي تړل شوي له ټول افغان ولس سره کینه او دښمني لري او هر هغه شخص یې هدف او د سترګو اغزی دی چې د افغانانو د حقوقو د اعادې، معارف د تعمیم او سولې د قیام غوښتونکی دی، له فاروق وردګ سره یې دښمني هم له همدې لامله ده، خو افغانان پدې پوخ باور لري چې بالاخره به حق بری مومي، د جګړې اور به ګلیږي، په سرو او تورو پردو کې پټ شوي تور مخونه به بربنډیږي، سوله به راځي او ټول افغان ماشومان به د تعلیم او د ژوند ټول نور حقوق تر لاسه کوي.
په درنښت