کور / تازه خبرونه / كندهار:په ۲ اونيوكې دننه ۳ ځان وژونكې حمله وسول

كندهار:په ۲ اونيوكې دننه ۳ ځان وژونكې حمله وسول

دكندهاردگمرك په ودانۍ كې دننه دنړيوالوعسكروپريوه ډلگى باندې ځان وژونكې حمله كې نړيوالوځواكونوته مرګ ژوبله اوښتې خولايې هم كره معلومات په اړه ندي خپاره سوي .
داپه ۲ اونيوكې دننه ۳ ځان وژونكې حمله ده چې ترسره كېږي
دكندهارامنيه قومندان لوى پاسوال خانمحمدمجاهدخبريالانوته وويل چې څه باندې ۳ بجې دگمرك په ودانۍ كې دننه يوه پلي ځان وژونكې دبهرنيوعسكروسره نږدې بريدكړى .
دى وايې چې پدغه پېښه كې يې ۲ نړيوال عسكرپه ټپي حالت كې ليدلي اودهغوى دنوري مرگ ژوبلي په اړه معلومات نلري ،خوايې چې په دغه پېښه كې ملگي وگړوته كومه مرگ ژوبله نده اوښتې .
ترپېښي نيم ساعت وروسته دنړيوالوځواكونوالوتكې دپېښي په سيمه كې كښېناستلې اودپېښي قربانيان يې له ځان سره ولېږدول .
عيني شاهدان وايې چې نړيوال عسكردگمرك په ودانۍ كې دننه په ازاده پښه گرځېدل چې ځانمرگي بريدكونكې ورباندې بريدوكړ.
هاخووسله والوطالبانوددغي ځان وژونكې حملې مسئوليت په غاړه اخيستى اود۱۴بهرنيوعسكرودوژل كېدادعايې كړې .
خپله نړيوالوځواكونوتراوسه پدې اړه رسنيوته څه ندي ويلي .
په كندهاركې دهمكارۍ ترعملياتووروسته په نسبي ډول دامنيت دټينگښت خبره كېده ،خووروستيوامنيتي پېښوكندهارښاريان يوځل بيااندېښمن كړي دي .