دهلمندولايت په ناوې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالوکسانويوښونځى په بمونوسره الوزولى دى .
دهلمندولايت دوالي وياندداوداحمدي وايي چې په دغو چاودنوکې چانه زيانه دى اوښتې خو دښونځي دودانۍ يوه لويه برخه يي زيانمنه کړي.
نوموړى وايي چې په دې اړه دپوليسو لخواپلټنې پيل شوي دي.
بلخوا دنوموړي ولايت دمعارف مسؤلين دغه کار دوسله والو طالبانوکار بولي او وايي چې دوي نه غواړي ترڅو افغان زده کوونکي په سمه توګه خپلې زدکړې پرمخ بوځي .
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو ويلي وه چې نوربه ښوونځي او زده کوونکو ته هيڅ زيان نه رسوي .