د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) صدر شهباز شريف وايي چې په څو ورځو کښې دننه به په پنجاب اسمبلای کښې د پيپلز ګوند سره په ګډه دوه په درې کښې اکثريت ښکاره کړو ، د شخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ کښې شهباز شريف زياته کړه چې دغه خبره کښې اوس هېڅ شک پاته شوى ندى چې په مرکز او پنجاب اسمبلۍ کښې مسلم ليګ ( ن ) او پيپلز ګوند په ګډه حکومت جوړوي ، ولس مونږ ته د عدليې د بحالۍ لپاره رايې راکړى دى ، ځکه د پارليمان رامنځته کولو سره به زمونږ تر ټولو لومبړنۍ کار همدغه وي ، نوموړي زياته کړې ده چې مسلم ليګ ( ق ) د جمهوريت دښمنۍ له امله ماتې وخوړه.
مسلم ليګ