په ايران کې د درې امريکايي زندانيانو محکمه د دغه هيواد دمحکمې لخوا په پټه ترسره شوه .
رپوټ :
رپوټونه وايي ايران دهغې درويو امريکايانوچې په وينا يې دغه هيواد ته په جاسوسۍ او ايران خاروې ته په ناقانونه توګه په ورتګ تورن ووپه پټه يي په نوموړي هيواد کې محکمه ترسره کړه .
رپوټونه زياتوي ساراشوډ،جاسووافاتال او شين برد د دوه زره نهم ميلادي کال په اوړي کې دايران په يوه سرحدي سيمه کې دايراني ځواکونولخوانيول شوي وو.
ددغې دريوامريکايانودمحکمې چارې په داسې حال کې ترسره کېدونکي دي چې ايران او واشنګټن اړيکي ددغې هيواد داټومي پروګرام له امله خرابې شوي دي.
څه موده مخکې داسې رپوټونه ورکړل شول چې له نيول شويو زندانيانوڅخه يې ميرمن شوډ دپنځه سوه زره امريکايي ډالرو په بدل کې خوشي کړي خو وروسته داسې څرګنده شوه چې نوموړي دورپيښې ناروغۍ له امله ديادشويو امريکايي ډالرو په ضمانت خوشي شوي وه .