کور / شعر / رنګینی آرمان

رنګینی آرمان

خدایه ته بیا می د آرمان په ګلو

د رنګینیو پسرلی راولی

چی می دا وچ اجل وهلی آرمان

بیا یو ځل وځلیږی ګل وکوی

خدایه

ته زما د ژوند دا ستړی کاروان

د خپل منزل په لاره سیخ روان کړی

نور یی له دغی اغزجنولارو له میزل وګرځوی

چی یی د زړه وینی پری وچی کړلی

ربه آرمان می دغه یو آرمان دی

نور به هم وی خو دومره یی نه غواړمه

او نه یی دومره ګل کیدلو ته حوس کومه

دغه آرمان را ته بلا ډیر ګران دی

د ژوند هر خیال ته می جانان جانان دی

پوره کیدل یی زما د زړه آرمان دی

دغه آرمان به ماته ځان راکړی

ما ته به خپل ودان جهان راکړی

ما به له مړو نه په ژوندو حساب کړی

ما ته به خپل ښکلی ایمان راکړی

دغه آرمان به ښکلی هیلی راوړی

غمګینی شونډی به موسکینی راوړی

نور به څوک نه وی د بی کوره په نوم

ډکی جونګړی به له مینی راوړی

دغه آرمان به ګریوانونه وچ کړی

له اوښکو ډک به دریابونه وچ کړی

نور به څوک نه وی زما په څیر مسافر

داد غمو به خړ بڼونه وچ کړی

خدایه

ته خو خالق ددی جهان یی ربه

ته زموږ معبود زموږ سلطان یی ربه

ته یی بی شکه په هر څه توانا

ته خو پادشاه د عالمیان یی ربه

ته می آرمان په ګل کیدم راوله

ژړوغوندی زړه په خندیدو راوله

چی په آرام وجود نفس واخلمه

وخت د دردو د ختمیدو راوله

ته زما وطن کی آرامی راوله

ګوټ ګوټ کی مینه او سوکالی راوله

چی سره یو شی پاشیدلی قوم

پکی بیا تیره ورورولی راوله